روزنامه هیواد

قطر د فلسطین په ننګه اسرائیلو سره د اړیکو له عادی کولو انکار وکړ

د قطر د بهرنیو چارو وزیر په مرکه کې ویلی ، د فلسطین پر وړاندې د اسرائیلو د وروستی چلند له امله له دغه هېواد سره د اړیکو جوړولو پلان نه لری.د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلی، چې پر فلسطینیانو د اسرائیلی ځواکونو وروستی زور زیاتی وښوده، چې دوی د سولې نیت نه لری او نه هم د سولې لپاره په دې برخه کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی.د ده په خبره دوی به د نورو عربی هېوادونو په څېر د کره تضمین له موجودیت پرته له اسرائیلو سره هېڅ وخت اړیکې ښې نه کړی.سرچینې زیاته کړې ،چې د دوی لپاره د  فلسطینیانو د حقوقو خوندی کول لومړیتوب دی.د قطر د بهرنیو چارو وزیر هغه هیله څرګنده کړې، چې په منځنی ختیځ کې ژر تر ژره دایمی سوله او ثبات راشی او روانې جګړې پای ته ورسېږی.دا څرګندونې داسې مهال کېږی، چې وړمه ورځ د ملګرو ملتونو د بشری حقونو عالی کمیسارۍ وویل: پر غزې د اسرائیلو بریدونه ښایی جنګی جنایت وبلل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید