روزنامه هیواد

غزنی ته نور تازه دمی ځواکونه استول شوی دی

د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس محمداشرف غنی وړمه شپه د اعلى سرقومندانۍ په بېړنۍ غونډه کې د غزنی ولایت د امنیتی وضعیت په اړه خبرې کړې او دغه ولایت ته یې د زیاتو ملاتړو ځواکونو د لېږلو پرېکړه کړې.ولسمشر غنی په خپل ټوېټر‌پاڼه کې لیکلی، چې په دغې غونډه کې یې د غزنی له والی، د تندر قول اردو له قومندان، د غزنی له امنیه قومندان او د ملی امنیت له رییس سره د غزنی ښار د امنیتی وضعیت په اړه تفصیلی خبرې کړې او د دغه ولایت او د غزنی ښار د نظامی او بشری وضعیت په هکله یې د دوى صادقانه او تفصیلی معلومات اورېدلی دی.ښاغلی غنی ویلی: (( د دښمن د یرغل پر وړاندې مې د امنیتی او دفاعی ځواکونو سرښندنې وستایلې او د دغه معلوماتو په رڼا کې مې غزنی ولایت ته د لازیاتو حمایوی ځواکونو د لېږلو پرېکړه وکړه. ))د تېرې جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو د غزنی پر ښار له څوو اړخونو ډله‌ییز بریدونه وکړل او د ښار ځینې سیمې یې ونیولې.د افغانستان ولسمشر د غزنی ولایت له چارواکو سره په داسې حال کې خبرې کړې او هلته یې د تازه دمو ځواکونو د لېږلو پرېکړه کړې.د افغانستان د دفاع وزیر طارق شاه بهرامی وایی چې د غزنی په څلور ورځنۍ جګړه کې شاوخوا ۱۰۰ افغان امنیتی ځواکونه شهیدان شوی دی. ښاغلی بهرامی د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته د غزنی د وضعیت په اړه د تازه معلومات ورکولو پر مهال دا هم وویل چې روان جنګ کې شاوخوا ۳۰ ملکی کسان هم شهیدان شوی دی.

لا معلومات نشته چې دا ملکیان د طالبانو که د افغان ځواکونو په بریدونو کې شهیدان شوی دی. ښاغلی بهرامی زیاته کړه، چې د غزنی په جګړه کې ۱۹۴ طالبان هم وژل شوی او ۱۴۷ نور ټپیان دی.د سره صلیب نړیواله کمېټه وایی، چې په غزنی کې د جګړې د درېدو پر وخت یې، د غزنی ولایتی روغتون ته بېړنۍ روغتیایی مرستې او تېل رسولی دی.دغې کمېټې په خپل ټوېټر پاڼه کې لیکلی، چې په دغو بېړنیو مرستو کې د سلو کسانو لپاره د ټپونو د پانسمان مواد او درمل شامل دی.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په غزنی کې د ترینګلی بشری وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلی یې دی، چې په غزنی کې د جګړو له امله د عامو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ شوى دى.د اوچا مسول داکتر پیپر کورن ویلی، لا هم په غزنی کې جګړه دوام لری او په جګړه کې ټپی شوی ملکی کسان او د دغه ښار یو شمېر اوسېدونکی هڅه کوی چې خوندی سیمو ته پناه یوسی.د اوچا په خبرپاڼه کې راغلی “اکثره کورنۍ په خپلو کورنو کې پناه اخیستې ده او نشی کولى چې خپل کورونه پرېږدی، ځکه چې اکثره لارې ناامنې او له ګواښونو ډکې دی”.دغه بشری بنسټ د غزنی د جګړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتی، چې د ملکی خلکو خوندیتوب او د عام‌المنفعه ځایونو ساتنې ته درناوى وکړی او په دې برخه کې نړیوال بشری قوانین رعایت کړی.

د افغانستان دفاع وزارت د غزنی پر ښار او یو شمېر نورو سیمو د هوایی بمباریو خبر وکړى او په دغو بمباریو کې ۷۲ وسله‌وال طالبان وژل شوی دی.

 

 

ممکن است شما دوست داشته باشید