روزنامه هیواد

غنی: د ټاکنو د لومړنیو پایلو د ځنډولو د پرېکړې درناوى کوو

ولسمشر غنی د ټاکنو د خپلواک کمېسىون لخوا د ټاکنو د ابتدایی پاىلود  ځنډولو د پرېکړې په اړه وىلی چې د شفافىت د رعاىتولو په خاطر د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون پرېکړې ته درناوى کوی. وړمه شپه د ټاکنو کمېسىون رییسې حوا علم نورستانۍ اعلام وکړ چې د پاىلو د لا روڼتىا په خاطر د ټاکنو د پاىلو اعلام ځنډول شوى دى.که څه هم هغې ونه وىل چې د انتخاباتو لومړنۍ پاىلې به دقىقاً کله اعلام کړی، خو په کمېسیون کې ىوې سرچىنې تاند ته ووىل چې راتلونکې اوونۍ به ابتدایی پاىلې اعلام شی. ولسمشر غنی په ىوه ټوېټ کې د دې پرېکړې په اړه وىلی: «افغانان د ټاکنو د پاىلو اعلام ته لېواله دی، خو موږ د پاىلو روڼتىا، په ټاکنو کې د عدالت رعاىت او د خلکو د راىو په اړه د حساب ورکولو هرکلى او درناوى کوو.»اجرائىه رىاست لا د پاىلو د ځنډېدو په اعلام څه نه دی وىلی، خو تر دې وړاندې په کابل کې د امرىکا سفارت وىلی وو، تر ژر اعلام ، به دا غوره وی چې رڼې او په دقىق ډول ناوخته پاىلې اعلام شی.ټاکل شوې وه چې د ولسمشرىزو ټاکنو ابتدایی پاىلې د روانې تلې په ۲۷مه اعلام شی، خو وړمه ورځ کمېسىون په دې اړه له ملته بخښنه وغوښته. د ټاکنو خپلواک کمېسىون مشرې حوا علم نورستانۍ وړمه ورځ شنبه اعلام کړه چې کمېسىون د تخنىکۍ ستونزو له کبله ونه توانېد چې د ولسمشرىزو ټاکنو پاىلې پر وخت اعلام کړی.نوموړې زىاته کړه، د ىو شمېر کاندیدانو څارونکی هم په غىر قانونی ډول د ټاکنىزې پروسې د ځنډېدو لامل کېږی. نوموړې ووىل، د ټاکنو د پاىلو د روڼتىا په خاطر ىې د تخنىکی ستونزو د حل لپاره په خپل وخت د ټاکنو د پاىلو اعلام ځنډولى دى: (( دا چې پر وخت مو پاىلې اعلام نه کړې له ولسه بخښنه غواړم.))

ممکن است شما دوست داشته باشید