روزنامه هیواد

غازی امان الله خان او د افغانستان خپلواکی

امان الله خان په ۱۸۹۲ م کال د کابل په پغمان کې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر عبدالرحمن خان لمسى، د امیر محمد افضل خان کړوسى او د امیر دوست محمد خان کودى دى. د امان الله خان مور سرور سلطانه بېګم نومېده. سلطانه بیګم د لوی‌ناب ایشک آقاسی شیردل خان بارکزی لور وه ، چې له سترې کورنۍ ګڼل کېده. کله چې په ٢٠ د فبروری په ۱۹۱۹ م کال کې د ده پلار د لغمان په کله گوش کې شهید شو؛ غازی امان الله خان په هغه وخت کې د کابل والی و او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک یې په لاس کې و؛ نو داسې مهال چې د نوموړی تره عنایت الله خان په ننګرهار کې و او غوښتل یې، چې د خپل ورور ځای ونیسی؛ نو ده په کابل کې د خپلې پاچاهۍ اعلام وکړ.

نوموړی د انګرېزی قواوو پر وړاندې د خپلواکۍ غږ اوچت کړ او افغانستان یې د نړۍ د نورو خپلواکو هېوادونو په څېر یو آزاد هېواد یاد کړ. غازی امان الله خان د کابل په مرادخانۍ سیمه کې داسې مهال چې پر آس سپور و، خپله تېره توره را واېسته او دا اعلام یې وکړ ، چې افغانستان د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر یو خپلواک هېواد دی.غازی امان الله خان ډېر ژر د افغانستان د خلکو او قبایلو ملاتړ ترلاسه کړ او په همدې توگه لس کاله د افغانستان پاچا پاتې شو. ده سمدلاسه د سیمې ځینو هېوادونو ته د افغانی استازو استولو ترڅنګ خپله کابینه هم جوړه کړه. اعلیحضرت شاه امان الله خان دې ته ډېر لېواله و ، چې هېواد یې پرمختگ وکړی او د نړۍ له پرمختللیو هېوادونو سره سیال شی او په همدې موخه یې د هېواد لپاره ګڼ بنسټیز کارونه ترسره کړل. نوموړی د خپلې واکمنۍ پر مهال په هېواد کې د اصلاحاتو رامنځته کولو ترڅنګ په سیاسی، اقتصادی، پوهنیزو، پراختیایی او نورو برخو کې ګڼ شمېر اقدامات وکړل او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره یې دیپلوماتیکې او اقتصادی اړیکې پراخې کړې.

غازی امان الله خان د اصلاحاتو په برخه کې ځینې اقدامات وکړل ، چې تر ټولو مهم یې د قوانینو طرح او تطبیق، د پوهنیز بهیر پراختیا، د لسګونو مجلو او جریدو رامنځته کېدل او خپرېدل، په اقتصادی برخه کې د ګڼو پروژو تطبیق او د نړۍ بازارونو ته د افغانی صنایعو لاره پیدا کول او د هېواد په داخل کې د نویو ښارونو جوړېدل شامل وو.

د افغانستان اساسی قانون د شاه غازی امان الله خان د واکمنۍ پر مهال د لویې جرګې له لوری تصویب او تائید شو.

شاه امان الله خان د سپېڅلې او پیاوړې ارادې، کلک هوډ، ډېر زغم او تدبیر خاوند و. ښه د وینا مهارت یې لاره او کله به یې چې خبرې کولې، مقابل لوری به یې تر ژورې اغېزې لاندې راوست. نوموړی د مشروطیت غوښتونکو غورځنګ په فعالیتونو کې هم بشپړه ونډه اخیسته او د خپلې واکمنۍ په لومړیو ورځو کې یې د یاد غورځنګ غړی چې د ده د پلار امیر حبیب الله خان له خوا بندیان شوی وو، خوشې کړل، څو د هېواد په رغاونه او نورو پرمختیایی برخو کې  له یادو روڼ اندو څخه ګټه واخلی.

امان الله خان یو ځوان هېوادپال شخصیت و ، چې د افغانستان د سمسورتیا او پرمختیا لپاره یې ډېرې هلې ځلې وکړې ، خو له بده مرغه چې د پرمختیا او سمسورتیا په لاره کې ورته مکار دښمن (انګرېزانو)کمین نیولى و او امان الله خان یې په دغې لار وړاندې تگ ته پرې نښود. امان الله خان د خپل پلار د مرگ پر اوومه ورځ ملت ته په وینا کې وویل: (( اى د افغانستان معظم ملته! ما د پلار د شهادت پر وخت د سلطنت وکالت په کابل کې پر غاړه درلود او اوس په هغه اصالت د امانت دروند بار متوکلاً او متعصماً پر غاړه اخلم. کله چې ستر ملت زما پر سر د پاچاهۍ جوغه کېښودله، ما عهد وکړ چې د افغانستان دولت به لکه د نړۍ د نورو مستقلو قدرتونو د هېواد په داخل او خارج کې آزاد او مستقل وی ، د افغانستان خلک به د قانون تابع وی ، بېگار او نور جبری کارونه به بند وی . دلته به ډېر اصلاحات راځی، چې هېواد په نړۍ کې خپل مناسب ځاى ومومی، زه به د (( شاورهم فى الامر )) پر اساس د هېواد چارې اجرا کوم، تاسې به د خپل دین او هېواد په چارو کې ډېر هوښیار اوسئ او په بیدارۍ به وطن ساتئ. زه تاسو، ټول اهل اسلام او ټول بنی نوع انسان ته خیر او سعادت غواړم.

