روزنامه هیواد

عاشورا د اسلامی تارىخ په پاڼو کې بې سارى خوځښت

که چېرې داسلامی نړۍ ځلانده تارىخی پړاوونو ته نظر واچول شی داحقىقت ترسترگو کىږى چې اصحابو کرامو ، امامانو او مسلمىنود کفارو اومشرکىنو په وړاندې سرښندونکې مبارزې کړی، مالی اوځانی زىانونه ىې زغملی او د اسلام دسپىڅلی دىن په لاره کې هم په بشپړه رښتىنولۍ او مىړانه جنگىدلی او شهىدان شوىدى چې روښانه بىلگه ىې  په ۶۱ هجری قمری کال د باطل پروړاندې د کربلا په جگړه کې د حضرت محمد مصطفى (ص) دلمسی حضرت امام حسىن (رض) مظلومانه شهادت دى چې د عاشورا په ورځ ىى ځان قربانی کړ .البته په دې ورځ دکربلا سپهسالار حضرت امام حسىن (رض) پرباطل دحق د برلاسی  کولو له پاره په مبارزه کې له خپلو « دوه اوىا » تنو ىارانو سره ىوځاى دشهادت جامونه وڅښل که څه هم حضرت امام حسىن (رض) له ځلمىتوب څخه په دې پوهىده چې داسلام مبارک دىن دحق اوعدالت دىن دى او حضرت امام حسىن (رض) ددغه سپىڅلی دىن د زىاتو ښىگڼو په باب خلکو ته تبلىغ کاوه او داسلام اود خپلو نىکونو او کورنۍ د دښمنانوله نارواوو څخه ډېراندېښمن و، خوکله چې ىزىد بن معاوىه سلطنت ته ورسېد، نو په نامطلوبه توگه ىې داسلام احکام دټولنې په منځ کې خلکوته وړاندې کول اوداسلام له مبىن دىن څخه ىې دخلکو دلرې والی ، ټوټه ټوټه کېدو اوله منځه تللو  شومې هڅې کولې چې په دى باب هره ورځ ډله ډله خلک حضرت امام حسىن (رض) ته دشکاىت له پاره ورتلل  اوىزىد بن معاوىه هم له امام حسىن (رض) څخه دبىعت غوښتنه کوله ، خودغه حضرت پرباطل د حق دبرلاسی په لاره کې مبارزې ته په سرښندونکې توگه چمتو و اوبالاخره حضرت امام حسىن (رض) دخپلو پلوىانو پروړاندې په کربلاکې دحق او حقىقت د سپىڅلې مبارزې له پاره اوږدې وىناوې وکړې او هغوى ته ىې خپل هدفونه څرگند کړل اوداىې هم ورته ووىل: هغه څوک چې نه غواړی د حق په لاره کې په شهادت ورسىږى ، نوکولاى شی چې دشپې په تىاره کې چې څوک ىې ونه وىنی له دې ځاىه ولاړ شی ، خوکله چې شپه شوه ، نو گڼ شمىر خلک چې اىمان او عقىده ىې کمزورې وه  دحضرت امام حسىن (رض) له لىکو څخه په هماغه شپه تللی وو او ىوازې دوه اوىا تنه داسلام دسپىڅلی دىن پتنگان   چې داسلام د سپىڅلی دىن دپىاوړې عقىدې او بشپړ اىمان  خاوندان وو دهغه حضرت په خواکې دىزىد دلښکرو پروړاندې په ډىرې مىړانې سره ترهغه وخته پورې وجنگىدل ترهغو چې ىى د ۶۱ هجری قمری کال دمحرم الحرام  دمبارکې مىاشتې په لسمه نىټه دشهادت جامونه وڅښل ، نودغه ورځ له پىړىو څخه راپه دې خوا دنړى د مسلمانانو له خوا په ځانگړو مراسمو نمانځل کىږى او په دى توگه داسلام دژغورنې اود حق او عدالت په لاره کې یې دفداکارۍ ، سرښندنې او ځان تىرىدنې ىادونه کوی  مسلمانان په دې ورځ دقرآن عظىم الشان تلاوت او ختمونه ، خىراتونه ، نفلی لمونځونه ، دعاگانې ، موعظې او نصىحتونه کوی ، روژې نىسی او همداسې نورنېک کارونه او دثواب عملونه ترسره کوی او هم ىې په ىاد  غونډې جوړوی ترڅو په دې ډول ىې په ښه توگه دحضرت امام حسىن (رض) او دهغه دپلوىانو دمظلومانه شهادت دورځې نمانځنه کړې وی ، ځکه که چېرې دحق په لاره کې دحضرت امام حسىن (رض) اودهغه دىارانو دغه سرتىرىدنه او فداکاری چې داسلام له لارې څخه د وتلی او بې لارې شوی ظالم ىزىد او ىزىدىانو پروړاندې  ىې کړې ، که ىې نه واى کړې ، نوله شک پرته چې هېچا دظلم ، بې عدالتۍ ، بې لارىتوب او دباطل پروړاندې ىې د مقاومت ، مبارزې او دقىام جرئت نه شواى کولاى ، له همدې امله دغه دعاشورا ورځ پرباطل د حق دبرىالىتوب دتارىخی ورځې په نامه هم ىادوی ، دغه راز دشهىد دکلىمې په هکله هم باىد ووىل شی ، چې د شهىد او شهادت کلىمه ډىره سپىڅلې ده اوهغه چاته شهىد وىل کىږی چې په ىوې سپىڅلې لاره کې اودىو سپىڅلی هدف له پاره ىې خپل ځان قربانی کړى وى ، شهىد ځینې ځانگړتىاړې هم لری. لومړى داچې په ىوه سپىڅلې لاره کې په شهادت رسىږی . دوىم داچې شهىدان نه مری. داپه دې معنى چې تل ژوندی وی اوکارنامې ىې دولسونو په زړونو کې د تلپاتې ىادښت وړ وې ، لکه څنگه چې وىل شوی دی هدف باىد سپىڅلى وى توپىرنه کوى که هغه ستر وی ىاکوچنى ، ځکه کىداى شی چې ىوهدف اومقصد ډىرستر اوباارزښته وی ، خوسپىڅلى نه وی. دبىلگې په ډول سکندر چې دټولې نړى د نىولو هىله ىې درلوده او دهمدې مقصد له پاره ىې هڅه کوله ، نو واقعاً چې هدف ىې ستر اولوى و، خو سپىڅلى نه و او عالی هم نه و څوک  چې په دې لاره کې ووژل شی دخلکو پروړاندې احترام او سپىڅلتىا نه لری ، ځکه چې سکندر خپله دځان غوښتنې داىره لوىه کړې وه ، نوداسې اشخاص چې هرڅومره ملکونه تسخىر کړی  د دوى عمل هىڅ سپىڅلتىا او احترام نه پىداکوی ، هدف هغه وخت سپىڅلى وی چې هرډول عمل او موخه له ځان غوښتنې څخه بهر وی او دهرډول تکلىفونو زغم باىد دبشرىت د هوساىنې اوله خپل همنوع سره د خواخوږۍ له پاره وی ، پردې بنسټ شهىد هغه دى چې ټولې هڅې او کړنې ىې د دندې او مکلفىتونو دترسره کولو ، دپت ، عزت او شرافت دساتلو ، ددىن د خپرولواو حفاظت له پاره وی ، نه دخپلو مادی گټو او شخصی منفعتونو له پاره ، له شک پرته داټولې پورته ىادې شوې ځانگړنې دامام حسىن (رض) په رښتىنې مبارزه کې نغښتې وې او دهمدغه سپىڅلی هدف له پاره ىې سرښندونکې مبارزه وکړه اوپه ډىر وىاړىې له خپلو دوه اوىا تنو ىارانو سره دشهادت جامونه وڅښل  او په انسانی ټولنه کې ىې خپل ىادښت تلپاتې او همىشنی کړ دغه راز دحضرت امام حسىن(رض) دحماسی شخصىت په هکله مو لومړى دغه ټکی ته باىد پام وی چې په نړۍ کې دهغو حماسی شخصىتونو په هکله چې په کتابونو او لىکنو کې راغلی دى که نسبتاً واقعی دی اوىا افسانه