روزنامه هیواد

غزنی باید د حکومت په ستر لومړیتوب کې وی

په غزنی کې له څو ورځو وسله والو نښتو وروسته د دغه ولایت د امنیت د ټینګښت لپاره په لوړه کچه پام اوښتى، ولسمشر محمداشرف غنی د اعلی سرقومندانۍ په بیړنۍ غونډه کې د غزنی امنیتی وضعیت ارزولى دغه ولایت ته نور ځواکونه لېږل شوی دی.ولسمشر غنی د غزنی د دښمن د یرغل پر وړاندې د امنیتی او دفاعی ځواکونو سرښندنې ستایلې دی. بې شکه چې د کورنیو ځواکونو سرښندنې او د غزنی په دفاع کې د هغوى مېړانه د ستاینې وړ ده! د جمعې په شپه وسله‌والو طالبانو له نورو بهرنیو کرایه شویو ترهګرو او یرغلګرو سره یوځاى د غزنی پر ښار ډله‌ییز یرغل وکړ او دغه د لرغونی تمدن او ستر تاریخی ښار وګړی یې کلابند او د ویر او ماتم پر ټغر کېنول. یرغلګرو عامه تاسیساتو او د خلکو شتمنیو ته اور اچولى. ولسی وګړی په کورونو کې کلابند پاتې او سخت ځانی او مالی زیانونه ور واوښتل. له همدې امله غزنى باید د دولت د پام په سر کې ځاى ولری. دغه ولایت له څو کلونو را په دې خوا د بهرنیو دښمنانو په لمسون له سختو ناورینونو سره مخ دى، د دغه ولایت ګڼې ولسوالۍ آن د علم له زده کړو هم بې برخې دی، د غزنی څه ناڅه څوارلس ولسوالۍ په ولسی جرګه کې استازی نه لری او له هر ډول ټاکنو بې برخې ساتل شوی دی. پر غزنی په داسې حال کې ډله ییز برید کېږی، چې غزنی ته د حوزوی ټاکنو مسئله مطرح شوې، او له طالبانو سره د اختر په مناسبت د بل اوربند پر سر مشورې روانې دی. دا یرغل هم د فراه او کندوز په شان په بهر کې پلان شوى او د پاکستان ګڼ پوځیان په کې دخیل دی، د غزنی په نښته کې هم ګڼ بهرنی یرغلګر وژل شوی او یا ټپیان شوی دی. له یوې خوا ایران په غزنی کې د خپل نفوذ لپاره هڅې دوامداره ساتلې ،له بلې خوا پاکستان او روس هم غواړی، چې د طالب جنګیالی په شتون کې خپل حضور ښکاره کړی. د روسیې کې جی بی غواړی، چې امریکا له افغانستانه پښې سپکې کړی او طالبان له پیاوړی حضوره برخمن وی او د نظام پرضد همدا ډله وکاروی، چې د پرمختیایی ، امنیتی او د ثبات لپاره د پراخو پلانونو مخنیوى وکړی. پاکستان خو د افغانستان پرضد د تپل شوې او نار وا جګړې دوام ،خپله لویه ستراتیژی ټاکلې ده. د غزنی په برید کې د سلګونو بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ګډون دا هر څه په ډاګه کوی او د پنجاب پوځی مشاورینو پلان کړى و، هغوى په عمل کې یوځل بیا خپل شوم نیت په ډاګه کړ، دا چې افغان حکومت د اختر په مناسبت بل اوربند ته تابیا نیسی او له شک پرته د ګڼو نورو طالب جنګیالیو زړونه به بیا هم له جګړې تور کړی، خو پنجاب نه غواړی، د تېر اختر له اوربنده د طالب جنګیالیو الهام اخیستو ته په پام سره هڅې کوی، چې د جګړې د لا سختوولو لپاره په طالب ډله کې عقدې او کرکې له سره وکری او د وحشت تر کچې یې پیاوړې کړی. د همدې لپاره د غزنی برید پلان او پر یرغلګرو وحشتونه وکرل شول. دې ته په پام سره افغان حکومت باید غزنى له اوږده ناورینه وژغوری، غزنى د ګڼو مرکزی ولایتونو د وګړیو د لومړنیو توکیو بازار دى، دا ولایت د کابل _ کندهار د وصل مرکز دى ، نو په اوسنی برید کې د دغه ولایت وګړو ته اوښتی زیانونه باید جبران شی، چې دغه وګړی د پردیتوب احساس ونه کړی، د غزنی د ګڼو پښتنو لپاره باید په پارلمان کې څوکۍ حتمی او یقینی شی ، د دې ترڅنګ باید غزنی د تل پاتې خوندی او په ټول وس ورته کار شی او د دښمن هر ډول خوښتونو ته په کې د پاى ټکى کېښوودل شی.

ممکن است شما دوست داشته باشید