روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

له افغانستان سره د امریکا او ناټو د مرستو اړتیا

که څه هم امریکا له تېرې شنبې راهیسې [د غویی ۱۱مه] له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پیل کړې، خو په افغانستان کې ورسره جوخت د جګړې لمن هم پراخه شوې ده، دا جګړه له پاکستانه تمویلېږی او د طالب، داعش، القاعده او نورو ډلو ترڅنګ د پاکستان ملېشې هم د افغانستان پرضد دې جګړه کې برخه اخلی او د جګړې قومانده هم د دوی په لاس کې ده.

دوی یوځل بیا وړمه ورځ د هلمند د سقوط لپاره پراخه هڅه وکړه، دوی پر هلمند برید وکړ، خو برید په شا وتمبول شو او په دغه برید کې بیا هم دوی ناکام شول. پر لښکرګاه ښار دا برید خورا پراخ  و، خو افغان ځواکونو په پوره مېړانې سره دا لوی برید پر شا تمبولی او اوس افغان ځواکونه د نورو امنیتی ګواښونو د له منځه وړلو لپاره پر پوځی عملیاتو بوخت دی.

وړمه ورځ د لښکرګاه ښار د سقوط لپاره پر امنیتی کمربند د وسله والوطالبانو لوی بریدونه پیل شو. د هلمند والی عبدالنبی الهام وېیلی چې د لښکرګاه ښار د امنیت لپاره دوشنبه ماښام ناوخته له کابل او ښوراب پوځی اډې تازه دمی ځانګړی ځواکونه ور رسېدلی او د وسله والو پرضد یې پوځی عملیات پیل کړی دی. ده وېیلی ،چې د وسله والو طالبانو د پراخو بریدونو په غبرګون کې افغان ګډو ځواکونو هوایی او مځکنی عملیات پیل کړی چې په ترڅ کې یې لسګونه وسله وال وژل شوی دی. نوموړی زیاته کړې، « د هوایی او ځمکنیو عملیاتو په پایله کې؛ د ۸ مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۰۶ ترهګر طالبان ووژل شول او ۳۷ تنه نور یې ټپیان شوی.»

د خبرپاڼې له مخې په لښکرګاه ښار او ځینو نورو برخو کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پر مرکزونو هوایی بریدونه شوی. د هلمند د والی په خبره په دې عملیاتو کې د وسله والو یو شمېر وسلې ، مهمات  او پټنځایونه هم له منځه وړل شوی دی.

خو د هلمند ولایت ځایی چارواکی وایی چې په دغه ولایت کې د وروستیو جګړو له امله شاوخوا زر کورنۍ بې ځایه شوې دی.

دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکایی ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د اډو د سپارلو بهیر رسماً پیل شوی دی. ۲۱۵ میوند قول اردو دری ورځې مخکې ووېیل چې په هلمند ولایت کې د «انتونیک» په نوم د امریکایی ځواکونو پوځی اډه رسماً افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

که نورې اډې هم خالی او افغان ځواکونو ته سپارل کېږی، نو د نورو بریدونو وېره هم شته، ښایی دښمن په څو اهدافو د بریدونو هڅه وکړی، چې افغان ځواکونه په څو جبهو کې بوخت کړی، خو افغان چارواکی وایی چې افغان امنیتی ځواکونه د هر ډول وضعیت د کنټرول لپاره تیاری لری او هېچاته به اجازه ورنکړی چې د افغانستان له خاورې ناوړه ګټه واخلی. بل اړخ ته امریکا او ناټو هم ژمن دی، چې په پوځی برخه کې به افغان ځواکونه اکمالوی، خو د افغانستان دښمنان ډېر دی،دا دښمنان تیار په سنګر کې ناست دی، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له  وتو وروسته ستونزې پراخې کړی، خو دا ترهګری ده، هغه ترهګری چې د افغانستان تر څنګ سیمه او نړۍ ګواښی، دا ګواښ باید له منځه یووړل شی، د دې لپاره امریکا او نړیواله ټولنه مسوولیت لری. د دې ترڅنګ باید له افغان ځواکونو سره همکاری پراخه وساتل شی، که ځواکونه وزی، نو د افغان ځواکونو تجهیزات باید پوره کړای شی، هوایی ځواک پیاوړی او افغان ځواکونه له هره اړخه پر ځان متکی کړای شی. ځکه د ترهګرۍ پرضد همدا افغان ځواکونه په لومړۍ کرښه کې دی او دا ځواکونه باید د ترهګرۍ د ګواښ تر پای ته رسېدا پورې اکمال او پیاوړی کړای شی!

ممکن است شما دوست داشته باشید