روزنامه هیواد

لانس کلوزنر د افغان کرېکټ ملی لوبډلې روزونکى وګومارل شو

د افغان کرېکټ بورډ چارواکی وایی: د سوېلی افریقا پخوانی الراونډر کرېکټ لوبغاړی لانس کلوزنر د افغانستان کرېکټ دملی لوبډلې د مشر روزونکی په توګه ګومارل شوی دیکرېکټ بورډ په اعلامیه کې ویلی: د فیلېپ سیمنز د قرارداد له پای ته رسېدو وروسته یې د نوی روزونکی لټون پیل کړ او د لسګونو غوښتنلیکونو له ترلاسه کولو او مرکو وروسته یې د ښاغلی کلوزنر انتخاب وکړ.له افغان کرېکټ بورډ سره د فیلېپ سیمنز قرارداد په جولای کې پای ته ورسېد.د وېسټ انډیز پخوانی الرونډر کرېکټ لوبغاړی فېل سایمنز له ۲۰۱۷ م کال راهیسې د افغانستان د ملی لوبډلې روزونه کوله.د افغانستان د کرېکټ بورډ د هغه مهال مشر عزیزالله فضلی له بی بی سره خبرو کې ویلی و، کرېکټ بورډ غواړی داسې یو کس د ملی لوبډلې د روزونکی په توګه وګوماری ،چې د دوی پر شرایطو برابر وی او تر ټولو مهم شرط دا دی چې نوی روزونکی په افغانستان کې کار کولو ته چمتو وی.د افغانستان دکرېکټ بورډ اجرائیه مشر لطف الله ستانکزی د نوی مشر روزونکی په اړه وایی:(( دا چې ملی لوبډله په راتلونکی کال کې د آسیا جام او د شل اوریزو لوبو په نړیوال جام کې ګډون کوی، زه په دې باوری یم چې لانس کلوزنر به د ملی لوبډلې لپاره ډېر اغېزناک واوسی.))ښاغلی کلوزنر وایی: هیله من دی، افغان لوبډله به د پیاوړتیا او پرمختګ پر لوری بوځی ،چې په غوره کټګورۍ کې به ځای ومومی.له دې مخکې ۴۸ کلن کلوزنر د هند غوره لیګ یا ای پی ایل سیالیو کې د ممبۍ لوبډلې د توپ اچونې د روزونکی دنده درلوده او د سوېلی افریقا د کرېکټ ملی اکاډیمۍ د روزونکی په توګه یې هم مسووولیت درلود.نوموړی د خپل هېواد د کورنی کرېکټ د ډالفېن فرنچایزی د مشر روزونکی، د زمبابوې د توپوهنې روزونکی او دغه راز په دې وروستیو کې د سوېلی افریقا د نړیوالې شل اوریزې لوبډلې د توپوهنې د روزونکی په توګه دندې ترسره کړې دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید