روزنامه هیواد

لا هـم د اوربنـد او سـولې هـیلې شـته

کله چې ماشوم وم او له ډېرې مودې وروسته به له لرې کلیو خپل خپلوان راکره راغلل، زړه به مې باغ باغ شو. له یوې خوا به د ورځې له عادی یو مخیز ژوند څخه راګرځېدم، له هغوی به مې نوې کیسې اورېدې، په غوټو کې راوړې مېوې دانې او بوسراغې به مې خوړلې، کومه نیمه تحفه باندې به نازول کېدم او له بلې خوا به مې د هغوی له راغلیو ماشومانو سره عجب سات تېر و. بیا به، نو ما ته د کلی د لوبو تکراری ملګری هومره خواږه نه  تمامېدل؛ ځکه هره ورځ مو یو بل لیدل، ښوونځی، غره، خوړ، اوبو، لامبو او د مچیو زومبولو ته به ګډ تللو راتللو. لوبې به مو هم تر ډېره هماغه کلیشه یی او تکراری وې؛ خو چې کله به مې د ماما زامن، د عمه یا خاله ګانو زامن راغلل ؛ بیا به نو له خوښۍ په جاموکې نه ځائیدم؛ ځکه له یوې خوا به د لوبو، منډو ترړو او بدغونیو سبک بدلېده او له بلې خوا به مو له ډېرې مودې وروسته یو بل سره لیدل، نو د دې ښه موکه به برابرېده چې یو بل ته ښې ډېرې کیسې وکړو، د یو بل له ښوونځیو خبر شو، یو بل ته د خپلو ښوونکو او ټولګیوالو له ژونده وغږېږو او تر څنګ یې په پوره ویاړ سره یو بل ته د خپلو ویاړونو، ټولګی کې د ګټلیو درجو او نومرو او د ښوونځی د ادارې له لوری د راکړل شویو ستاینلیکونو په هکله غورې وکړو. ښه مې یادېږی چې ورځ نیمه به د خوښۍ په نېشه کې داسې غرق وو ،چې نور به هر څه رانه هېر وو ،بس په یوه پښه به مو د کلی کوڅې، نږدې پټی، باغونه او اودونه راوکتل، ایله به د غرمې او شپې د ډوډۍ پر سر زموږ څرک ولګېد، بیا به هم معلومه شوه ، چې عید مو ګټلى او کور ته مو د یو نه یو چا غم راوړى دى، خو دا جنتی شېبې به په یوه منډه تېرې شوې، پنځه شپږ شپې به تر منځ ووتې خو موږ به هېڅ یو د بل په مینه، خوږوالی او زړه راښکون نه مړېدو، موږ به لا په لوبو او منډو ترړو بوخت وو چې زموږ د نویو ماشومو ملګرو مور – نیا به چادری پر سر کړه او خپل کلی ته به وخوځېده. واه خدایه! د هغو شېبو له درد او دوکه. هغه شېبه به نو نر نه و، چې خپلې سلګۍ او ژړاوې راتم کړی، مېلمنو او کوربنو ماشومانو دواړو به ژړل، یادېږی مې چې ډېر کله به مې ځېل وکړ، خپلې مورجانې ته به مې ویل: ادې! هغوی چې ځی نو ولې له اوله راتلل؟ خو بیا چې ځی ادې دې لاړه شی، دغه فلانى او فلانى خو دې زموږ کره پرېږدی چې زه سات ورسره تېر کړم. ادې به دلاسا کولم، خو ما به پښې په خاورو کې خرلې وې او یوازې د ژړا او سلګیو په غېږ کې آرامېدای شوای، په هغو شېبو کې به مو د زړه درد لیدلى وی، سخت برېښ لری، مېلمانه به لاړل او تر څو ساعته زړه خوړینوالی وروسته به بېرته عادی ژوند، لوبې، ښوونځى او د څارویو څرول وو، تا به ویل چې ګواکی میاشت نیمه کې هېڅوک راپېښ شوی هم نه دی.

دا خاطرې مې تر دې رایادې شوې چې په تېر کوچنی اختر کې موږ ټول افغانان له خوښۍ، هماغسې د ماشومانو غوندې په جامو کې نه ځایېدو. په تېر اختر کې ډز نه و، ویر، وژنه، وېره، ویشتنه، نیول، ځورول، بمبار او انفجار نه وو؛ سلګۍ، ساندې، اوښکې او وینې نه وې، هېڅ کومه مور بوره نه شوه او هېڅ یوه خور وراره. د غم او درد دا ویرجن توری داسې له ژبو کډه شوی وو تا به ویل چې په ګوتو دې راټول کړی او د مرګ کومې ته دې غورځولی دی. اوربند اعلام شو، موږ له ښاره هماغسې په یوه منډه تر کلی ولاړو لکه په ماشومتوب کې به چې له مودو وروسته د خاله، ماما او عمه کره تللو، کلی ښار ته راوکوچېدو او بډاى نادار ته. غېږې پرانیستل شوې، د خوښۍ اوښکو پر مخ لارې وکړې، د کلونو مسافر تر کلی راغلل او د لسیزو مړې رشتې بیا وپالل شوې. ژوند په ګډا شو، په سینو کې مړې ولولې راوخوځېدې، د غره شور د ښار په واټونو کې احساسېده او د ښارونو مړژواندو رڼاګانو د کلی د رڼې سپوږمۍ پر سپین مړوند خوب کاوه. ډېرو هغو کسانو یو له بل سره ولیدل چې د یو بل څېرې یې هېرې وې، ډېر هغه یو د بل په دسترخوان راټول شول چې لسیزې یې یو د بل په وره پل نه و اېښى، ډېرې هغه شېبې یو د بل تر څنګ تېرې شوې چې تر دې وړاندې یو بل ته لاس په ماشه او ټوپک په اوږه تېرېدې. شور شو، چغې شوې، فضا د خوښۍ نریو سلګیو په سر اخیستې وه او د غزېدلو سړکونو پر مخ د موټرو او موټرسایکلونو ګړندى بهیر رامات و، اوږدې سپینې جامې او پګړۍ د آسمانی سپینو ستورو په څېر ځلېدې، دغو پګړیو د مرګونو سپین کفن ته د ژوند پېغور ورکاوه او د مرګ تورو دېوانو له شرمه سترګې ټیټې نیولې وې. هېڅ رسنۍ د وژنې او چاودنې راپور نه ورکاوه، قتل نه و شوى، د بمبار وژونکې الوتکې د کلیو له سره راکوزې او د خپلو خونړیو پنډغالیو په پنجرو کې بندې وې، پرونی قاتل د مقتول په فاتحه ناست و ، د بندیانو پښو کې زولنې ماتې وې او د آزادۍ له زړه وړونکو وږمو یې څکه کړې وه. د پوځی، ملکی او طالب له توپیر پرته ټول مسلمانان د یو امام شا ته د لمانځه لپاره لیکه شول او د سپېرو سریو یتیمانو د عیدۍ، خوښۍ او اختر مبارکۍ چغو کوڅې په سر اخیستې وې. شاعرانو قلم ته لاس کړ، د غزلو او ټپو ښاپېرۍ یې زموږ پر هېواد له دغه راغلی له باوره لرې وضعیت څخه خبرې کړې او د عواطفو نازکې نندارې ته یې لاس تر زنې کېنولې، کوم چا ولیکل:

اخ که مې قبوله دا دعا تر  ذوالجلاله شی درې ورځې اختر خو دې پوره درې سوه کاله شی دا هر څه تېر شول، د خوب غوندې تېر شول، د هغو شېبه ییزو رڼاوو په څېر تېر شول ، چې کله ناکله به د شپې له مخې له ستورو د ډک آسمان په یوه څنډه کې د تورې په څېر وځلېدې او شېبه وروسته به یې څرک هم نه لګېده. دا هر څه تېر شول خو د هغو وړوکو او چټکو طوفانونو په څېر تېر شول لکه په ماشومتوب کې به یې چې په رېګونو کې زموږ جوړې کوټنۍ ورانولې. د اوربند شېبې تېرې شوې خو په کلی او ښار، په کوردننه او بهر، سمه او غره کې یې خلکو په یاد دومره وژړل، لکه موږ به چې په ماشومتوب کې په خپلو همزولو مېلمنو پسې ژړل. یو ځل بیا وسلې اوږو ته شوې، د مرګ تور ښامار ژوند زندۍ کړ او زموږ پر هېواد یې یو ځل بیا خپله توره، بدغونې، کرکجنه او په وینو لړلې سینه واچوله. ماشې کش شوې، ځوانان ورغښتل، د زړونو راټوکېدلې نرۍ هیلې مړې شوې، د دښمن کور او بېسونو کې چکچکې شوې، شور او آتڼ شو، خو زموږ د ښار او کلی میندو، د عسکر او طالب خویندو د ساندو نوى فصل پرانیست او هدیرې له څو شپو نسبی آرامۍ وروسته یو ځل بیا د تور سرو د شلېدلو پړونیو او څیرې ګرېوانونو شاهدې وې.دا هر څه وشول، کال نوى شو، اختر بیا راغى، زموږ اوبو وړی ولس د اوبو پر سر سپین ځګ ته لاس کړ، د خوست بازار کې فیروز ګل کاکا د خپل موچیتوب تور صندوق ته غټ کلپ واچاوه، د ربړی څپلیو بندونه یې د چاودو پوندو له سره کش کړل، روژه یې په خوله وه او ستونى یې وچ کلک. د سلګونو خلکو پر هغه حرکت ورګډ شو، چې واټونو ته راوتلی وو او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د اختریز اوربند غوښتنه کوله. د فاریاب په میمنه کې وړوکې ګلثوم خپلې اختریزې جامې له اختره درې ورځې وړاندې واغوستې او د تنکیو ماشومانو، سپین ږیرو، ځوانانو او پېغلو تر څنګ یې په پټه خوله خو اوښلنو سترګو د کاغذ له پېټۍ جوړه وړوکې لوحه لېږدوله، پر لوحه په تور خط لیکل شوی وو: (( ما صلح میخواهیم»؛ ګلثوم نه پوهېده چې د سولې مانا څه ده خو د میمنې ښاریانو د سولې غوښتنې په حرکت کې د نورو لسګونو ماشومانو تر څنګ ګلثوم د تبرک لپاره راویستلې وه، هماغسې لکه د مدینې د جانان اصحابو کرامو به چې د استسقاء (باران غوښتنې) د لمانځه پر وخت ماشومان د تبرک لپاره له ځان سره دښتې ته وېستل چې که خدای پاک د دوی په روى د باران څاڅکی واوروی او د مځکې پر مخ انسانان، ژوی او نباتات د قحطۍ او وچکالۍ له ناورین څخه خوندی وساتی. د ګلثوم تصویر په خواله رسنیو کې ډېر لاس په لاس شو، هغه په اختریزو جامو کې، د سولې د جنتی داعیې په پار راوتلې وه او په نازکو ګوتو یې د خپل طالب کاکا او عسکر کاکا لمن نیوله چې ډزې بندې کړی، اختر ولمانځی او سوله وکړی.

د سولې او اوربند غوښتنې غږ د خوست په بازارونو او د میمنې د شګلنو دښتو د وګړو په ستونی کې خپ نه شو؛ په یوه ورځ کې د هندوکش او بابا پر غره راواوښت، د ستړی هلمند او ارغنداب تر غاړو راغى. د هلمند د سولې غوښتنې د ولسی حرکت تر ټولو کشر غړی حکمت الله د سولې شنه جنډه په غاړه کړه، هغه جنډه چې ښایی حکمت الله جان ته به ترې د هاوان په مرمۍ د شهیدې شوې خپلې مور د شنو جامو بوی ورتللو. د لس کلن حکمت الله پر وړوکو تلو د څو میاشتو وړاندې سفر د نازکو تڼاکو خاپونه لانه وو رغېدلی چې د اختریز اوربند او سولې غوښتنې د سوال په موخه یې د اووه ویشتم روژه ماتی پر وخت، له خپلو مبارزو ملګرو سره یو ځای، د موسى کلا پر لور، چېرته چې د طالبانو ستر سیمه ییز مرکز واقع دى؛ مخه وکړه. کله چې د دغه کاروان د حرکت شېبې وې د تلوېزیون کامره د حکمت الله سترګو ته برابره شوه، ښه مې ولیدل ، چې په سترګو کې یې د سولې هیلې له رڼو اوښکو سره یو ځای ځلېدې، خو له خبریال سره د خبرو پر وخت یې له الفاظو د ژوند مینه اورېده. د هغه له هیله بښونکو خبرو، هوډمن انداز او په غاړه کې پرتې شنې پټې څخه له ورایه ښکارېدل ،چې غوښتل یې د لښکرګاه له ښاره ووزی، د جګړې یو اړخ ته د سوال شلېدلې لمن وغوړوی، د خپلو همزولو میندې د مرګ د بلا له تېرو او بې رحمه منګولو څخه وژغوری. هغه نه غوښتل نور همزولی یې د جګړې په اور کې وسوزی او د ده په څېر یې مورجانه د هاوان یا بم په ټوټو ټوټې، ټوټې شی او یا د چاودنې او بمبار په پایله کې د خاورو خوراک شی لاهم د اوربند او سولې هیلې شته؛ ځکه هغه خداى چې د مکې د سپېرې دښتې په ارته غېږه کې یې د اسماعیل ماشومې کړیکې او د هاجرې د مجبورۍ منډې بې اسرې پرې نه ښودې؛ هغه خداى زما د فاریابۍ ګلثومې هیله منې سترګې او د هلمندی یتیم حکمت الله ماشومې تڼاکې هم بې اسرې نه پرېږدی.لاهم د اوربند او سولې هیلې شته؛ ځکه د ښکېلو اړخونو تر منځ ستر ولس پروت دى، دا ولس به په شور راځی، هنګامه به کوی، د خپلې تدریجی وژنې پر ځاى به یوه ورځ د جمعی قربانۍ پر مټ د جګړې د خپسې پر ستوڼی پښه ږدی او د سولې د ټپی کوترو زړونه به ټکوروی.لاهم د اوربند او سولې هیلې شته؛ ځکه زه شته یم، ته شته یې، خوستى فیروزګل کاکا شته، فاریابۍ ګلثوم او هلمندى حکمت الله شته چې د کرکې، وژنې او عداوت اور د خپل قلم، اوښلنو سترګو، تڼاکو پښو او چغو په اوبو ګول کړو.لاهم د اوربند او سولې هیلې شته…

شمس الحق حیران

ممکن است شما دوست داشته باشید