روزنامه هیواد

عمران خان د امریکایی پوځیانو له وتلو وروسته د افغانانو ترمنځ د ګډې پالیسۍ پر جوړولو ټینګار وکړ

د امرىکا د مرکزی قوماندانۍ عمومی قوماندان جنرال کىنت مکىنزی د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره ولىدل.د پاکستانی رسنىو د راپور له مخې، عمران خان له جنرال مکىنزی سره په کتنه کې له سىاسی لارې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د پاکستان پر ژمنې ټىنګار وکړ.ډان نىوز د پاکستان د صدراعظم د دفتر د خبرپاڼې له مخې وایی: عمران خان د افغانانو ترمنځ د خبرو پر اهمىت ټىنګار وکړ ،چې ټول اغېزمن او نفوذ لرونکی له افغانستانه د امرىکایی وځىانو له وتلو وروسته د افغانستان لپاره پالىسی جوړه کړاى شی.ده همداراز له افغانستان سره د ښو اړىکو لرلو ته لېوالتىا ښکاره کړه.عمران خان دغه راز د (داعش) په شمول د سختدرىځو ډلو د بىا فعالېدو پر ضد د امرىکا او پاکستان ترمنځ د همکارۍ غوښتنه وکړه.ډان نىوز د پاکستان د صدارت د خبرپاڼې پر اساس وایی چې عمران خان له امرىکایی قوماندان سره په خبرو کې له هند سره د ښو اړىکو هىله وکړه.په وروستىو ورځو کې پاکستان سخت په وېره کې دى چې ممکن هند راتلونکې اوونۍ (د اپرېل له ۱۶ مې تر ۲۰ مې پورې) پر پاکستان حمله وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید