روزنامه هیواد

عمران خان: تاریخ راښوولی چې په افغانستان کې مداخله بریالۍ شوې نه ده

 عمران خان وایی، پاکستان د هر هغه چا ملاتړ کوی، چې افغانان یې واک ته ورسوی.عمران خان د افغانستان – پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې په دوه ورځنی سیمینار کې وویل: پاکستان به له کابل سره که هر څوک چې هلته واک په لاس کې اخلی، همکاری پراخوی. د افغانستان د ولسی جرګې د رییس میررحمان رحمانی په مشرۍ د ولسی جرګې ۱۷ کسیز پلاوی او دغه راز د پاکستان لپاره د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی عمرداوودزی هم په دې سیمینار کې ګډون لری.د پاکستان صدراعظم عمران خان سیمینار ته وویل، چې پاکستان هم د افغانستان د څلوېښت کلنې جګړې له کبله زیان کړی دی.(( له افغانستانه وروسته د جګړې له لاسه پاکستان تر ټولو ډېر زیان لیدلی دی.))د پاکستان صدراعظم یو وار بیا دې ته اشاره وکړه ،چې که پاکستان پخوا له افغانستان سره هر څه کړی وی، باید هېر شی او راتلونکی ته وکتل شی(( له تېر وخته یوازې یوه ګټه کولی شو او هغه دا ده ،چې باید ورڅخه زده کړه وکړو نه دا چې په ماضی کې پاتې شو.))ده زیاته کړه: (( څه چې تاریخ موږ ته راښوولی دا دی چې بهرنۍ مداخله هېڅکله په افغانستان کې بریالۍ شوې نه ده، باید خلک پرېښودل شی، چې په خپله خپله پرېکړه وکړی. خلک دې پرېکړه وکړی، چې څوک غوره شی، پاکستان به د افغانستان له حکومت سره همکاری وکړی او ټینګې اړیکې به ورسره وساتی.))ده د هند پر حکومت انتقاد وکړ، ویې ویل، چې د دغه هېواد په تاریخ کې هېڅکله د اوسنی حکومت په شان له مسلمانانو سره مخالف حکومت نه دی راغلی.د پاکستان صدراعظم دا هم وویل : (( په پاکستان کې وېره ده، چې هند به له افغانستان څخه د پاکستان د بې ثباته کولو لپاره کار واخلی، خو موږ پرېکړه کړې ،چې د افغانستان د خلکو د هیلو ملاتړ کوو، ځکه چې د دې سیمې راتلونکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو او همکارۍ پورې تړلې ده.))په سیمینار کې به، چې ((۲۰۲۰ میلاد کال پاکستان – افغانستان سوداګری او پانګونه فورم)) نومېږی، د افغانستان د ولسی جرګې رییس هم خبرې وکړی.په وروستیو دوو کلونو کې د پاکستان له لوری د لارو د بیا بیا بندولو او د ترانزیټ په لاره کې د خنډونو د جوړولو له کبله د دوو هېوادونو سوداګری راکړه ورکړه، په تېره بیا افغانستان ته د پاکستان صادرات ډېر کم شوی دی.د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا د فرصتونو دوه ورځنی سیمینار پرون په اسلام آباد کې پرانیستل شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید