روزنامه هیواد

له افغانستان وروسته ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم له ایران سره خپلې پولې بندې کړې

له افغانستان وروسته ترکیې، پاکستان او ارمنستان هم د کرونا ویروسو د مخنیوی لپاره له ایران سره خپلې پولې بندې کړې. افغانستان پرون پرېکړه وکړه چې نه یوازې له مځکنۍ لارې بلکې له هوایی لارې هم له ایران سره تګ راتګ موقتاً منع اعلانوی. که څه هم د ایران حکومت د کرونا په ویروسو د ۸ تنو مړینه تاییدوی خو عام ایرانیان وایی چې تر دې څو برابره ډېر کسان په دې خطرناکو ویروسو مړه شوی او زرګونه نور پرې ککړ شوی دی. د ترکیې حکومت د یکشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې له ایران سره خپله پوله موقتاً بندوی څو ترکیې ته د کرونا د ویروسو د خپرېدو مخه ونیول شی. د ترکیې د روغتیا وزیر فاهرتین کوچکا وویل«موږ وپتېله چې په ګاونډی ایران کې د کرونا د یوشمېر قضیو له ثبت کېدو وروسته له دې هېواد سره خپله پوله موقتاً بنده کړو. په ایران کې د کرونا ویروس په خطرناک ډول په خپرېدو دى» ده همداراز وویل چې له ایران څخه ترکیې ته موټر او رېلګاډی د یکشنبې د ورځې د مازدیګر له ۵ بجو وروسته نه شی راتلاى خو له ترکیې څخه به اجازه وی چې ایران ته لاړ شی. تراوسه پورې په ترکیه کې په کرونا ویروسو د چا د اخته کېدو دقیق مورد ثبت شوى نه دى خو د ایران پولې ته نږدې د ترکیې په وان ولایت کې ۵ تنه په دې شک تر درملنې لاندې دی چې ممکن په کرونا اخته وی.د ترکیې تر اعلان مخکې وړمه ورځ د افغانستان حکومت د کرونا ویروسو د خپرېدو د مخنیوی لپاره په موقتی ډول له ایران سره هرراز هوایی او مځکنی تګ راتګ منع کړ. د افغانستان د ملی امنیت شورا پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د کرونا ویروسو د خپرېدا د مخنیوی او په دې برخه کې له اړوندو وزارتونو سره د همږغۍ لپار د ملی امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ په غونډه کې پرېکړه وشوه چې له نورو هېوادونو څخه د کرونا ویروسو د راتګ د مخنیوی لپاره دې له ایران او پاکستان څخه د هګیو، چرګانو او د چرګانو د غوښې واردات ودرول شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید