روزنامه هیواد

لس افغانان پر بایسکلونو د لاجوردو له لارې ترکیې ته رسېدلی

لس افغانان پر بایسکلونو د لاجوردو له لارې ترکیې ته رسېدلی. دوی د افغانستان له هراته دا سفر پیل کړى و.دغو افغانانو د ترکمنستان، آذربایجان او ګُرجستان له لارې ۴۱۱۸ کیلومتره لار ووهله او د چهارشنبې په ورځ د ترکیې د استانبول اروپایی برخې ته ورسېدل.په استانبول کې د دې بایسکل ځغلونکو تر رسېدو وروسته په‌دغه ښار کې د افغانستان جنرال کونسل زکریا بارکزی ترکی رسنیو ته د خبرو پر مهال د لاجورد لارې پر اهمیت ټینګار وکړ.له افغانستانه اروپا ته د لاجوردو لار تر ټولو لنډه لار ده. د دې لارې تړون د افغانستان حکومت له درې کلونو خبرو وروسته تېر کال د ترکمنستان په پلازمېنه عشق‌آباد کې د سیمه‌ییزې اقتصادی همکارۍ د اوومې غونډې پر مهال لاسلیک کړ.

ممکن است شما دوست داشته باشید