روزنامه هیواد

عبدالله طالبانو ته: د یوې ولسوالۍ یا ولایت نیول د سولې لاره نه ده

د افغانستان د ملی مصالحې عالی شورا مشر عبدالله عبدالله وایی: په هېڅ وضعیت کې د خلکو لپاره د طالبانو د امارت نظام د منلو نه دی. ښاغلی عبدالله وړمه ورځ په کابل کې د کندهار د پخوانی شهید شوی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزی د دوهم تلین نمانځ غونډې ته وویل، چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته د طالبانو له خوا پر افغانانو د امارت تپل په دې هېواد کې د جګړې او وینې تویدنې په معنی دی.ده زیاته کړه: (( که چیری محاسبه داسې وی چې هغوی (امریکایی سرتیری او نړیوالې قواوې) له افغانستان څخه وځی او تر هغه وروسته بیا د طالبانو امارت نظام تپل کېږی د افغانستان د خلکو لپاره په هېڅ ډول وضعیت کې د منلو نه دی.))ښاغلی عبدالله د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې سره په دې اړه تازه مرکه کې هم ویلی، چې د امریکایی سرتیرو د ایستلو په اړوند د امریکا د جمهور رییس ټرمپ وروستی ټوېټ په مذاکراتو کې طالبان برلاسی کوی.ښاغلی ټرمپ د چهارشنبې په ماښام کې په یو ټویټری پیغام کې ولیکل چې باید امریکایی سرتیری په درې میاشتو کې له افغانستان څخه خپل هېواد ته ستانه شی.ښاغلی عبدالله همدارنګه په هېواد کې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالی پر زیاتېدو او په ځانګړی ډول په هلمند کې د دغه ډلې پر بریدنو انتقاد وکړ: (( که طالبان دا فکر کوی چې په جګړې سره د یوې ولسوالۍ او یا ولایت په نیولو سره په خبرو کې برلاسه کېږی، دا هغه غلطه محاسبه ده چې د کلونو په اوږدو کې دجګړې د دوام لامل شوې ده او دغه سولې ته د تلو لاره نه ده.))که څه هم د قطر مرکز دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغانی مذاکراتو له پرانیستل کېدو شااوخوا یوه میاشت تیریږی، خو د چارواکو پر وینا ورسره سم د طالبانو بریدونو زور اخیستی دی. بلخوا تازه د ناټو منشی ینس سټولټنبرګ او زلمی خلیلزاد ویلی چې د تاوتریخوالی زیاتوالی د سولې خبرې ګواښی او له طالبانو څخه یې د تاوتریخوالی کمولو غوښتنه کړې ده.

ممکن است شما دوست داشته باشید