روزنامه هیواد

لا هم د بشریت د خوندیتوب په لاره کې ستر خنډونه شته

د ملګرو ملتونو عمومی منشی انتونیوګوېترېش وایی : دغه سازمان په نړۍ کې ډېرې ستونزې حل کړې ،خو لا یې هم د کار په لاره کې ستر خنډونه شته.ګوېترېش د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۷۵ مې کلیزې په مناسبت د دغه سازمان غړو ته د خبرو پر مهال وویل، چې ملګرو ملتونو له نړیوالو جګړو وروسته په نړۍ کې د نظم او ثبات لپاره مهم کارونه کړی دی.د نوموړی په خبره لا هم د بشریت د خوندیتوب او هوساینې په برخه کې د ترسره کېدونکو فعالیتونو په لارکې خنډونه موجود دی.دی وایی: اټومی وسلې، د اقلیم بدلون، وباګانې، جګړې، اقتصادی مسایل او بېوزلی هغه مسایل دی، چې بشریت یې له ستونزو سره مخ کړی او ملګری ملتونه یې د خطرونو کمولو په لټه کې دی.د ملګرو ملتونو په دغه عمومی غونډه کې د ټولو غړو هېوادونو مشرانو یا استازو په انلاین او حضوری توګه برخه اخیستې وه.

ممکن است شما دوست داشته باشید