روزنامه هیواد

عمران خان : په افغانستان کې د سولې د ټىنګښت لپاره هڅه کوم

د پاکستان د تحرىک انصاف ګوند مشر عمران خان وړمه ورځ  په انتخاباتو کې د برىا د اعلان ترڅنګ د خپلې بهرنۍ پالىسۍ مهم ټکی روښانه کړلد  تحرىک انصاف ګوند مشر په اسلام آباد کې په ىوه تلوېزىونی وىنا کې ووىل ،چې دى به په افغانستان کې د سولې د ټىنګښت او له متحدو اىالتونو سره په دې برخه کې د ګډ کار هڅه وکړی.عمران خان زىاته کړه، چې دى حتا په دې تمه دى چې ىوه ورځ به د افغانستان او پاکستان ترمنځ پولې د اروپایی ټولنې د پولو په څېر آزادې وی.عمران خان د پاکستان سوله د افغانستان له سولې سره تړلې وبلله او وىې وىل، چې په دې برخه کې به تر خپلې وسې هڅه وکړی.هغه زىاته کړه: ((افغانان سوله غواړی خو دویم هېواد چې په افغانستان کې سوله غواړی هغه پاکستان دى، که په افغانستان کې سوله وی په پاکستان کې به هم سوله او امن وی او زموږ حکومت به په افغانستان کې د سولې د ټىنګښت په برخه کې تر وسې وسې هڅه وکړی.))په پاکستان کې د افغانستان سفىر حضرت عمر زاخېلوال وایی: دى نه پوهېږی چې راتلونکى صدراعظم به د اوسنىو سىاستونو د بدلون توان ولری کنه، خو ښاغلى زاخېلوال چې له عمران خان سره ىې ډېرځلې لىده کاته کړی څرګندوی، چې نوموړی پخوا له دې هم دې ته ورته وىناوې کړې دی او دى ىې په نىت کې هېڅ راز شک نه وىنی:(( زما توقع همدا وه چې د انتخاباتو له ګټلو وروسته به د عمران خان پالىسی تعمىری او د سولې او ثبات د ملاتړ پالىسی وی، دى له افغانستان سره نږدې اړىکی غواړی ، څو عام خلک په آسانۍ سره تګ او راتګ وکړی، تجارت او سوداګری پراخه شی او دا به د افغانستان په سوله او ثبات کې ىو مهم رول ولوبوی))​عمران خان د اسلام آباد او واشنګټن د اړىکو په اړه ووىل، چې دا اړىکې ىواړخیزې دی، ځکه د ده پر وىنا متحده اىالتونه داسې انګېری چې پاکستان ته د دې لپاره پىسې ورکوی ،چې جګړه ورته وکړی.هغه زىاته کړه، چې پاکستان له دې کبله خورا ډېر ځورېدلى دى.عمران خان د پاکستان او امرىکا د ترىنګلو اړىکو د ښېګڼې ژمنه وکړه ، خو د دې کار لپاره ىې کومه ځانګړې طرح وړاندې نه کړه.د امرىکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ م کال د پىل په مناسبت په خپل لومړنی پىغام کې پر پاکستان تور ولګاوه چې متحدو ىالتونو ته ىې د مىلىارډونو ډالرو مرستو په بدل کې له چل ول او غولولو پرته بل هېڅ نه دی ورکړی.عمران خان د انتخاباتی کمپاىنونو پرمهال تر ډېره د بېوزلو خلکو د ژوند د ښېګڼې پر شعارونو تمرکز کاوه او وىلی ىې وو، دى داسې ىو پاکستان غواړی چې چاته سر ټىټ نه کړی.دا شعارونه د ځوان نسل لپاره چې د پاکستان د وګړو په سلو کې نږدې ۶۴ برخه جوړوی په زړه پورې وو، خو ځىنې بىا په دې باور دی چې عمران خان په دې ځل انتخاباتو کې د پاکستان د ځواکمن پوځ د خوښې کاندىد و او د ده برىالىتوب هم د پوځ له خوا پلان شوى و.​په انتخاباتو کې د عمران خان د ګوند اصلی سىال د مسلم لىګ ګوند مشر شهباز شرىف د انتخاباتو نتاىج رد کړی دی.شهباز شرىف چې ورور ىې- پخوانى صدراعظم نوازشرىف اوس مهال په زندان کې دى پر ټوىټر په ىوه پىغام کې لىکلی ، چې له دې انتخاباتو سره د پاکستان ډىموکراسی څولسىزې پرشا ولاړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید