روزنامه هیواد

لس زره جریبه غصب شوې مځکه د غاصبینو له منګولو ژغورل شوې

د کابل والی وایی، چې د امنیتی ځواکونو او عدلی او قضایی بنسټونو په همغږۍ سره یې د ۳۵ زره جریبه مځکې له غصب څخه مخنیوی کړی او ۱۰ زره جریبه غصب شوې مځکه یې د غاصبینو له منګولو را ګرځولې ده. د کابل والی، محمد یعقوب حیدری، چې پرون یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د کنفرانس پر مهال د کابل ولایت د وروستی یو کال لاسته راوړنې بیانولې، دې ته په ټینګار سره، چې د مسوولیتونو د ښه سرته رسولو په موخه د سیمه ییزو ادارو او عدلی او قضایی بنسټونو ترمنځ پوره همغږی شتون لری، زیاته کړه: د روان کال له پیل څخه تر دې مهاله ۳۷ طالبان، ۳۸ داعشیان او د حقانی شبکې ۲۰ غړی، چې په کابل ښار کې یې د ځانمرګو او بمی بریدونو هوډ درلود، نیول شوی.نوموړی دغه راز زیاته کړه، چې د کابل پولیسو په وروستیو درې ورځو کې ۵ کسه د تښتوونکو له منګولو ژغورلی او د یادې پېښې په تړاو یې ۸ تورن کسان هم نیولی .حیدری وویل: د کابل پولیسو په روان کال کې ۲۳۹۰ شکمن کسان هم نیولی او د کابل په ښار کې یې د ۶۰ امنیتی پېښو له رامنځته کېدو څخه مخنیوی کړی. د کابل والی د ۵۰ زرو عریضو او د مځکو د ۴ زرو دوسیو څېړنه هم د کابل د سیمه ییزې ادارې له لاسته راوړنو وګڼل او ویې ویل، چې د کابل ښاروالۍ سره په هغمږۍ کې یې د ۱۶۵۴ خپل سرو ودانیو له جوړولو څخه مخنیوی کړی.نوموړی وویل: موږ چمتو یو، چې د امنیتی ځواکونو او عدلی او قضایی بنسټونو سره په ګډه یو شان قانون پلی کړو، تر څو ولس احساس وکړی چې په ډاډمنه فضا کې ژوند کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید