روزنامه هیواد

عامه پوهاوى ، عدالت ته لاسرسی او د قانون تطبیق پر ښځو د تاوتریخوالی کچه را کمولاى شی

د  انسانی ژوند دبقا لپاره نارینه او مېرمنې یودبل مکمل یا په بل عبارت یو دبل لازم او ملزوم دی که یو له دوی څخه نه وی ، نو ژوند به هېڅ رنګ اوخوند ونه لری یا به ژوند وجود ونه لری نولازمه ده چې د بشری ژوندانه دغه مکمل موجودات یود بل په خواپورې له مینې اومحبته ډ ک آرام ، سوکاله  او خوشحاله ژوند ولری .

افغانستان داسې هېواد دی، چې تل ښځې په کې د تاوتریخوالی قربانی دی او په ملک کې وروستۍ نا امنۍ خو په لوړه کچه د دې سبب شوی چې ښځې کونډې او بورې شی .

د هېواد په لرې پرتوهغوسیموکې چې د مخالفینوتراغیزې لاندې دی د کورنیو تاو تریخوالیو پېښې ډېرې لیدل کېږی له بل پلوه څرنګه چې د ښځې مقاومت د نارینه په نسبت کم دی ، نوکورنی تاوتریخوالی او جګړه ییزې پېښې کله ناکله د میندودروانی ناروغیو سبب هم کېږی، خو دغه تاوتریخوالی که د کورنۍ په کچه وی او یا د جنګونوزیږنده له امله یې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې ښځې کړېږی او جالبه داده، چې ورځ د بلې په پرتله لا پسې زوراخلی، ځکه هغه سیمې چې د دولت د مخالفینو تراغېزې لاندې دی هلته د ښځو فریاد نه اورېدل کېږی او لنډه داچې که په افغانستان کې د ښځو پر ژوند نظر سنجی وشی په لوړه کچه د تاوتریخوالیو قربانی او له ستونزو سره مخ دی .د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ له معیینې آغلې سپوږمۍ وردګ سره د ښځو د ستونزو او په هغوی د تاوتریخوالیو په اړه مو مرکه کړې چې ستاسې پام یې لو ستلو ته را اړوو د هغې په وینا :موږ پر ښځو د اوتریخوالیودمخنیوی د قانون له مخې په مرکزاوولایتونو کې درېیو اساسی ټکو ته پاملرنې سره چې عامه پوهاوى ، قانون ته د ښځو لاسرسی او قانون د تطبیق په کې شامل دی لومړیتوبه ورکوو .

لومړی، د عامه پوهاوی برخه : په دې برخه کې دوی ته ددوی د حقوقواو د دوی پر وړاندې د قانون د ترپښولاندې کولو په اړه د معلوماتو ورکول شامل دی ، زموږ دا پروسه اوس د کابل په ګډون د ولایتونو له مرکزونو څخه د هېواد ۲۲۴ولسوالیو ته هم غځېدلې ده، ځکه ډېرې داسې زړه بوګنونکې قضیې به له ولسوالیو څخه هم راتلې چې پوهاوی ته به یې اړتیا درلوده اوددې ترڅنګ موږ اوس په دې هم بریالی شوی یو،چې په هغو ولسوالیو کې چې هلته امنیتی ګواښونه نسبتاً کم دی  ښځو او نارینه وو ته د عامه پوهاوی ګډ پروګرامونه او ورکشاپونه پرمخ یوسو، چې د کورنۍ ( نارینه وو او مېرمنو) حقوق په کې شامل دی ،ځکه پخوا له دې به یوازې ښځې د عامه پوهاوی په برخه کې شاملې وې ، خو اوس د کورنۍ د حقوقو ترعنوان لاندې موږ له دوی سره خپل معلومات شریکوو ،چې دوی (میړه ، ښځه )  یو دبل حقوق وپېژنی او د دې ترڅنګ مو د ناوړه رسومو، بدعتونواو انګېرنو په باب چې د اسلام له سپیڅلی دین سره هم اړخ نه لګوی او دهغو د بدو پایلو په اړه له دوی سره خپل معلومات شریک کړی ، تر ټولو مهم مو حمایتی (د ښځودملاتړ) قوانین دى چې په افغانستان کې مروج دی دوی ته وروپېژندلی دی  ، په انسانی ژوند کې مود ماشومانود روزنې اوپالنې په اړه د ښځو درول او دکورنۍ له غېږې ترټولنې پورې د اولادونو د رسولو اودکورنۍ تربیې په اړه بشپړمعلومات ورکړی ، همدارنګه مو د ټاکنو او د هغو د اهمیت او ماهیت په اړه  د دوی وړتیاوې لوړې کړې دی .دوهم : عدالت ته د لاسرسی برخه : په دې برخه کې موږد کابینې د قوانینو جوړولو (تقنین) د کمیسیون غړیتوب هم لرو چې په نتیجه کې مو د ښځو په ګټه ډېرو پخوانیو قوانینو ته بدلون ورکړى ، همدارنګه پر ښځود تاوتریخوالیو د مخنیوی د قانون تسوید چې زموږ پرغاړه و اوس نهایی شوی په هغه کې موداسې مادو ته ځاى ورکړى چې د نارینه او ښځې ترمنځ د کورنی ژوند ثبت د او انحلال مادې  شاملې دی چې ددغه قانون د موادو له مخې به ښځه د جلا والی په صورت کې له نفقې څخه نه محرومیږی ددغه قانون تصویب د پارلمان اوتوشیح یې د ولسمشر لخوا ترسره کېږی چې ژر به وشی ، په دغه قانون کې مو یوه پروژه هم رامنځ ته کړې چې په حقوقی لحاظ د (۶۷۶۷) تلیفونی شمیرې له لارې ښځو ته وړیا سلا مشوره ورکول کیږی که چیرې کومه ښځه له خطرسره مخ وی لومړی سلا مشوره ورکول کیږی او که چیری احسا ساتی اوملامته وګڼل شی سلوک ته د بدلون ورکولو لارښوونه ورته کېږی اوکه په دې برخه کې ښځه له خطر سره مخ ، سلامته او مقابل لورى ملامت وی نو دعدالت د پلی کولو نورې لارې هم لرو چې هغه د هېواد په مرکز او ولایتونو کې زموږ حمایوی مرکزونه دی چې همدا اوس پر کابل سربیره په شلو ولایتونوکې تقریبا ۹۰۰ ښځې په حمایوی مرکزونو کې ژوند کوی چې چارې یې د انجوګانو له خوا پرمخ وړل کیږی او د ژوند مصئونیت یې په بشپړ ډول خوندی شوى دى همدارنګه موږ ددوى د قضیو دحقیقت موندلو لپاره بندیخانو ته هم تللی یواوپه دې اړه مو د حقیقت اوعدالت غو ښتنه هم کړې ده ځکه داسې پیښې شته چې ښځې په سلیقوی ډول د تاوتریخوالیو قربانی شوې دی  ، په افغانستان کې اوس مهال د۸۰۰  په شاوخوا کې ښځې بندیانې دی چې له دوى سره ۳۰۰ ماشومان هم موجود دی ٫ ددوى اعاشه پخوا تردې اتیا افغانۍ وه خوزموږد هلوځلو په واسطه دغه رقم ۱۳۰ افغانیو ته لوړشوى دى چې اوس په بشپړ ډول ددوى د تغذیې لپاره کفایت کوی ، دکابل او قندهارپه محبسونو کې مو وړکتونونه هم جوړ کړی دی چې ژر به دنورو ولایتونوپه محبسونو کې هم وړکتونونه جوړشی  او ددې آسانتیاوو تر څنګ ددوى جرمی قضیې اوس ترپخوا ژر ژرڅېړل کېږی .درېیم : د قانون له تطبیق څخه د ګزارش جوړول اوخپرول دی : چې دا هم زموږ ضمه واری ده ، تر اوسه پورې مو څلورګزارشونه جوړ کړی او خپاره کړی دی اودم ګړۍ په پنځم او شپږم ګزارش کار روان دی چې د کال ترآخره پورې به دا ګزارشونه هم بشپړ او خپاره شی.  د آغلې سپوږمۍ پر وینا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د مخنیوی په اړه چې څومره فعالیتونه شوی اوقوانین تطبیق شوی دی په دې اړه د پلټنې کمېسیون هم فعال رول لرلی دی خو زموږ وروستۍ هڅه تل داده چې په ښځو د تاوتریخوالیو موارد را کم شی ، موږ پر هغو ښځو چې زیاتى ورسره شوى وی اویا یې دصحرایی محکمو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړى مطبوعاتی کنفرانسونه را بللی اوعاملینو ته مو د کلکې سزا غوښتنه کړې ده .دمرکې په وروستیو کې دجنایې جرمی او جزایی پیښو د ارقامو په اړه آغلې سپوږمۍ وردګ وویل : په سږنی کال کې موږ د ښځو ۲۸۸۶ جنایی پیښې درلودې چې دغه رقم د تېر کال په پرتله یو فیصد زیات دی چې له دې ډلې څخه مو د ۶۰۰ پېښومنځګړتوب کړى او همدارنګه له ۵۰۰قربانیانو
سره مو وړیا مساعدتونه کړی دی .        حیات الله حلیم

ممکن است شما دوست داشته باشید