روزنامه هیواد

عمران خان پر خپل ځان خوله لګوی

په افغانستان کې د طالبانو د رژىم له را پرځېدو وروسته په واک واکمن طالبان او د  دوى  ډېر جنګىالی د خپل ځان د خوندی ساتلو لپاره پاکستان ته لاړل.په افغانستان کې د منځمهالې ادارې له جوړېدو وروسته د ټولې نړۍ په ځانګړې توګه د امرىکا خوله پاکستان ته واوښته، چې ولې له ترهګرو ملاتړ کوی؟ او د طالبانو پر مشرانو سربېره یې د نورو نړىوالو اورپکو ډلو مشرانو ته هم  ځاى ورکړى، چې هلته و اوسی.د کلونو په تېرېدو طالبانو د پاکستان د استخباراتی ادارې، آى اس آى په مرسته ځانونه ښه غوړ اوچاغ کړل او په نسبی ډول یې جګړو ته تابىا ونىوله.په افغانستان کې د سولې د ټىنګښت او د طالبانو د حاکمىت په تړاو د پاکستان د لومړی  وزىر عمران خان وروستۍ څرګندونې، چې وىلی یې دی افغان حکومت پر خپله ۴۰ سلنه خاوره واکمن دى، د غندنې او نقد وړ دی.

په درېو دلاىلو:

۱ ـ عمران خان به دا هېر کړی وی، چې د نړۍ د تر ټولو سترې ترهګرىزې ډلې مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال د پاکستان په مهم پوځی مرکز کې د امرىکایی ځواکونو له خوا ووژل شو؛ په داسې حال کې چې پاکستان خپله پوهېده، چې بن لادن یې په خاوره کې دى او هلته خوندی  پټنځاى لری. بن لادن له پاکستانه د نړۍ په هر ګوټ کې ترهګرىز برىدونه پلانول، البته د پاکستان په مرسته.د بن لادن له وژل کېدو وروسته یې زىات شمېر طالب مشران د امرىکا په فشار په خپلو بند خونو کې واچول او
شکنجه یې کړل.

۲ ـ د اسامه بن لادن له وژلو څو کاله وروسته په دغه هېواد کې د طالبانو د مشر ملا عمر د مړىنې راپورونه ورکړل شول، د راپورونو له خپرېدو څو ورځې وروسته یې اعلامىه خپره کړه، چې ملا عمر د پاکستان په ىو روغتون کې ساه ورکړې ده.په همدې ترتىب په وروستىو کلونو کې د طالبانو د ډلې بل مشر او د ملا عمر ځاى ناستى ملا منصور هم د پاکستان ىو خوندی ښار ته د تللو پر مهال د امرىکایی ځواکونو له برىد سره مخ او ووژل شو.پاکستان پخوا هم داسې ویلی و، چې ګواکې تر واک لاندې خاوره کې یې ترهګر نشته او په دې برخه کې افغان حکومت ګرم دى.تاسو ولىدل چې افغان حکومت همدا ىو کال مخکې د پاکستان لومړی وزىرته د ترهګرو د هغو مشرانو نوملړ په واک کې ورکړ، چې د پاکستان تر واک لاندې سیمو د کوېټې، پېښور او مىرانشاه په ښارونو کې اوسېږی او له هغه ځاىه د افغانستان جګړه رهبری کوی.پاکستان په ډېرې سپىن سترګۍ ووىل، چې د همدې ترهګرو  پر ضد به اقدام وکړی؛ خو لىدل کېږی چې بىا ىې د هغوى د ځپلو او ىا هم افغان حکومت ته د په لاس  ورکولو لپاره  کوم اقدام نه دى کړى ،د طالبانو، القاعده او حقانی شبکې مشران په پاکستان کې اوسی او لا هم له پاکستانه خپلو جنګىالىو ته قومانده ورکوی.

۳ ـ افغان حکومت اوس مهال له طالبانو سره د سولې په خبرو بوخت دى؛ د سولې د خبرو اصول دا دی چې د جګړې دواړه لوری د سولې د مذاکراتو پر مهال هڅه کوی چې پر ىو بل له نظامی لارې فشارونه وارد کړی، یعنې هم غواړی جګړه وکړی هم د سولې خبرې مخ ته بوزی.

اوس چې طالبان د افغان ځواکونو له سختو برىدونو سره مخ دی او په هر ځاى کې تلفات ور اوښتی دی، نوله  دغو برىدونود خلاصون په هدف د قطر د سىاسی دفتر استازی د زلمی خلىلزاد له سفر سره سم اسلام آباد ته لاړل او هلته ىې د خپل مېشت رهبر ملا هبت الله په غوښتنه له  زلمی خلىلزاد سره کتلی ، چې پر دغې ډلې دې نور افغان سرتېرې برىدونه نه کوی، کنه د مذاکراتو پر روان بهىر به له سره غور وکړی.له قطر څخه پاکستان ته د طالب استازو سفر د دې ښکارندویی کوی چې اسلام آباد په مستقىم ډول له طالبانو ملاتړ کوی، د هغوى استازو ته د سفر زمىنه برابروی او مشران یې ورته خوندی ساتلی دی.دا چې په دې وروستىو کې امرىکا پر پاکستان خپلې مىلىاردونه ډالره مرستې بندې کړې او دغه هېواد له اقتصادی کړکېچ سره مخ دى او پىسې یې د ډالرو په مقابل کې را ټېټې شوې، اوس غواړی د ځان د سپىناوی او د نړىوالو له فشارونو د ځان خلاصولو لپاره و وایی، چې دوى له مخالفىنو ملاتړ نه کوی او افغان حکومت پر خپله کمه خاوره واکمن دى.عمران خان به دا لىدلی نه وی، چې افغان حکومت په نږدې ۳۴۵ ولسوالىو کې په برىالی ډول ټاکنې وکړې، نو دا څنگه امکان لری چې حکومت دې په ۳۴۵ ولسوالىو کې ټاکنې وکړی او بىا دې پر ۴۵ سلنه خاوره واکمن وی؟د عمران خان تر رهبرۍ لاندې د پاکستان اداره اوس له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ ده، کلدارې یې هره  ورځ را لوېږی او اوسېدونکی ىې په هره برخه کې له ستونزو سره مخ دی، نو ځکه د مرستو د راجلبولو په هدف دغه شان څرګندونې کوی.

تحلىل: فىصل ستانکزى

ممکن است شما دوست داشته باشید