روزنامه هیواد

عبدالله: په قطر کې د سولې د خبرو هیلې او اندېښنې

په‌داسې حال کې چې له تېرو دوو اوونىو راهىسې د امرىکایی پلاوی او طالب استازو ترمنځ په قطر کې د سولې خبرې روانې دی، د افغانستان اجرائىه رییس وایی، د روانو خبرو په اړه اندېښنې موجودې دی.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزىرانو د شورا له غونډې مخکې رسنىو ته خبرې کولې ووىل چې د هغو خبرو ځىنې برخې خلکو ته واضېح نه‌دی، خو په خبره‌ىې هڅه کېږی چې د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پىل شی.

نوموړی ووىل: (( افغانان له ىوې خوا هىله‌مند دی او له بله پلوه اندېښمن، ځکه د هغو خبرو ځىنې برخې خلکو ته تردې دمه واضېح نه‌دی، نو ځکه خلک اندېښنې لری، ځىنې مساىل دی که پام ورته ونه‌شی، نو د سولې خبرې به هم مخته لاړې نه‌شی او بىا به رښتىنې معنا ونه‌لری.))

ښاغلی عبدالله همدا شان ووىل چې طالبان اوس هم په پخوانى هوا کې دی.

نوموړی ووىل چې هېڅکله به له طالبانو سره په اسلامی جمهورىت معامله ونه‌شی او په‌دې برخه کې افغان حکومت او ټول سىاسىون شرىک نظر لری.

له دې وړاندې د سولې د عالی شورا د درالانشا رییس او په سىمه‌ىىزه اجماع کې د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی هم وىلی چې اسلامی جمهوریت د حکومت لپاره سره کرښه ده او اسلامی امارت ‌یې هېڅ‌کله ځاى نه‌‌شی نىولى.

ښاغلی داوودزی دا هم وىلی چې د امرىکا د استازو او طالبانو ترمنځ له مذاکراتو اندېښمن دى ځکه د جزئىاتو په اړه‌یې خبر نه‌لری.

خو د افغان ولسمشر وىاند هارون خچانسوری تېره جمعه ازادۍ راډیو ته ویلی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خلیل‌زاد له ولسمشر محمد اشرف غنی سره په تماس کې دى او د روانو مذاکرو په اړه معلومات ورسره شریکوی.

دا خبرې په‌داسې حال کې کېږی چې د امرىکا او طالبانو ترمنځ د خبرو پنځم پړاو له دوو اوونىو راهىسې په قطر کې روان دى.

که څه هم د دغو خبرو جزئىات تراوسه رسنىو ته نه‌دی رسېدلی، خو دواړو لورو وىلی چې دغه خبرې په ښه توګه پرمخ روانې دی او پرمختګ په‌کې شوى دى.

په قطر کې د طالب استازیو او امرىکایی پلاوی ترمنځ د روانو خبرو څارونکی حضرت عمر زاخېلوال وىلی چې د قطر خبرې خپل حساس پړاو ته داخلې شوې دی. د راپورونو پر بنسټ په روانو خبرو کې وسله‌وال طالبان لا هم له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار او له افغانستانه د امریکایی ځواکونو پر وتلو ټینګار کوی. په همدې حال کې د ولسی جرګې د نړىوالو اړىکو د کمېسىون ىو شمېر غړی وایی، د قطر په خبرو کې کې د افغانستان په راتلونکی بحثونه کېږی، نو افغانان حق لری چې د دغه مذکراتو له جزئىاتو خبر ووسی.

ممکن است شما دوست داشته باشید