روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

عمرشینواری: په تېره اوونۍ کې د دښمن ۱۵۰۰ کسان وژل شوی

د وسله‌وال پوځ ویاند، برید جنرال اجمل عمر شینواری وایی، چې د امنیتی او دفاعی ځواکونو د وروستۍ یوې اوونۍ عملیاتو پایله کې د دښمن څه باندې ۱۵۰۰ کسان، وژل شوی دی. جنرال شینواری، چې د دوشنبې په ورځ یې د عامه او ستراتېژیکو اړیکو ادارې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې خبرې کولې زیاته کړه، د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو د تېرې اوونۍ پر مهال د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې ۱۵۴ عملیات کړی، چې په دې عملیاتو کې هوایی او توپچی بریدونه او چاڼیز عملیات شامل دی. د وسله‌وال پوځ د ویاند په خبره، د یادو عملیاتو پایله کې د دښمن د ۱۵۲۸ کسانو پر وژل کېدو سربېره، ۸۰۱ تنه ټپیان او ۱۶ نور نیول شوی هم دی. دغه راز د هېواد امنیتی او دفاعی ځواکونو د تېرې اوونۍ پر مهال په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۴ ماینونه، کشف او شنډ کړی دی. جنرال شینواری ډاډ ورکړ، چې د هېواد د امنیتی او دفاع ځواکونو وروستی تحکیمات، په یو شمېر سیمو کې د دښمن د بریدونو دفع کېدو لامل شوی دی. همدارنګه هغه ډاډ ورکړ ،چې په ډېری سیمو کې امنیتی ځواکونه، له دفاعی حالت څخه، یرغلیز حالت ته تللی دی. د وسله وال پوځ ویاند ووېیل: طالبانو د وروستۍ اوونۍ پر مهال د هېواد په یو شمېر سیمو کې ۱۴ ملکی وګړی شهیدان او ۲۹ نور یې ټپیان کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید