روزنامه هیواد

عام المنفعه کړنې؛ غوره پایلې رانغاړی د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسونو وزارت نوم خپل کړی

پر کابل ګرد چاپېر راتاو د سون د بېلابېلو توکو، د ځمکنی ترانسپورت د زړو موټرو او د نورو چاپېریالی ستونزو لوخړو سره موسهار مهال دغه ښار په داسې حال کې شاته پرېښود چې کونړ ته د کاری سفر په  تکل وخوځېدو. د سورلۍ موټر مو د هدف په لور مخ پر وړاندې روان و او څومره چې له دغه ښار څخه لرې کېدو، په هماغې پیمانه لوخړې کمېدې، چاپېریال روښانېده او د تنفس کولو فضا پاکه او راغوړېده. له ماهیپر څخه په وتو او د ګوګا منډې سیمې ته په رسېدو د سړک پر غاړه د انارو پر نهالونو نویو جوړو شوو باغونو په دې لاره د مسافرو پام  ځان ته وراړاوه. د سورلۍ موټر مو د سړک له  پېچومو او ګولایانو په تېرېدو او غونډۍ ته په پورته کېدو د نغلو بند اوبه راښکاره شوې چې د لمر وړانګو ځانګړې ښکلا ورکړې وه. له سروبی ولسوالۍ او لغمان څخه په وتو او د ننګرهار له بهسودو پله څخه په تېرېدو پر سړک د ترانسپورتی بېلابېلو وسایلو او لاسی ګاډو ګڼه ګوڼه زیاته وه. د دې ولسوالۍ له بازار څخه په وتو، کونړ ته د غزېدلی سړک په دواړو غاړو سبزیو او شنو سمسورو ونو د ښایست بل شان طبیعیت جوړ کړی و. د ننګرهار خېوې ولسوالۍ ته په رسېدو د منی د وروستیو ورځو باد د ونو په زېړو طلایی پاڼو پوښلې څانګې نازولې او پر دغو ونو لاندې هغه جوړ شوى کانال مې تر سترګو شو چې هلته د کرنې سیسټم د رغونې د لوی زیارکښ جاپانى الاصله افغان ډاکټر تېتسو ناکامورا د فکر او هلو ځلو د نښانې په توګه پر دغې لاره د هر تلونکی مسافر پام ورته اوړی.  ناکامورا په ننګرهار کې د اوبو او ځنګلونو د کرلو په مدیریت کې ستره ونډه لرله او شاړې دښتې یې سمسورولې چې په مرګ یې نه یوازې افغانانو، بلکې د نړۍ له ګوټ ګوټه خلکو خواخوږی وښوده، خو که موږ افغانان د ناکامورا پر قتل خفه یوو لازمه ده چې په خپل ورځنی مهالوېش کې څو کارونو ته ځاى ورکړو.هغه دا چې خپلو ملی ګټو ته وفادار واوسو، په دنده کې د خیانت کولو لاره وتړو، دعدل او انصاف لاره پرانیزو، له مالی او اداری فساده پرهیز وکړو، د لنډغرو او غاصبینو له ملاتړه لاس واخلو، په یو بل او په ټوله کې په خپل کړېدلی او ځورېدلی  ولس رحم وکړو او د خپل هېواد په رغونه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې او اوچت ګامونه پورته کړو.  له ناکامورا سره یو کارکوونکى نکل کوی: کله چې به د مازدیګر ۴ بجی شوې، په پروژه کې په کار بوخت موږ افغان کارګرانو به هغه ته ویل: (( د کار کولو وخت پاى ته ورسېد)). خو د هغه ځواب دا و:
(( تر دې دمه مو د پیسو په خاطر کار کاوه، یوه ګړۍ مو د وطن د آبادۍ په خاطر هم کار وکړئ.))  دا څرګند حقیقت دی چې د سیمې ګاونډی حکومتونه او ډېر مخلوق یې د افغانانو په مادی او معنوی ارزښتونو بډاى شوى، د شاهانو نومونه یې ورغلا کړی، تاریخی، لرغونی هنری او ادبی آثار یې په ډېره بې شرمۍ خپل ګڼلی او د سرچینو بې بېې
( مفتو) اوبو څخه په ګټې اخیستو یې د خپل اقتصاد پشتوانه جوړه کړې ده. د دې شته ستونزې د حل پخاطر لازمه ده چې یووالى او ملی برنامې ولرو، د نړیوالو قوانینو په رڼا کې له ګاونډیانو سره د اوبو د سراو او پایناو حق معلوم کړو او په دې برخه کې دلته د امریکا په شمول د لویو قدرتونو له حضور، علم، تخنیک او امکاناتو هر اړخیزه مثبته ګټه واخلو. لیکنه را څخه اوږده نه شی. ځم د هغې راسپارل شوې دندې په خوا چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام مشر بریالی هلالی، زه او عبدالودود افغان ور ګمارلی یوو. زیار ته مو اړتیا شته تر څو د ژورنالیزم له اصولو سره سم د کونړ سیند پر غاړو د غټو ډبرو(بولډروال) د پیل شوې دغې ملی سترې پروژې په اړه د ولس د لا پوهاوی پخاطر په رسنیزه برخه له واقعیتونو سره جوخت انعکاس ورکړو. کونړ ته په رسېدو د کلیو د بیارغونې او پراختیا د رییس انجنیر صفت الله شرفمل د کار خونې ته ځو او له روغبړ وروسته د سفر موخه ورسره شریکوو. له پروژې څخه د لیدو کتو د مهالوېش په برابرولو، سبا ورځ د کونړ د سرکاڼو د نوآباد سیمې ته لاړو، هلته چې څو میاشتې مخکې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر ښاغلی مجیب الرحمن کریمی، د نږدې یو میلیارد او ۱۰۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د ۳۰ کیلو مترو په اوږدوالی د کونړ سیند پر غاړو د غټو ډبرو محافظوی دیوال د جوړېدو پرانیسته کړې وه چې اوسمهال یې کار په چټکۍ سره روان دى.

د غټو ډبرو په دغه ساتونکی دیوال د کونړ ولسوالیو بېلابېلو کلیو کې کار روان دى. په مرکز پورې اړوند د نوآباد د منځ کلی د پرمختیایی شورا مرستیال محمد الله په دې اړه وایی: د کلیو د پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام لخوا د ۴۱۳ مترو په اوږدوالی د دغه بولډروال جوړېدل به زموږ کلی، زموږ ژوند او زموږ څه باندې ۵۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له زیان اوښتو څخه وژغوری.

د سرکاڼو ولسوالۍ د سید خېلو کلی اوسېدونکى ملک خان باچا بیا داسې وایی: دغه غټه پروژه چې د کونړ ولسونو ته تر کار لاندې نیول شوې ده، زموږ په کلی کې د ۵۳۵ مترو په اوږدوالی د محافظوی دیوال د جوړېدو کار په چټکې روان دى. د کلیو د بیارغونې او پراختیا له وزارت څخه د مننې تر خوا هیله لرم چې د دې دیوال د جوړېدو کار لا ګړندى شی. همدارنګه د انکشاف دهات او زراعت دواړو وزارتونو څخه غواړو چې د اوبو لګولو د سربندونو او کانالونو د جوړولو په برخو کې هم خپل پام راواړوی.

د دې سترې ملی پروژې د کیفیت د څارنې او له نورو تخنیکی ټیمونو څخه کلیوال هیله لری چې د نیوکو تر څنګ د پروژې په تطبیق کې د ځینو شته وړو ستونزو د حل لارې چارې هم ولټوی تر څو د پروژې کار ځنډنى نه شی. په مرکز پورې اړوند د برډنډونو د کلی اوسېدونکى محمد حنیف چې د دې دیوالو له جوړېدو څخه خوښ ښکاری، داسې وایی: له جمهور رییس څخه ډېره ډیره مننه چې د کونړیانو غږ ته یې مثبت ځواب ووایه او دا غټه  پروژه یې ورته منظوره او د کلیو د پراختیا وزارت له خوا یې روانه کړې ده.  زموږ کلی کې د ۵۴۰ مترو په اوږدوالی دا دیوال جوړېږی او په بشپړېدو به ېې د کلیوالو کورونه، ځمکې، باغونه او حاصلات د سېلابونو له ګواښ څخه وساتل شی. په دې پروژه کې کلیوال خپله لس سلنه ونډه اخلی. موږ ټول د کلی اوسېدونکی باید د دې پروژې په ساتنه کې خپله ایمانی او وطنی دنده سر ته ورسوو په دې خاطر چې له دې ګټورې پروژې راتلونکی نسلونه هم ګټه اخلی.

د کونړ سیند پر غاړو پرتو بېلابېلو کلیو کې د غټو ډبرو دغه ستره ملی پروژه  څو اړخیز اهمیت لری له دې امله اړینه ده چې د تطبیق په برخه کې یې کار پوه او زړه سواندی کسان په پوره حوصله مندۍ خپله دنده سر ته ورسوی تر څو د ځایی اوسېدونکو پر وړاندې محیطی ستونزو ته چې د سېلابونو په راوتو ورسره لاس او ګریوان دی د پاى ټکى کېښودل شی. د سید خېل د پانډ سر او مسلم آباد کلیو کې د محافظوی دغه دیوال د جوړېدو کار په ښه توګه روان دی. د سرکاڼو ولسوالۍ د کاکی خېل کلی کې په څلورو برخو کې د ۱۶۳۴ متره دیوال د جوړېدو پخاطر په غټو ډبرو بار موټر راروان دى او سکواټورونه په خپلو پنډو پنډو غاښونو کې درنې ډبرې له ځمکې پورته کوی او د دیوال په مناسب ځاى کې یې غورځوی. هلته وړاندې د کونړ ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تکړه، هڅاند او ځوان انجنیر ایمل امینې په ډبرو ولاړ او د لاس په اشارې د سکواټور چلوونکی ته د ډبرو د اوبدلو (بافت) او ځاى پر ځاى کېدو لارښوونه کوی تر څو په راتلونکی کې دغه پروژه له کومې ستونزې سره مخ نه شی. ور نږدی شوم او هغه خپلې خبرې داسې پیل کړې: په دې محافظوی دیوال کې لازمه ده چې ډبرې ښې سره واوبدل شی په دې خاطر چې په سیند کې د اوبو په زیاتېدو له زیان اوښتو وژغورل شی. همدارنګه د دې پروژې په بهیر کې کلیوالو ته کاری فرصتونه برابر شوی او به پلی کېدو به یې کروندګر له تېرو سېلابونو خپلې ورپاتې شاړې ځمکې د کرکیلی لپاره آبادې کړی. پخوا د کونړ سیند په مختلفو مسیرونو بهېده او د مشخصو بندونو، کانالونو او پلونو جوړېدنه ناشونی کار و.

د سرکاڼو د کاکیخېلو کلی په څو برخو کې د محافظوی دغه دیوال د جوړېدو کار جریان لری چې قومی مشر حاجی میاداد حقمل  یې په اړه داسې وویل: دا یوه ستره ملی پروژه ده. دا یوازې د سرکاڼو ولسوالۍ نه ده، بلکې د ټول کونړ پروژه ده. د جمهور رییس له پاملرنې  څخه مننه کوو چې زموږ د ولس دغې غوښتنې ته یې مثبت ځواب ووایه او د کلیو د پراختیا وزارت ته یې دنده وسپارله چې د کونړیانو دا اړینه پروژه تطبیق کړی خو هیله مې دا ده چې د دې ګټورې پروژې د تطبیق چارې په ځینو شته وړو ستونزو له ځنډ او خنډ سره مخ نه شی.

د دغې پروژې د کار له جریان څخه د لیدو کتو پخاطر د سیند پر دواړو غاړو بېلابېلو پرتو کلیو ته ورځو او هلته یې په اړه د کلیوالو وړاندیزونه، غوښتنې او اغېزمنتوب اورو خو د نرنګ ولسوالۍ د برلچګی کلی کې د غټو ډبرو په دغه دیوال چې کرنیزې ځمکې او کورونه به د سیلابونو د بهېدو په وخت کې له زیانمنېدو وژغوی هم کار روان دى خو د دیوال تر خوا ماشینری وسایل ځمکه راکینی ځایی اوسېدونکی عنایت الرحمن داسې وویل: دا دیوال چې نه وو زموږ ځمکې او کرل شوی فصلونه به سېلاب وړل. اوس یې انکشاف دهات وزارت د جوړېدو کار روان کړى دى چې موږ ډېر ورته خوښ یوو. دا دى تاسو یې وینۍ چې د دې دیوال تر شا زه د ماهیانو فارم جوړوم چې له ګټې یې یوه مړۍ حلاله ډوډۍ تر لاسه کړم.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ برلچګی کلی څخه مرکز اسعد آباد ته په راستنېدو د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا درییس انجنیر صفت الله شرفمل خبرې اورو، هغه وایی: د کونړ سیند پر غاړو د تحکیماتو دا ستره  پروژه د دې ولایت د ولس غوښتنه ده، هغه ولس چې کلونه کلونه یې سیند کې د سیلابونو په بهېدو سره کرنیزې ځمکې، کورونه او ژوند له لاسه ورکړى دى. د دې پروژې په تطبیق سره به هغوى دا فرصت پیدا کړی چې شاړې شوې خپلې ځمکې بیا د کرکیلی له پاره برابرې، مالداری تقویه او زراعت ته وده ورکړی. د کونړ له محلی ادارې او ټولو اوسېدونکو څخه هیله کوم چې د دې سترې ملی پروژې په تطبیق کې له موږ سره لا مرسته وکړی. هغه زیاته کړه، په ۱۳۹۸ مالی کال کې د کونړ په سطحه د وزارت د سیمه ییزو، دکلیوالی لارو جوړولو، د څښاک د پاکو اوبو د برابرولو او د ولسی تړون د ملی پروګرامونو له خوا بېلابېلو برخو کې ګټورې پروژې له ځایی اوسېدونکو سره په همغږۍ کې پیل شوی چې ځینې یې بشپړې او کلیوال ورڅخه ګټه اخلی.همدا پرمختیایی کړنې او له خلکو سره همغږی ده چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسونو د وزارت نوم خپل کړى دى.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له خوا په لومړی پړاو کې د کونړ سیند پر غاړو د ۳۰ کیلو مترو په اوږدوالی د غټو ډبرو د دیوالونو پیل شوې پروژه څو اړخیز ارزښت لری چې په تطبیقېدو به یې ۳۶۰۰ هکټاره ځمکه د کرکیلی له پاره چمتو، ځایی اوسېدونکو ته به د کار کولو شرایط برابر، تر پنځلس زرو پورې بزګران به په خپله کرونده کې اوږد مهاله بوختیاوې تر لاسه او اوچت اقتصادی ارزښت به یې د کونړ د اوسېدونکو جیبونو ته ورسېږی. هغه وو چې له مهال وېش سره سم مو د دندې له سرته رسولو وروسته د کونړ پاکه هوا او روښانه چاپېریال، کونړیانو ته پرېښود او موږ د سفر ملګری د کابل د ککړې هوا او په لوخړو د پوښلی ښار خوا ته راوخوځېدو.

نقیب الله شېرزی

ممکن است شما دوست داشته باشید