روزنامه هیواد

له افغانستان سره د جرمنی مرستې د دواړو هېوادونو د دوستۍ او ښو اړىکو نښه ده

د افغانستان د اسلامی جمهورىت جمهوررییس محمد اشرف غنی پرون له غرمې مخکې د همکارۍ او اقتصادی انکشاف لپاره د جرمنی فدرالی دولت وزىر مارتىن جاګر سره وکتل.په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان لپاره د جرمنی ځانګړی استازی او په کابل کې د هغه هېواد مېشت سفىر هم په کې حضور درلود، جمهوررییس غنی هغوى ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره د جرمنی د مالی، نظامی او سىاسی مرستو مننه وکړه وې وىل، دغه مرستې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ، ښو اړىکو او همدردۍ نښه ده. 

د همکارۍ او اقتصادی انکشاف لپاره د جرمنی فدرالی دولت وزىر ووىل، د انکشاف، اقتصادی پراختىا او سىاسی او نظامی مامورىت په برخو کې به ىې له افغانستان سره مرستې دوام ولری.

مارتىن جاګر له افغانستان سره د جرمنی ۷۲ مىلىون ىورو وروستۍ مرستې ته په اشارې ووىل، له افغانستان سره مرستې او همکارۍ لپاره ژمنتىا کې هېڅ ډول بدلون نه دى راغلى.

په دې کتنه کې د افغانستان او پاکستان لپاره د جرمنی ځانګړی استازی مارکوزپوتزل ووىل، موږ ته سوله او د دې پروسې ملاتړ مهم دى او هىله لرو چې د افغان حکومت او د هغوى د متحدىنو هڅې د سولې لامل شی.

هغه د افغان حکومت د سولې پلان د ستاىنې ترڅنګ ووىل: زموږ د هڅو پاىله باىد دا وی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ مذاکرات پىل شی.

د جرمنی ځانګړی استازی څرګنده کړه، ټاکنې په شفافه توګه وشوې او په دې برخه کې له ټکنالوژۍ ښه استفاده وشوه او همداراز د افغانستان امنىتی او دفاعی ځواکونه هم وتوانېدل د دغه مهم بهىر امنىت تامىن کړی.

جمهوررییس غنی ووىل، د افغانستان د سولې پلان باىد موږ جلا نه، بلکې ىو ځاى کړی او زموږ د سولې اووه ماده ىیز پلان د ملی او بىن المللی اجماع نوىوالى دى چې افغان دولت پرې کار کوی.

جمهوررییس په افغانستان کې د  سولې راوستو لپاره د جرمنی د رول او ملاتړ ستاىنه وکړه او زىاته ىې کړه، د سولې پروسې مالکىت او رهبری باىد د افغانانو په لاس کې وی او هغه څه چې په تېر کې پېښ شوی موږ ىې باىد په دقىق ډول وارزو او د راتلونکی پلان لپاره د شراىطو بدلون په پام کې ونىسو.

هغه زىاته کړه، د تاوترىخوالی د لمنځه وړلو، مذاکرې او اوربند لپاره مهمه ده چې د پاىداره سولې تامىن شراىط برابر شی او له ډیالوګ پروسې د ملاتړ لپاره د جرمنی د رول مننه کوو.

جمهوررییس ووىل، زموږ د سولې پلان کې تر ډېره اتصال، سوداګرۍ او سىمه ىىز ټرانزېټ ته پام شوى، چې افغانستان د سىمې د څلورلارې په توګه خپل رول ترسره کړاى شی.

جمهوررییس د پوهنې او د هواىی چلند ادارې د تقوىت او همداراز د شنې او نوې کېدونکې انرژۍ په برخو کې د پانګونې لپاره له افغانستان سره د جرمنی د مرستو غوښتنه وکړه.

د دې کتنې په پاى کې د همکارۍ او اقتصادی انکشاف لپاره د جرمنی فدرالی دولت وزىر د جمهوررییس د خبرو په تاىىد ووىل، جرمنی به د اقتصادی ودې او د افغانستان د امنىت تامىن لپاره د غوره شراىطو برابرولو په برخو کې زموږ ترڅنګ پاتې شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید