روزنامه هیواد

عبدالله عبدالله د مخابراتو په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

اجرائیه رییس عبدالله عبدالله  د مخابراتو په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره، عربی متحده اماراتو ته تللی.د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون د دوشنبې په ورځ  آزادۍ راډیو ته ویلی، عبدالله عبدالله به په دغه کنفرانس کې چې د متحده عربی اماراتو په دُبۍ ښار کې جوړ شوى، د افغانستان د دایمی پراختیا په برخه کې له نړیوالې ټولنې سره د ژمنو او دغه‌شان د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ په تړاو د پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړی.دى وایی:(( اجرائیه رییس به د مخابراتو په دغه نړیوال کنفرانس کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ او په تېره د انټرنټ په برخه کې د پراختیا او د افغانستان د ژمنو په اړه، چې د اصلاحاتو او ارتباطاتو د راوستو په هدف‌یې د یوې ستراتېژۍ د جوړولو پر اساس له نړیوالې ټولنې سره کړی، معلومات شریک او خپلې ژمنې به اعلام کړی.))د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ دغه یو ورځنی نړیوال کنفرانس ،چې د شااوخوا سلو هېوادونو استازو او لوړپوړو چارواکو په‌کې ګډون کړى، د عربی متحده اماراتو په دُبۍ ښار کې جوړ شوى دى.د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ نړیوال کنفرانس په هرو څلورو کلونو کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د استازو په ګډون، په یوه هېواد کې جوړېږی او ګډونوال په‌کې په خپلو هېوادونو کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ د پراختیا او په دې لاره کې د ستونزو په اړه معلومات وړاندې کوی.ښاغلی خوځون وایی: اجرائیه رییس به د دې کنفرانس په ترڅ کې د هېواد د اقتصادی، پراختیایی او د نوری فایبر د پروژو په اړه د سیمې او نړۍ له استازو سره خبرې وکړی او مرستې به‌یې جلب کړی.​د افغانستان د مشرانو جرګې دوهم مرستیال اصف صدیقی په دې اړه چې دغه غونډه به د افغانستان لپاره څومره له لاسته راوړونو ډکه وی، وایی:(( دغه کنفرانس به د اجرائیه رییس د ګډون له امله ښې لاسته راوړنې ولری، موږ د مخابراتو له لارې ښه عواید لرو، په دغه کنفرانس کې دې بهرنیان وهڅول شی ، چې په افغانستان کې پانګونې وکړی، آسانتیاوې دې ورته برابرې شی، د ټکنالوژۍ له لارې له نورو هېوادونو سره د اړیکو ټینګښت نه‌یوازې دا چې اقتصادی روابط جوړوی، بلکې د افغانستان د اقتصادی ودې لپاره هم مهم دى.))اوس افغانستان له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، پاکستان او ایران سره د نوری فایبر له لارې وصل دى.د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال وایی: اجرائیه رییس به د چین او ځینو نورو هېوادونو له استازو هم وغواړی چې د نوری فایبر له لارې د سیمې د هېوادونو د نښلولو په برخه کې مرستې وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید