روزنامه هیواد

فرانسې له ایرانه غوښتی چې اټومی تړون ته ور وګرځی

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون له خپل ایرانی سیاله غوښتی، چې د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۰۱۵ میلادی کال اټومی تړون ته ور وګرځی.دواړو ولسمشرانو وړمه ورځ تلېفونی خبرې کړی او له ایرانه غوښتل شوی ،چې له ځنډ پرته په ویانا کې درول شوې خبرې بېرته پیل او اټومی فعالیتونه ودروی.د ایران نوی سخت دریځه ولسمشر ابراهیم رییسی بیا وېیلی: تر هرڅه لومړی باید د ایران د حقونو ضمانت وشی.د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ پر وېبپاڼه لیکلی: یو ساعته خبرو کې د دوی ولسمشر پر دې ټینګار وکړ ،چې تړون ته د ور ګرځېدو په صورت کې باید د ایرانیانو ټولې ګټې باوری شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید