روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستان سره مو ژمنې پر خپل ځای دی

 د افغانستان لپاره د اروپایی ټولنې د استازولۍ سرپرست توماس نېکلسن د اروپایی ټولنې غونډې ته ویلی، چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو له پرېکړې سره ددوی په ژمنو کې توپیر نه دی راغلی.د ده په خبره له افغانستان سره د اروپایی ټولنې ټولې ژمنې پر خپل ځای دی او له دغه هېواد سره به د پرمختګ په برخه کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکوی.هغه ټینګار کړی، چې دوی د سولې ملاتړی دی او تمه لری ،چې په افغانستان کې روانه جګړه ژر تر ژره پای ته ورسېږی.له دې سره جوخت ټاکل شوې ،چې نن ( سه شنبه ) د ناټو ددفاع او بهرنیو چارو وزیران په غونډه کې د افغانستان پر روانه مسئله، سوله او ملاتړ بحثونه او خبرې وکړی.بلخوا د امریکایی رسنیو د راپورونو له مخې، د بایډن ادارې ټولټال ۷۱۵ میلیارده ډالر دفاعی بودجه وړاندیز کړې ، چې په دې کې د افغانستان لپاره ۳،۳ میلیارده ډالر ځانګړی شوی دی.د راپورونو له مخې دغه شمېره د تېر په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالر ډېروالی ښیی. امریکایی چارواکو ویلی دا چې بهرنی ځواکونه له افغانستان وځی ،نو د دې اړتیا ده ،چې محاربوی تشې د افغان ځواکونو د ملاتړ له لارې ډکې شی.همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلی، چې له افغانستان سره به د نورو بشری مرستو په برخه کې هم ډېروالی راشی.امریکا تر دې وړاندې هم ویلی وو ،چې له افغانستان سره به پوځی مرستې ډېرې کړی او له افغان ځواکونو به خپل ملاتړ ته ادامه ورکوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید