روزنامه هیواد

قطر ته له تللی افغان پلاوی څخه د مدنی ټولنو او رسنىو غوښتنې

په داسې حال کې چې وړمه ورځ ۵۳ کسىز پلاوى د قطر پلازمىنې دوحه کې له طالبانو سره د خبرو په موخه جرګه دى ، مدنی ټولنو او رسنىو ترې غوښتنه کړې چې دا ځل په افغانستان کې د سولې لپاره ټول معلومات له رسنىو او خلکو سره شرىک کړی.ىو شمېر افغان رسنىو په افغانستان کې د سولې لپاره له مرسته کوونکو هېوادونو او قطر ته له تللی پلاوی څخه غوښتنه کړې چې دا ځل دې د دې سولې لپاره د خبرو په اړه ټول جزىات له ملت سره شرىک کړل شی او عاجل اوربند دې اعلام کړی.د رسنىو او مدنی ټولنو ګډې ډلې په افغانستان کې د سولې را وستلو د مسوولىت له مخې ىو لړ وړاندىزونه وکړل چې مهم ىې د بېړنی اوربند اعلام، د ملی ګټو په پام کې نىول، د سولې لپاره باور جوړونه، د عدالت په پام کې نىول، پر ټاکنو هوکړه او د ډیموکراټیک نظام رامنځته کېدل دی.دوى د کنفرانس په سر کې ىوه اعلامىه خپره کړه چې په هغه کې ټولې غوښتنې او سپارښتنې وړاندې شوې وې.ىوسف رشید د ګډې اعلامىې له مخې ووىل: ((د افغانانو تر ټولو لوىه غوښتنه دا ده چې وىنه بهېدنه بنده شی، او دوه اړخىزه اوربند اعلام شی. دا آرمان هغه مهال عملی کېږی چې د سولې خبرې ریښتىنې بڼه غوره کړی. پر همدې اساس د مدنی ټولنو 

او رسنىو ګډه ډله له دې ځاىه اعلاموی چې د سولې د ساتلو لپاره تر هرڅه لومړى په کار ده چې دىنی، تارىخی، فرهنګی او بشری ارزښتونه خوندی وساتل شی، او عدالت غوښتنه ورته وشی.))دوى وایی تر اوسه چې د طالبانو، امرىکا او نورو لورو تر منځ غونډې شوې، جزئىات ىې له خلکو سره نه دی شرىک شوی او چې اوسنى تللى پلاوى باىد ټول جزئىات له ملت سره شرىک کړی.په کنفرانس کې له تللی پلاوی غوښتنه شوې چې ډېر باىد پر دې کار وکړی چې د سولې لپاره د باور فضا رامنځته کړی.ىوسف رشىد وایی اوربند تر هرڅه مهم دى او وروسته دې خبرې پر مخ ىوړل شی: (( د مذاکراتو ټول اړخونه باىد اوربند او د جګړې پاى ته رسول د خپلو خبرو لومړىتوب وبولی، چې نور د افغانستان خلک د جګړې قربانی نشی.))د مدنی ټولنو او رسنىو په ګډ کنفرانس کې بىا هم پر دې ټنىګار وشو چې دوحې ته تللى پلاوى باىد تر ګوندی او کټګورىزو ګټو ملی اړتىاوو او غوښتنو ته لومړىتوب ورکړی.د کنفرانس ىو تن ګډون وال دانش کړوخېل په دې اړه ووىل: (( تر ډېره حده موږ له تللی پلاوی څخه مطمىن ىوو، خو خداى دې وکړی چې دوى د افغانستان د خلکو ګټې په پام کې ونىسی.))په تللی پلاوی کې شاوخوا له لسو ګټه ګورىو څخه خلک شامل دی.طالبانو وىلی چې له امرىکا سره ىې خبرې تر ۹۰ سلنې پاى ته رسېدلې او تر پاته خبرو وروسته به له افغان لوری سره خبرې کوی خو له افغانستانه باىد د حکومت، او د ټاکنىزو ټىکېټونو مشران او مرستىالان نه وی.خلىل الرحمن امىد، کابل، دی ډبلیوو ډی ای.

ممکن است شما دوست داشته باشید