کله چې اعلیحضرت امان الله خان انگرېزانو ته د افغانستان خپلواکی اعلام کړه، انگرېزانو هېڅ غوږ پرې ونه گراوه، نو ځکه اعلیحضرت شاه امان الله خان اړ شو چې د انگرېزانو پر وړاندې د غزا او جهاد اعلام وکړی. افغان ملت په ډېر وخت کې انگرېزانو ته ماتې ورکړه. انگرېزانو چالاکی وکړه، د خپلې شرمېدونکې ماتې د پردې کولو لپاره یې د سولې خبرې پیل کړې او د افغان غازیانو د لا نورې پرمختیا مخنیوى یې وکړ. د هېواد د فرهنگ د غوړېدو په لړ کې د اعلیحضرت امان الله خان لومړى گام د امان افغان جریدی خپرول وو، چې لومړۍ گڼه یې د ١٩١٩ م کال د اپرېل پر ١٢مه د عبدالهادی داوی په مدیریت خپره شوه. دغې خپرونې د خلکو د ذهنونو په روښانولو کې پوره ونډه واخیسته او هېوادوالو ته یې د هېواد د پرمختیا لورى په گوته کړ. د مطبوعاتو په برخه کې بیا وروسته په لسگونو نورې جریدې او مجلې خپرې شوې او په هر ولایت کې یوې جریدې خپرونې کولې. همدا وخت د ارشاد النسوان په نامه د ښځو یوه خپرونه هم وه. د قانون جوړولو په برخه کې امان الله خان د ١٩٢٢ زېږدیز کال د فبروری پر ٢٩مه په جلال اباد کې د ملت د٨٧٢ استازیو په ګډون لویه جرګه جوړه کړه او په ۱۹۲۳ م کال کې یې د افغانستان لومړنی اساسی قانون تصویب کړ.

په اقتصادی برخه کې یې د صنایعو انکشاف ته پوره پام وکړ او په باندینی تجارت کې افغانی پیداوارو د نړۍ مارکېټونو ته لاره ومونده. په عمرانی برخه کې نوی ښارونه جوړ شول او د کابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولایتونو تر منځ لارې او سړکونه له سره جوړ شول او په لارو کې د مسافرو د هوساینې لپاره هوټلونه جوړ شول. اعلیحضرت امان الله خان زده کوونکی د لوړو زده کړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته په دې موخه واستول ، چې د هېواد په بشپړه آبادۍ او سمسورتیا کې برخه واخلی، خو له بده مرغه ځینو شر غوښتونکیو د پاچا دغو ټولو ښو کارونو ته بل نوم او عنوان ورکړ، پاچا ته یې سردرد او د پرمختیا د کارونو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړل. کله چې اعلیحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختیا په هیله د ١٩٢٧ م کال په وروستیو کې د اروپا په سفر ووت او ، چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحی کارونو پر وړاندې خنډونه لا نور هم زیات شول  او بیا د سقاو زوى اړو دوړ جوړ کړ. اعلیحضرت شاه امان الله خان و نه غوښتل چې په هېواد کې یې وینه تویی شی او د ١٩٢٩ م کال د جنوری په لومړۍ اوونۍ کې یې استعفاء ورکړه او پر ځاى یې خپل ورور عنایت الله په پاچاهۍ وټاکه، خو د سقاو د زوى په سر کې د پاچاهۍ نېشه وه، ارگ یې کلابند کړ او اعلیحضرت عنایت الله هم له پاچاهۍ لاس په سر شو. همدا مهال اعلیحضرت امان الله خان د کندهار له لارې هند او له هغه ځایه بیا  اېټالیا ته ولاړ، هملته یې له هېواده لرې ژوند غوره کړ او د ١٩۶٠ م کال د اپرېل پر ٢۶مه یې له دې نړۍ سترگې پټې کړې. اروا یې ښاده . د اعلیحضرت د وصیت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال آباد کې د خپل پلار د مرقد تر څنگ خاورو ته وسپارل شوه.

د غازی امان الله خان له واکمنۍ وروسته د نورو حکومتونو پر مهال د افغانستان خپلواکی، چې د غازی امان الله خان په تدبیر او مېړانه ترلاسه شوې ده، په شاندارو مراسمو نمانځل کېده؛ خو د کلونو په تېرېدو سره د حکومتونو په ګډون خلکو دا مهمه او تاریخی ورځ هېره کړې او څنګه چې باید ونمانځل شی، نه نمانځل کېږی.

له نېکه مرغه سږکال د خپلواکۍ د بېرته ګټلو له سلمی کلیږې سره برابره ده اوپه خورا شاندارو مراسمو سره نمانځل کېږی افغان ولس ته په کارده چې د هېواد په ټولو برخو کې د غازی امان الله خان لاره غوره کړی او دا هېواد د هغه مهال په څېر خپلواک، امن، سوکاله، پرمختللى او د پردیو له لاسوهنو او منګولو وژغوری.

ګل محمد پښتون

ممکن است شما دوست داشته باشید