روزنامه هیواد

غازی امان الله خان د مډرنې  ټولنې بنسټ کېښود

که تاریخ ته وګورو،داسې څرګندېږی ، چې مذهبی ،  سیاسی او بشری ښېګڼې او پرمختګ لومړى له خپله کوره پیل شوی دی . په نړۍ کې د زرګونو په شمېرقومونه تېر شوی ، چې ددوى په منځ  کې د هرقوم  غوره اوبا شعوره انسان دخپل ولس دلارښوونې لپاره ټاکل کېده ، چې نه یوازې دخپلې ټولنې  اصلاح وکړی ، بلکې هغوى د وخت  د واکمنانوله جبر او استبداد ه هم وژغوری. دغه ټکی دافغانستان دعلومو اکاډیمۍ غړى  څېړنوال سلطانی  ((منګل )) دهېواد ورځپاڼې خبریال ته دمرکې  په ترڅ کې داسې بیان کړی دی : دازموږ د هېواد دتاریخ یو ډېر روښانه څېرکى دى ، چې زموږ په  خاوره کې دهغو خلکو کمى نه شته ، چې له خپل هېواد او خاورې سره مینه  لری . زموږ خاورې داسې زامن هم زیږولی  ، چې له  خپل وطن او قوم څخه د دفاع او خپلواکۍ لپاره یې خپل سرونه قربانی کړی اوپه هروخت کې یې له خپلې مورنۍ خاورې دفاع کړې، چې په دوى  کې یو هم د خپلواکۍ  ګټونکى  غازی امان الله خان دى . ښاغلی منګل ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې غازی امان الله خان په کومو شرایطوکې دافغانستان خپلواکې ترلاسه کړه ؟ څرګنده کړه : غازی امان الله خان په داسې وخت کې د وطن آزادی او خپلواکی بېرته  ترلاسه کړه ، چې نړۍ په اقتصادی، سیاسی ، اجتماعی اود تکنالوژۍ په برخه کې د ژورو  او پراخو بدلونونواو تحولاتو شاهده وه. استبداد او استعمار شدت موندلى و، چې په دې ترڅ کې لوى او واړه هېوادونه ، داستعمار ترستم لاندې وو، یوپه بل پسې د خپل ځیرک سیاست او تورې په زور یې ددښمن ارمانونه تر خاورو لاندې کړل ، د ولس لپاره یې په خپله  خاوره کې  دیوه ملی خپلواک دولت دجوړېدو بنسټ کېښود . افغانستان د نولسمې پېړۍ له دوهمې نیمایی څخه  د شلمې پېړۍ ترلومړیو لسیزو پورې له یوې خوا دشمال اولویدیځو  ښکېلا کګرو د بلوسې ډګر و اوله بلې خوا پرې واکمن سیاسی نظام دومره زور واکى او خپلسرى و ، چې پاچا به په عادی مسئله دخلکو سرونه په توره وهل، دغو اختناقی  شرایطو دافغانې ټولنې دپرمختګ لارې تړلې وې او د دربار دظلم  ، فساد او خپلسرىو له لاسه ټولنیزجمود حاکم و . ده زیاته کړه : په دې سیمه کې له ټولو مهمه خبره داوه، چې دافغانی مشروطه غوښتونکو دمبارزو او هڅو برکت و، چې افغانستان د لومړنی خپلواک هېواد په توګه د انګرېزی ښکېلاک ،دظلم ماڼۍ ګډوډې کړې او دټولو آسیایی هېوادونو لپاره د خپلواکۍ بېلګه شو . لکه ، چې یولیکوال وایی: همدغه غورځنګ و، چې دهندوستان آزادی غوښتونکې مبارزې یې پیاوړې کړې او دهندی آزادی غوښتونکو لپاره دالهام سرچینه شو، اقبال لاهوری ددغه الهام یوه  ځلانده بېلګه و ه ، ( (سو بهاش چند رابوس )) به ملت ته همدا چیغې وهلې ، چې : اې دهند درې سوه  میلیونه ملته ! د آزادۍ درس له افغانانو څخه زده کړئ .
ښاغلی منګل ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې موږ دغازی امان الله خان له افکارو  څنګه ښه ګټه پورته کولى شو ؟ ډاګیزه کړه : ما دغازی امان الله خان دسیاسی افکار وپه اړه ارزونه  کړې  ، چې څه ډول یې دهغه وخت په افغانی ټولنه کې دآسیاپه زړه کې دانګرېزانو دښکیلاک پروړاندې خپله آزادی ترلاسه کړه او په هغه وخت کې یې په افغانی ټولنه کې د نویوالی بنسټ کېښود او هم یې اصلاحی پروګرامونه مطرح کړل او په ټولنه کې یې په سیاسی ، اقتصادی ، فرهنګی او نظامی برخو کې زیات بدلونونه رامنځ ته شوی وو، چې دا دراتلونکو نسلونو لپاره دنویو فکرونواومفکورو ښې بېلګې وې ، او کولاى  شو ، دنن ورځې په شرایطو کې له هغو څخه په عملی ژوند کې ګټوره استفاده وکړو، چې دا دده دلوړو مفکورو نمایندګی کوی . دغازی امان الله خان له سیاسی افکارو څخه مو اصلی موخه داده  ، چې د داسې لوړ شخصیت ، دلوړو مفکورو او افکاروپر خاوند باید لومړى ځان او بیا نور نسلونه خبرکړو او په دې اړه باید هر اړخیزه څېړنه وکړو، چې  دده له افکارو څخه په افغانی ټولنه کې  کارواخلو .

ښاغلی څېړنوال منګل ددې پوښتنې په ځواب کې ، چې د غازی امان الله خان له پاچا هۍ مخکې  دهېواد سیاسی او اقتصادی و ضعیت څنګه و ؟ داسې وویل له  :اتلسمې پېړۍ څخه وروسته دهېواد ملوک الطوایفی سیاسی بڼې بدلون وموند، ځکه ، فیوډالی اقتصاد مخ پر ودې و … ښاری سوداګرۍ  لږ څه کلکوالى وموند او نوى کلتور هم راپه غوړېدو  شو، خو دملت بشپړ اکثریت یعنې بزګران ، شپانه او کسبګران لکه دپخوا په شان دمالیاتو تر د رانه بار لاندې وو . دوى دولت ته حواله شوې غلې ورکولې او فیوډال او ارباب ، اجاره لرونکو او تحصیلدارانو ور څخه خپلې برخې اخیستې . دغې  طبقې پرته له دې ، چې حاکم طبقات تغذیه کول ، بلکې  یوشمېروړیا کارونه ( بېګار)یې هم درلود  او د دولت د رسمی مامورینو ، اجازه لرونکو او ملکانو شخصی او رسمی کارونه به یې کول . دولت به په دغو خلکو پرته له کوم مزده  لارې، پلونه او نور تاسیسات  جوړول . لویو چارواکو خپل ټول ضروریات دخریدارۍ دحوالې اوپه ټیټه بیه داجناسو پیرودنه په جبری ډول له دوى څخه بشپړوله . مځکه والو به هم له بزګرانو څخه اعظمی استفاده کوله . ملاک ، ارباب او اجاره لرونکو په ګډه بزګران او کروند ګرتر ځبېښا ک لاندې لرل .دولت دمځکوالو او فیوډالانو ګټې ساتلې ، په داسې حال کې ، چې دهېواد د خپلواکۍ ساتنه هم دبزګرانو له خوا کېده  د هېواد  دامنیت اوثبات لپاره  به بزګرانو دولت ته سرتېری ورکول او دجګړې په حال کې به ټول په خپله وسه جګړې ته تلل ، په افغانستان کې صنعتی لویې فابریکې له یوې دوو څخه زیاتې نه وې کار ګره طبقه هم  له څو زرو تنو څخه جوړه شوې وه ، خو په میلیونونو بزګران او کسبګران وو ، چې دوى ټول دبهرنى ښکېلاک او کورنی ځبېښاک پر ضد یوه عمومی  پاڅون ته چمتو او دبهرنیو دتېری ، ظلم او کورنی استبداد په مقابل کې جګړې ته تیار وو  .                     محبوب

ممکن است شما دوست داشته باشید