روزنامه هیواد

له افغان کډوالو سره د کډوالو د نړیوالې ادارې د تازه مرستو ژمنې

دافغانستان ، سوریې ، یمن ، سومالیې او نایجیر یا په ګډون دسیمې او نړۍ دجګړه ځپلو او نادارو هېوادونو دنږدې اویا میلیونو کډوالو او دغه راز دیادو جګړه ځپلو او نا امنو هېوادونو دڅه دپاسه څلوېښتو میلیونو بې ځایه شویو وګړو دستونزو دهوارولو لپاره څه موده وړاندې په ژنیوکې نړیواله غونډه  جوړه شوې وه، چې  دیوې اعلامیې په صادرولو سره پاى ته ورسیده دسیمې اونړۍ  په هېوادونوکې له مېشتو افغان کډوالو اوپه هېواد کې له بې ځایه شویو کورنیو او دغه راز افغانستان ته له را ستنو شویو افغان کډوالو سره دتازه او نورو مرستو ژمنه وشوه. دافغانستان دراستنیدونکو او کډوالو چارو وزیر دافغانستان له راستنېدونکو او دغه راز په هېوادکې له بې ځایه شویو افغانانو سره دکډوالو دنړیوالې ادارې دهڅو په پایله کې ددغې نړیوالې غونډې دتازه او نورومرستو دژمنو په غبرګون کې په یوې خبرې غونډه کې وویل چې څه دپاسه څلوېښت کاله وړاندې پرافغانستان  دشوروی اتحاد دسرو لښکرو دلس کلن تېری او اشغال او همدارنګه ورپسې په افغانستان کې دپاکستان دطالبانو دګوډاګی استبدادى رژیم دواکمنۍ پرمهال دزیاتو ناامنیو او ګډوډیو له امله دافغانستان دهغو دېر شو میلیونو وګړو له ډلې څخه  پنځوس سلنه وګړی چې پنځلس میلیونه کېږى ، دخپل هېواد له خوږې غېږې څخه جلا او بهرته دکډوالۍ دسختو کړاوونو ګاللوته اړشول چې تردولسو میلیونو پورې افغان کډوال یې دپاکستان او ایران دګاونډیو هېوادونوپه وچو ډاګونو او سپېرو دښتو کې دېره شول اوپاتې نورو درېیو میلیونو افغان کډوالو دنړۍ اروپایی ، امریکایی او عربی هېوادونو ته مخه وکړه او هلته ځانته دحلالې نفقې دترلاسه کولو لپاره پردندو بوخت شول او ترپنځلسو میلیونو پورې افغان کډوال وروسته بیا په افغانستان کې دډول ډول او راز راز رژیمونو دتلو راتلو اوبدلېدو په پایله کې دخپل هېواد خوږې غېږى ته بیرته راستانه شول او بیا په افغانستان کې دحالاتو دخرابوالى له امله بیرته له هېواده وتښتېدل او کډوال شول: دافغانستان دراستنېدونکو او کډوالو چارو وزیر په هېواد کې دسولې لپاره دروانو هڅو په غبرګون کې داهم په ډاګه کړه چې په هېواد کې به دسولې لپاره دسراسری اوربند داعلامولو په پایله کې هېواد ته له بهره دافغان کډوالو دراستنېدو لړۍ بیا پیل شی چې دهېواد په ګوټ ګوټ کې  دهغو دځاى پرځاى کولو اوله هغوى سره دلازمومرستو لپاره داغېزمنو پلانونو پرښودلو بحث اوخبرې روانې دی هغه به دکډوالو له نړیوالې ادارې اودغه راز له مرستندویو هېوادونو او نړیوالو خیریه ټولنو سره شریک شی چې له مخې یې هېوادته له راستنېدونکو هېواد والوسره مرستې وشی او دهستوګنځی ، روغتیا، ښوونې او روزنى او امنیت په څېر له پوره اسانتیاوو څخه برخمن شی ، دسیاسی چارو شنونکو څارونکو او نورو کارپوهانو دافغانستان لپاره دیوې سترې بشری پانګې په توګه په بهرکې دنږدې لسو میلیونو افغان کډوالو په اړه دافغانستان دجمهور رییس محمد اشرف غنی پرڅرګندونو دتصدیق ټاپه وهلې او ویلی یې دی چې که چېرې په افغانستان کې دسولې دراتلو لپاره دسراسری اوربند داعلامولو په پایله کې دیوې سترې بشری پانګې په توګه میلیونه افغان کډوال له بهره هېواد ته بیرته راستانه شى او نړیواله ټولنه له افغان حکومت سره دپوره همغږۍ او مرستې له مخې خداى راکړې بډایې او پرېمانه طبیعی زیرمې ورته په کار واچوی اوهم اوږدمهالې سترى اقتصادی او بنسټیزې پروژې ورته جوړې کړی او دهېواد دیوې سترې بشری پانګې په توګه هېواد ته دغه لس میلیونونه راستانه شوی افغان کډوال اوهمدارنګه ورسره جوخت نور لس میلیونه لوستی اونالوستی بېکاره ځوانان په هغوکې پردندو بوخت شی، نو پرمټ به یې نه یوازې دافغانستان دا دکلونو کلونو جګړه ځپلى ، کنډواله شوى او ډېر وروسته پاتې ساتل شوى هېواد ژر تر ژره  ګل او ګلزار شی او دپرمختګ لوړوڅوکوته به ورسېږی ، بلکې وږی ، تږی ، بربنډ ، بېکاره اوبې وزلی افغانان به بهرته دکډوالۍ دزیاتو کړاونوله ګاللو هم وژغورل شی . له هوسا ، بسیا او سوکاله ژوند اوله یوې ښې راتلونکې څخه به برخمن شی اوپه آرامه به خپله سا کاږی. هیله ده چې دکډوالو نړیواله اداره او همدارنګه دکډوالو دستونزو دهوارولو په اړه زنیود نړیوالې غونډې برخه وال هېوادونه له یوې خواپه هېواد کې دسولې دراتلو پرمهال هېواد ته له راستنو شویو افغان کډوالوسره دتازه مرستو په اړه خپلو ژمنو ته دعمل جامه ور واغوندی اوله بلې خوادې په هېواد کې له مېشتو افغان کډوالو سره مرستو ته ودانګی او دهغوى د ځوروونکو اقتصادی ستونزو او  داسې نورو کړاوونو له منځه وړلوته دې ودانګی.

شاولی قرار

ممکن است شما دوست داشته باشید