روزنامه هیواد

غنی: د طالبانو وروستۍ جګړه بشری جناىت دى

ولسمشر محمد اشرف غنی د کابل د بهرنىانو پر مېلمستون ګرىن وىلىج کمپ د طالبانو برىد ته په غبرګون کې وىلی چې زموږ پر ضد د طالبانو جګړه بشری جناىت دى.ښاغلى غنی دا څرګندونې وروسته له هغه کوی، چې وړمه شپه د کابل ښار د نهمې امنىتی حوزې اړوند قابل باى سىمه کې د بهرنىانو پر ىو کمپ د طالبانو موټر بم او ډله ىىز برىد له ۱۳۵ زىاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله .ارګ د دغه برىد په تړاو په ىوه خبر پاڼه کې واىی چې طالبان د پردىو په لارښوونه افغانان په نښه کوی.په دغې اعلامىه کې د غنی له قوله وىل شوی: زموږ د خلکو او هېواد پر ضد د طالبانو جګړه بشری جناىت دى: (( طالبان او رهبری ىې له افغانستانه بهر د پردىو کړىو په واک کې دى د هغوى په لارښوونه زموږ هېواد ورانوی او زموږ خلکو ته زىان رسوی.))ولسمشر ىاد برىد غندلى او زىاتوی، چې طالبانو د افغان پوځ په وړاندې د جګړې توان له لاسه ورکړى او اوس غواړی ىوازې ملکىان په نښه کړی.دغه برىد چې مسوولىت ىې طالبانو په غاړه اخىستى د افغانستان د کورنىو چارو وزارت په وىنا ۱۶ تنه په کې وژل شوی او ۱۱۹ نور ټپیان شوی چې ملکی وګړی او د دغه کمپ کار کوونکی په کې شامل دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید