روزنامه هیواد

غنی: پاکستان ملا برادر د سولې لپاره نه دى خوشى کړى، ترهګری دې بنده کړی

  ولسمشر محمد اشرف غنی د مونیخ نړیوال امنیتی کنفرانس ته په وینا کې ویلی: د پاکستان لخوا د ملا عبدالغنی برادر خوشی کول دا معنى نه لری چې ګواکی اسلام اباد دافغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوی.ولسمشر غنی وویل چې پاکستان باید پر دوو مهمو مسئلو خبرې ورسره وکړی او هغه دا چې د ترهګرو ملاتړ به دروی او د سیمه ییز امنیت لپاره به ګډه هوکړه ورسره کوی.ولسمشر غنی وویل: (( پرېکړه لا هم پاکستان ته پاتې ده، د ملاعبدالغنی برادر خوشی کول د سولې د بهیر د ملاتړ معنى نه لری، هغه یو فرد دى، موږ صادقانه بحث غواړو چې دوه اړخه لری، یو د طالبانو د پناه ځایونو بندول او دوهم د سیمه ییز امنیت لپاره ګډ تفاهم.))ولسمشر غنی همدا راز ټینګار وکړ، یوازې دا هم کافی نه ده چې طالبان ځان په رسمیاتو کې له القاعده جلا کړی، بلکې ډېره مهمه ده چې دا ډله له ټولو تروریستی شبکو چې د افغانستان هر ګاونډی او نړیوال قدرت ته ګواښ پېښوی لرې شی.ولسمشر غنی وړمه ورځ د امریکا د سنا مجلس له غړیو سره د لیدنې پر مهال هم یاده کړه چې افغان دولت تر اوسه هم له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له خوا د پام وړ او عملی اقدام نه دى لیدلى  او په پاکستان کې د طالبانو پټنځایونه لا هم یوه ستونزه ده چې باید ورته پاملرنه وشی.ولسمشر غنی دغه راز ویلی چې ترهګرې ډلې افغانستان، سیمې، نړۍ او امریکا ته ګواښ دی، نو د ټولو ګډ مسوولیت دى چې پر وړاندې یې مبارزه وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید