د هېواد ملی ورځپاڼه . په ۱۳۲۸ لمریز کال کې رامنځ ته شوه.. کله ،چې په دغه کال په پغمان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ د شاندارو مراسمو په لړ کې نمانځل کېده ،نو پرېکړه وشوه ،چې هېواد ورځپاڼه هم را منځته شی .
د دې تاریخې اوملی ورځپاڼې بنسټ اېښودونکی عبدالرؤف بینوا ویلی: (( کله چې ما د هېواد ورځپاڼې بنسټ کېښود ،زوى مې پیداشو او پرهغه مې هم (( هېواد )) نوم کېښود )) د هېواد ورځپاڼې لومړى مسوول مدیر دوطن تکړه لیکوال اوشاعرخداى بخښلى محمد ارسلان سلیمی وردګ و،چې دوخت د مطبوعاتو د مستقل ریاست له خوا په دغې مهمه دنده وټاکل شو…په هغه وخت کې د هېواد ورځپاڼې کلیشه په سره رنګ چاپېده .
د پاکستان پولیس وایی چې طالبانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ او د پارلمان غړی علی وزیر د وژلو پلان تړلی دی، خو علی وزیر بیا خبرداری ورکړی چې هر څه پرې وشول مسوولیت یې د پاکستان د مرکزی ادارې پر غاړه دی.علی وزیر پر خپله ټویټر پاڼه څو مکتوبونه خپاره کړی چې د ډېره اسماعیل خان ځایی پولیسو د یکشنبې په ورځ علی وزیر ته سپارلی دی او هغه ته یې سپارښتنه کړې چې پر ځان دې پام ساتی: (( ریاست موږ په دغو مکتوبونو نشی ډارولی، ماته چې هر څه پیښ شول مسوولیت یې د ریاست پر غاړه دی، د شر اچوونکو ډلو ریموټونه له پاکستان سره دی.))علی وزیر ادعا کړې چې پاکستانی ادارو ورته ویلی چې د تحریک طالبان سجنا ګروپ په علی وزیر د حملې پلان لری.علی وزیر ته په سپارل شویو مکتوبونو کې دا هم ویل شوی چې په کال ۲۰۰۴ کې چې په واڼه کې د علی وزیر پلار مرزا عالم او پنځه نور پښتانه ووژل شول، هغه هم د تحریک طالبان پاکستان کار و.