روزنامه هیواد

له استانبوله کابل ته د افغان کډوالو راستنېدل زیات شوی

د ترکیې د استانبول ښار ګڼ شمېر افغانان د افغانستان قونسلګرۍ ته راغلی و، چې هېواد ته د بېرته ستنېدو پاڼې ترلاسه کړی. دغو افغان کډوالو له ډلې ډېرى یې په غیر قانونی او فردی توګه د ترکیې خاورې ته داخل شوی.۳۷ کلن سمیع‌الله چې آبی کمیس ‌یې پر تن دی، وطن ته د بېرته ستنېدو د پاڼې ترلاسه کولو لپاره شېبې شماری.دی چې د قونسلګرۍ په دروازه کې راروان و وایی، درې کاله مخکې هغه مهال چې له واده‌ یې یو کال تېر شوى و، د خپلو پورونو د خلاصولو لپاره ترکیې ته د کار لپاره راغلی.هغه چې په‌دې نږدې ورځو کې بېرته هېواد ته ستنېږی وایی، هغه پیسې یې چې په ترکیه کې ګټلې، نه‌شی کولای چې پرې د خپل واده پورونه خلاص کړی.

دی وایی:

(( له وزګارتیا نه دلته راغلم، په بغلان کې زموږ په ځای کې کار نه‌و، دلته راغلى وم، چې کار وکړم او کور ته پیسې ولېږم، دلته کار کوم، خو زیاتې پیسې لاس ته نه‌راځی، میاشتنی کار کوم او کله ،چې د ترکیې پیسې په ډالر بدلوم، ۲۰۰ ډالره هم نه‌کېږی.))احمد سلیم جواد، چې په خبره ‌یې ۳۰ کاله عمر لری ، سلیم جواد درې اولادونه لری او درې میاشتې مخکې د ناامنیو او اقتصادی ستونزو له کبله له افغانستانه تللی او ځان‌ یې په غیر قانونی توګه ترکیې ته رسولى.د آزادۍ راډیو خبریال له هغه نه افغانستان ته بېرته د ستنېدو دلیل وپوښتېد .نوموړی ویلی: (( دلته یوه پاڼه اخلو چې بېرته افغانستان ته لاړ شو، قاچاقبرانو موږ ته وویل ،چې په ترکیه کې کاروبار ښه دی، خو اوس چې ګورو دلته له ۲۰۰ ډالرو ډېرې پیسې نه‌شو پیدا کولای چې پرې خپله کورنۍ تمویل کړو.))له پاکستان او ایران وروسته ترکیه درېیم هغه هېواد دی چې زیات شمېر افغان کډوال په‌کې مېشت دی.د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ د معلوماتو له مخې، د دغو کډوالو له ډلې ډېری یې په غیر قانونی توګه دغه هېواد ته داخل شوی.د دوی په خبره، اوس‌مهال شااوخوا یو لک افغانان په غیر قانونی توګه په ترکیه کې مېشت دی ،چې برخلیک‌ یې نامعلوم دی.هغه افغانان چې اوس‌مهال په ترکیه کې په غیر قانونی توګه مېشت دی وایی، چې هر یو یې له زرو ډالرو ډېرې پیسې لګولې، چې په غیر قانونی لارو له ډېرو ستونزو ګاللو وروسته ترکیې ته ورسېږی.که څه هم د ترکیې د دولت او اروپایی اتحادیې د هوکړې له مخې، اروپایی هېوادونو ته د پناه غوښتونکو پر مخ د اروپا سرحدونه تړلی دی، خو یو شمېر افغانان د دې لپاره ترکیې ته راځی ،چې له دې لارې ځانونه اروپایی هېوادونو ته ورسوی.​د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان جنرال قونسل زکریا بارکزى وایی ،چې په دې وروستیو کې له ترکیې افغانستان ته د افغان کډوالو په شمېر کې زیاتوالى راغلی دی.

د ده په خبره، هره میاشت تر ۱۵۰۰ پورې افغانان هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره کونسلګرۍ ته مراجعه کوی.نوموړى وایی: په ترکیه کې په غیر قانونی توګه مېشت زیاتره افغانان تعلیم او کار ته لاسرسى نه‌لری چې له امله‌یې دوی اړ کېږی ،چې بېرته افغانستان ته ستانه شی.بارکزی وایی: د ترکیې او اروپایی اتحادیې د هوکړې له مخې پولیس اروپا ته د تلونکو پناه غوښتونکو مخه نیسی او په ځینو مواردو کې د پولیسو له‌خوا دغه پناه غوښتونکی نیول کېږی هم.

دی وایی:

((زیات شمېر هغه پناه غوښتونکی ، چې غواړی اروپایی هېوادونو ته لاړ شی د پولیسو له‌خوا نیول کېږی، له یو څه مودې تېرېدو وروسته چې دغه پناه غوښتونکی بې‌برخلیکه شی، نو بیا موږ ته راځی چې له پېژندلو وروسته‌ یې بېرته وطن ته ستانه کړو، قاچاقبران چې دوی ته څه وایی، هغه هر څه دلته بدل وی، نو اړ کېږی چې بېرته وطن ته ستانه شی، هره میاشت تر ۱۵۰۰ کسان قونسلګرۍ ته مراجعه کوی او وطن ته د بېرته ستنېدو پاڼې ترلاسه کوی.))په ترکیه کې د افغانانو تر څنګ د نورو هېوادونو په ځانګړی توګه د سوریې سلګونه زره اتباع هم مېشت دی.د ترکیې دولت د سوریې کډوالو ته موقتی اقامه ورکوی، خو په استانبول کې د افغانستان جنرال قونسل وایی، دوی هڅه کوی چې په دغه هېواد کې د افغانانو ستونزو ته هم رسېدنه وشی.

ممکن است شما دوست داشته باشید