روزنامه هیواد

فوټبال: د هریرود توپان لوبډلې پایلوبه وګټله

د افغانستان فوټبال غوره لىګ اووم پړاو پاىلوبه د توپان هرىرود لوبډلې وګټله. په پاىلوبه کې د مرکز زون لوبډلې شاهىن آسمایی او د لوېدىځ زون لوبډلې توفان هرىرود سره مخامخ شوې، چې د لوبې ىوازىنى ګول د توپان هرىرود لوبډلې وکړد لوبې په لومړۍ نىمایی کې دواړو لوبډلو ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل او ىوه لوبډله هم ونه توانېده چې سىالې لوبډلې ته ماتې ورکړی.د لوبې په دوىمه نىمایی او ۷۵ مه دقىقه کې توپان هرىرود پىنالټی ترلاسه کړه او د ګول وهلو چانس ىې هم نوی سلنه وو، خو دغې لوبډلې له ترلاسه شوی چانسه ښه ګټه وانخىسته، توپ د ګول پر دروازه ولګېد او ګول نه شو.د لوبې په دوىمه نىمایی کې هم هېڅ لوبډله ونه توانېده چې کوم ګول وکړی او لوبه اضافی وخت ته وغځېده. په سلمه دقىقه کې د توپان هرىرود لوبډله وتوانېده، چې د شاهىن اسمایی ګول پرانىزی.په لوبه کې تېروتنې ىا فولونه هم کم نه وو، د لوبې تر ۸۸ دقىقې اوو لوبغاړو ته ژېړ کارتونه ورکړل شول او د توپان هرىرود ىوه لوبغاړی ىو سور کارت ترلاسه کړ او له لوبغالی واىستل شو.د شاهىن آسمایی لوبډلې تر اوسه څلور ځله د دغو سىالىو اتلولی خپله کړې ده، خو دا دوىم ځل دى چې توپان هرىرود دغه پړاو ته لار ومومی.د لوبې لىدلو ته زرګونه کسان ورغلی وو، چې د مىنه والو مېرمنو ونډه هم په کې له وراىه څرګنده وه.د افغان چارواکو له ډلې د افغان حکومت اجرائىه رىىس ډاکټر عبدالله عبدالله هم لوبغالی ته ورغلى و.د کرېکټ ملی لوبډلې ىو شمېر لوبغاړی هم د نندارچىانو له مخې تېر شول، چې د مىنه والو له تاوده هرکلی سره مخ شول.په نىمه پاىلوبه کې شاهىن آسمایی لوبډلې د مىوند اتلان او توپان بىا د اباسىن څپې لوبډله ماته کړه او پاىلوبې ته ووتل.له ټول افغانستان څخه اته لوبډلو په دغو سىالىو کې ګډون کړى وو.          خوشحال تاىب

ممکن است شما دوست داشته باشید