روزنامه هیواد

غږ دې څومره خوږ دی

د چهارشنبې ورځ وه، سهار لس بجې له کوره راووتلم، د ښار او کوڅو فضا بدله وه هرې خوا زرغون بیرغ ځلېده، ښار ته یې نوی رنګ ورکړی و، هوا بل ډول وه، هره خوا ډهلونه او آتڼونه و له هر لوری د خپلواکۍ آوازونه راتلل، په هر موټر کې د خپلواکۍ سندرې غږېدې او په هر ځای کې خلک راغونډ وو، ماشومانو خپل ګودی پرانونه هواته پورته کړی وو پر هوا کې یې نوې منظره جوړه کړې وه. خلک ډېر خوشاله وو، دوی هرڅه هېر کړی وو او خپله خوشالی یې نمانځله، د هر ماشوم، ځوان او سپین ږیری په خوله موسکا خوره وه، هرڅه ته به دې چې کتل یو نوی احساس یې درلود، هرڅه بل ډول وو، زه هم څو شیبې دې نندارې ته تم شوم، فکر یې له ما جلا کړ، همداسې په فکر کولو کې ډوب وم، کله چې راپورته شوم ساعت ته مې وکتل، درې ساعته تېر شوی وو. ما داسې فکر کاوه کېدای شی پنځه دقیقې لا هم نه ووی تېرې شوې، خو درې ساعته تېر شوی وو. په ریښتیا سره په خپلواکۍ کې ژوند څومره خوند لری. خو موږ هله پرې پوهېږو چې د نورو تر لاس لاندې ژوند وکړو. ای د خپلواکۍ غږ  څومره خوږ دی.

سمیـــــنا د کابل پوهنتون د ژبواو ادبیاتو پوهنځی د پښتوڅانګې د درېیم کال محصله

ممکن است شما دوست داشته باشید