روزنامه هیواد

له افغان ځواکونو پراخ ملی او نړیوال ملاتړ

پرون د کب یا حوت نهمه د سرتېری ملی ورځې وه، دا ورځ د سرتېری لپاره د ملی ورځې په توګه نومول شوې او په ټول هېواد کې د دې ورځې نمانځنه د خپلو سرتېریو په قدردانۍ، هغوی ته د ګلونو او ډالیو په ورکولو سره نمانځل کېږی. سږ کال افغان فلم د سرتېری ورځې د ښې او غوره نمانځنې لپاره د فلم فسټیوال جوړ کړی دی، ملت هم په پراخه کچه د خپلو سرتېریو نمانځنه وکړه او هغوی یې ونازول.

له نېکه مرغه اوس افغان ځواکونو ډېر پرمختګ کړی، داسې ډرماتیک پرمختګ چې د نورو ملتونو سرتېریو په لسګونو کالو کې هم نه دی کړی، اوس افغان ځواکونه په بشپړه توګه چمتو دی او په هر ځای کې دښمن او ترهګری له منځه وړلی شی، د هېواد او ولس لپاره د هغوی سرښندنې د دې لامل شوې، چې ملت د خپلو ځواکونو تر څنګ وردېږی، ملاتړ یې وکړی او پرې باور ولری، همدا سرتېری دی، چې هم یې د خپل هېواد دفاع کړې او هم یې د دښمن ناوړه پلانونه دړې وړې کړی دی، سره له دې،چې دښمن د سولې تر نامه لاندې پټو هڅو او پر افغان ځواکونو سختو بریدونو ته زور ورکړی، خو د افغان ځواکونو هوډ یې مات نه شوای کړای. همدا لامل دی، چې افغان ځواکونه هم د پیاوړی امنیتی او دفاعی ځواک په توګه او هم د سولې لپاره د یوه سم فرصت د لامل په بڼه را د بره شوی دی.

افغان حکومت هم د خپلو ځواکونو د تجهیز، پیاوړتیا، روزنې او د هغوی د حقونو او امتیازاتو لړۍ پراخه کړې ده. له نړیوالې ترهګرۍ سره په مبارزه کې هم همدا افغان ځواکونه په لومړۍ کرښه کې پر جګړه بوخت دی، دا ځواکونه نه یوازې د افغانستان او افغان ولس دفاع او ساتنه کوی، بلکې له هغې ترهګرۍ سره هم په جګړه کې دی، چې سیمه او نړۍ ګواښی. له همدې امله د کورنیو ځواکونو نړیوال ملاتړ هم پراخ شوی او هڅې دا دی، چې افغان ځواکونه نور هم تجهیز او پیاوړی کړل شی.

دا باید په یقین سره ووایو،چې د افغان ځواکونو دې مېړانې د دښمن ټولې دسیسې ماتې کړې دی او د نظام او هېواد پایښت او دوام یې یقینی کړی دی. همدا لامل دی، چې د سولې لپاره فرصت برابر شوی او نړیواله ټولنه هم په دې هڅو کې ده، چې د دښمن له خوا پر افغان ځواکونو تپل شوې جګړه ختمه کړل شی او د سولې لپاره دې فرصت وکارول شی، طالبان بله لاره نه لری، هغوی په ټول وس هڅه وکړه، چې افغان ځواکونو ته ماتې ورکړې، ترهګریزې ډلې هم پر خپلو ترهګریزو فعالیتونو ونه توانېدې، چې د افغان ځواکونو هوډ مات کړی، بلکې سخت زیانونه یې ولیدل، د ترهګرۍ او اورپکۍ ملاتړی مغرض لوری هم په زور د افغان ځواکونو ارادې نه شی ماتولی، نو دې ته په کتو سره د همدغو افغان ځواکونو مېړانې او سرښندنې دی، چې د سولې لپاره یې فرصت رامنځته کړی او پر دښمن یې سخت فشارونه راوړی دی.

د کب نهمې په ډاګه کړه، چې د افغان ځواکونو ملاتړ ډېر پراخ شوی دی، ملت پر خپلو اتلو ځواکونو ډاډه دی او همدا ده، چې د کورنیو ځواکونو ستاینه کېږی. سیاستوال او نور فعالان هم د همدوی له برکته فعالیت کوی، رسنۍ، د بشری حقونو سازمانونه، سیاستوال، سوداګر او هر څوک د افغان ځواکونو د مېړانې له برکته پر خپلو چارو بوخت دی او نړۍ هم پرې باور کړی دی. دا ځواک تل پاتې او باوری ځواک دی، چې آن د سیمې کړکېچ یې ننګولی او د سیمې او ګاونډ ګڼ هېوادونه یې پردې یقینی کړی، چې باید په سیمه کې د سلګونو کالو شخړې ختمې او پر ځای یې تفاهم او له یو بل سره د ګډ کار او هڅو پر مټ خپل روا او دایمی ګټې ولټوی.

په پای کې یوځل بیا د کب نهمه یا د سرتېری ورځې مبارکی ټولو افغان ځواکونو او د هغوی کورنیو او ټولو افغانانو ته وایوو، تل وی افغانستان او تل دې وی افغان ځواکونه.

ممکن است شما دوست داشته باشید