روزنامه هیواد

قدرت ته د طالبانو یوځل بیا رسېدل ناممکن دی

د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ د طالبانو بیا قدرت ته رسېدل یوه ناممکنه فرضیه بللې ده. افغان حکومت وایی: د افغانستان اوسنى نظام دومره قوی دى چې وسله وال طالبان یې د خپلو ګواښونو په ترڅ کې له منځه نشی وړلى. د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقی د شنبې په ورځ له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلی هېواد اوس تغیـیر کړى او طالبانی نظام د خلکو لپاره د منلو وړ نه دى. هغه زیاته کړه: (( هغه ګواښونه چې د طالبانو له لوری موږ ته متوجې دی موږ یې درک کوو، د دې لپاره چې طالبان اوس هم زموږ پر خلکو، عامو ځایونو او ښارونو بریدونه کوی، نو دغه ډله بیا نشی راتلاى او قدرت تر لاسه کولاى نشی دا یو ناممکنه فرضیه ده.)) دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپنه ماڼۍ کې وویل، که امریکایی ځواکونه له افغانستانه ووځی احتمال شته چې طالبان بیا قدرت ترلاسه کړی. ښاغلی ټرمپ ویلی، امریکا شل کاله په افغانستان کې وه، نه غواړی چې شل کاله نوره هم په افغانستان کې پاتې شی. له بلې خوا ۳ امریکایی چارواکو د نوم نه اخیستو په شرط له ان بی سی نیوز سره د خپلو خبرو پرمهال ویلی هغه استخباراتی معلومات چې ترلاسه شوی د دې ښکارندویی کوی چې طالبان د لاسلیک شوې هوکړې پلی کولو ته ژمن نه دی. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایی:که طالبان د لاسلیک شوې هوکړې مطابق اورکم، اوربند او بین الافغانی خبرو ته ژمن پاتې نشی د سولې ټینګښت ناممکن دى. په همدې حال کې د امریکا او روسیې حکومتونو په یوې ګډې اعلامیې کې ټینګار کړى چې د اسلامی امارات بیا راتګ ورته د منلو وړ نه دى او نړیواله ټولنه او ملګرو ملتونه به یې په رسمیت ونه پېژنی، امریکا د تېرې اوونۍ د شنبې په ورځ له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک کړه چې له مخې به یې پهراتلونکو ۱۴ میاشتو کې امریکایان له افغانستانه ووځی.

ممکن است شما دوست داشته باشید