روزنامه هیواد

له افغانستان سره د چمن – تورخم لویې لارې د سوداګرۍ پر مخ پرانېستل شوې

له افغانستان سره د چمن – تورخم لویې لارې پرون د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې.د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه وایی په اوونۍ کې درې ورځې د بار وړونکو افغان موټرو پر وړاندې د چمن او تورخم لارو خلاصېدل د افغانستان په بازار مستقیم اغېز لری.د دې خونې ویاند جان اقا نوېد وایی، چې اوسنیو شرایطو کې د داسې ګام اخیستل کولای شی چې د وارداتی موادو په انتقال او بازار کې د موادو د بیو په کنټرول کې مرسته وکړی.له دې وړاندې د تورخم او چمن لارو تړل کېدلو له امله د افغان سوداګرو د سوداګریز مالونو نږدې ۱۰ زره کانټینر په هغه هېواد کې بند پاتې و، د ښاغلی نوېد په وینا له دې وروسته به هغه ټول افغانستان ته را انتقال شی.پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشې فاروقی په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلی چې د پاکستان دولت د افغانستان بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکوی چې اوونۍ کې درې ورځې د تورخم او چمن له لارې خپل سوداګریز مالونه افغانستان ته وارد کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید