روزنامه هیواد

له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتل به په ګرانه تمام شی

د ناټو عمومی سرمنشی ىنس سټولټنبرګ وایی:  که ناټو له افغانستانه ووزی لګښت به ىې تر هغه ګران تمام شی چې په افغانستان کې اوس دى. ښاغلی سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنىو چارو د وزىرانو د غونډې د اجنډا په باب کې خبرىالانو ته ووىل چې دوى د افغانانو د امنىت او ساتنې په خاطر په افغانستان کې پاتې کېږی او نه غواړی چې دغه هېواد ىو ځل بىا د ترورېستانو په خوندی ځاى بدل شی. ده ووىل: (( موږ باىد له افغانستانه د وتلو بىه هلته له پاتې کېدو سره محاسبه کړو،موږ باىد ىو واقعبىنه تحلىل ولرو که افغانستان پرېږدو، طالبان راځی او دا ىو لوى خطر دى، د بېلګې په توګه موږ پوهېږو چې القاعده هلته ده، داعش هلته دى، او موږ پوهېږو چې داعش په خپلې مرکزې هستې سره په شام او نورې ترورېستی شبکې چې په اروپا کې لری کار کوی.)) د ناټو دغه چارواکی ووىل چې دوى په افغانستان کې په خپل حضور سره د ناټو په مالی لګښت،ستونزو او تلفاتو پوهېږی، خو وایی باىد ډاډ تر لاسه کړی چې دغه هېواد ىو ځل بىا د ترورېستانو په امن ځاى او پر نورو هېوادونو د هغوى د حملو د پلانولو په مرکز نه بدلېږی. ده همدارنګه زىاته کړه چې ناټو په منځنی ختىځ کې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او هغوى باىد پوه شی، چې دغه ډله په افغانستان کې نه پىاوړې کېږی. سټولټنبرګ همدارنګه زىاته کړه چې دوى د خپلو خلکو د امنىت په خاطر چې ډاډه شی ترورېستی ډلې لکه طالب او داعش په افغانستان کې ځاى نه لری په دغه هېواد کې پاتې کېږی. نوموړی زىاته کړه چې ناټو به د افغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکړی. سټولټنبرګ وایی: ناټو دافغان سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکوی ښاغلی سټولټنبرګ د افغانستان د جمهوری رىاست د انتخاباتو په اړه د خپرو شوىو راپورونو په اړه ووىل چې د افغانستان د جمهوری رىاست انتخابات مهم دی، خو زىاته یې کړه چې افغان حکومت باىد د انتخاباتو په اړه د امنىت او د انتخاباتو د اکمالاتی مساىلو په اړه د امنىتی سرتېرو چمتووالی‌ او د جمهوری رىاست د انتخاباتو د د قىقې نېټې په اړه تصمىم ونىسی. نوموړی همدارنګه زىاته کړه چې د افغانستان د پارلمانی انتخاباتو تجربه باىد له پامه ونه اېستل شی او د جمهوری رىاست د انتخاباتو پرمهال باىد هغه نىمګړتىا وې لرې شی. ده زىاته کړه: (( همدارنګه کله چې د افغانستان د جمهوری رىاست د انتخاباتو لپاره چمتووالى نىول کېږی هغه درس چې په پارلمانی انتخاباتو کې واخىستل شو، په نظر کې ونىول شی، ماته ىې افغانستان ته په وروستی سفر کې ډاډ راکړ چې انتخابات کېږی.)) د ناټو د بهرنىو چارو وزىرانو په غونډه کې د افغانستان د بهرنىو چارو وزارت سرپرست صلاح الدىن ربانی هم ګډون کوی، په دغې غونډه کې د افغانستان اړوندو بحثونو کې د سولې پر بهىر او د افغان ځواکونو پر پىاوړتىا خبرې کېږی. ټاکل شوې د افغان سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو وزرات ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد هم په دغې غونډه کې ګډون وکړی. دا په داسې حال کې ده چې زلمى خلىلزاد د افغان سولې په اړه افغانستان او سىمې ته په درېـىم سفر وتلى دى.

ممکن است شما دوست داشته باشید