روزنامه هیواد

عراق په نجف کې د ایران پر قونسلګرۍ برید وغانده

د عراق د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد په جنوبی ښار نجف کې د ایران پر قونسلګرۍ د چهارشنبې د ورځې برید غندلی. د عراق د دولتی خبری آژانس د راپور له مخې، دغه وزارت په بیان کې ویلی، چې اعتراض کوونکو د قونسلګرۍ ودانۍ ته اور واچاوه، د دې هڅه وه، چې د ایران او عراق تاریخی اړیکې او دغه راز له نورې نړۍ سره د دې هېواد اړیکې زیانمنې شی. په بیان کې ټینګار شوی، چې دغه حمله د عراق حکومت ،چې د دیپلوماتیکو نمایندګیو فعالیتونو ته ډېر درناوی کوی او ستایی یې، د دریځ ښکارندویی نه کوی.

ممکن است شما دوست داشته باشید