ىى ټول قومی او نژادى بڼه لری ، خو امام حسىن (رض) بىا له دوى څخه جلا او ځانگړى دى . امام حسىن ىو واقعی حماسی شخصىت دى ،  نه لکه د افسانه ىی شخصىتونو په څىر ، حسىن ىو حماسی شخصىت دى ، خو دانسانىت حماسه ، دبشرىت حماسه ، دقومىت حماسه ، دحسىن خبرې ، دحسىن عمل ، دحسىن حادثه اودحسىن روح او ټول څىزونه دحسىن بىلگه ىىز او هىجان لرونکی دی ، تحرىک دى ، درس دى ، دځواکمنتىا زىږنده ده ، اما څه ډول د ځواکمنتىا زىږنده او څه ډول درس ؟ اىا له هغه پلوه چې دى مثلاً په ىو قوم پورې تړلى دى ، ىاله هغه پلوه چې شرقی دى ، ىا له هغه پلوه چې دى مثلاً عرب دى اوغىر عرب نه دى ، نه هېڅکله هم نه شى کىداى چې دحسىن په وجود کې دا شان حماسه ځاى ولری ، ځکه چې دده حماسه له داسې حماسو څخه ډىره اوچته او لوړه ده او ډىر لږ خلک دی چې هغه په ښه ډول پىژنى ، اوس راشئ  چې واقعىت څه ډول دى ، تاسو په نړۍ کې ىو حماسی شخصىت د حسىن په څېر چې حماسه ىې انسانی واوسی ، نه قومی ، پىدا به ىې نه کړئ، حسىن د انسانىت ترانه او د انسانىت د پاىښت غوښتونکى و ، ځکه یې حماسه هم بىلگه ىىزه او ىې مثاله وه او دخلکو په زړونو کې ىې ىاد همىشنى دى او د تارىخ په پاڼو کې هم د حسىن حماسه په تلپاتې ډول پاىښت لرونکې ده له شک پرته چې عاشورا یو ستر الهی او بې مثاله خوځښت او ددىنی او اسلامی باورونو او ارزښتونو د پىاوړتىا او ټىنگښت په برخه کې د حضرت امام حسىن(رض) قىام او شهادت له خپلو دوه اوىا تنو وفادارو ىارانوسره هغه څه دی چې د باطل په وړاندې د حق د مبارزې او رښتىنی شهادت له  لارې ىې پىوند خوړلى دى ، دغه ورځ د ډىرو سترو دىنی او عقىدتی واقعاتو او حوادثو لرونکې هم ده او مخکې له دې چې په اسلام کې د احترام وړ وگرځی د مختلفو ادىانو پىروانو هم پر دغې ورځې ځانگړى باور درلود. دمحرم الحرام لسمه د ىولړ حوادثو او ځانگړتىا وولرونکې ده چې په دې هکله ددىنی قدرمنو علماوو له قوله داسې وىل شوىدی:ددغې ورځې له مهمو واقعاتو څخه د حضرت ادم(ع)خلقت او پىدا ىښت دى چې په دغې ورځ منځته راغلى ، د کعبې شرىفې د خونې بنسټ په دغې ورځ د حضرت ابراهىم خلىل الله په واسطه اىښودل شوى و ، مخکې له دې حضرت ابراهىم خلىل الله د نمرود له اور څخه په همدې ورځ ژغورل شوى و ، چې د پاک خداى(ج)‎په امر سور اور د حضرت ابراهیم خلیل الله له پاره په ګلستان بدل شوى و.په دې هکله ویل شویدی:ژباړه:(اى اوره! سوړ شه او ابراهیم روغ وساته)حضرت صالح(ع)په همدې ورځ د کب له گېډې څخه وژغورل شو.حضرت نوح(ع)چې(۹۵۰)کاله خلک دىو خداى(ج)عبادت ته راوبلل خو لږو کسانو هم دده خبروته پاملرنه ونه کړه تر هغو چې بالاخره حضرت نوح(ع)د خلکو له آزار او ځورونې څخه ډىر په تنگ شو تر څو پاک خداى(ج) هغه حضرت ته امر وکړ چې بېړۍ جوړه کړی،حضرت نوح(ع)بېړۍ جوړه کړه،ډىر سخت طوفان پىل شو او هغه کسان چې له نوح(ع)سره په بېړۍ کې ناست وو وژغورل شول او نور ټول گمراه خلک په طوفان کې غرق شول دغه واقعه هم په همدغې ورځ دمحرم الحرام په لسمه منځته راغله او دنوح(ع)بېړۍ له ډوبېدو وژغورل شوه همدا راز فرعون چې حضرت موسى(ع) هغه دىو خداى(ج)بنده گۍ ته دعوت کړ دهغه دعوت ىې قبول نه کړ تر هغو چې وضعىت داسې شوچې فرعون تصمىم ونىو تر څو حضرت موسى(ع)په شهادت ورسوی.حضرت موسى(ع) له خپلو ټولو پىروانو سره  دفرعون او فرعونىانو له شر څخه د فرار په مقصد حرکت وکړ.ددوى دلارې په اوږدوکۍ(رودنىل)موقعىت درلود. ددې له پاره چې دموسى(ع) امسا د هغه دنبوت معجزه وه ، د خداى(ج) په امر ىې هغه رودنىل ته وړاندې کړه ، رودنىل دوه برخې شو او حضرت موسى(ع) له خپلو ىارانو سره د رودنىل له منځ څخه تېر شو. فرعون او دهغه کسان چې د حضرت موسى(ع) په تعقىب کې وو هغه وخت چې دوى ولىدل رودنىل له منځ څځه دوه برخې شو او موسى(ع) له هغه څخه تىر شو، نو فکر ىې وکړ چې دوى هم کولى شی له رودنىل څخه تېر شی، نو هغه وخت چې دوى رودنىل ته داخل شول  رودنىل د خداى(ج) په امر بېرته سره ىو ځاى شو، فرعون او فرعونىان په همدې ورځ په رودنىل کې غرق شول،بل داچې حضرت محمد (ص) د آخرې زمانې پىغمبر وروسته له هغه چې له مکې مکرمې څخه مدىنې منورې ته هجرت وکړ،په هغه ځاى کې ىې ولىدل چې دىهودو خلک د محرم په لسمه ورځ روژه نىسی. حضرت محمد(ص) له هغوى څخه پوښتنه وکړه چې دغه ورځ د حضرت موسى(ع) د کامىابۍ ورځ ده.د خداى(ج)رسول وفرماىل چې موږ ولی دغه ورځ روژه ونه نىسو، ځکه چې موږ له تاسو څخه ډېر پر حضرت موسى(ع) اىمان لرو او ورته نږدې ىو،وروسته حضرت محمد(ص) دغه ورځ روژه ونىوله او خلک ىې هم روژه نىولوته دعوت کړل اووى فرماىل:که چېرې راتلونکى کال حىات باقى و، زه ىوه ورځ مخکې او ىوه ورځ وروسته دمحرم الحرام  له لسمې څخه روژه نىسم. ددې له پاره چې له ىهودانو څخه تقلىد ونه شی او له هغوى سره په مخالفت کې وی، همداشان ىې  وفرماىل:هغه څوک چې په دغې ورځ روژه ونىسی ىو کلن گناهونه یې د خداى(ج) پر وړاندې بخښل کىږی او که چېرې څوک په دغې ورځ د خپل رزق د زىاتىدو کوښښ کوى،خداى(ج)ىې د کال ترآخره په دسترخوان کې پرىمانی راولی،نو دا د هغو فضىلتونو له جملې څخه دی چې د محرم الحرام لسمه ىا د عاشورا ورځ ىې لری. دغه راز ددىنی علماوو له قوله وىل شوی دی چې داسلام ستر پىغمبر حضرت محمد(ص) د خپل حىات په وخت کې د امام حسىن (رض)شهادت ته اشاره کړىده او هغه ىې د جنت اهل او سىدالشهدا بللى دى.دباطل پر وړاندې د هغه د مبارزې له پلوه دغه ورځ پر شمشىر د وىنې د برىا ، د حق د تر پښو لاندې کىدوپه خاطر د ظلم پر وړاندې د کلمه الله رښتینې مبارزه او له اسارت څخه شهادت ته ترجېح ورکول دی.دغه ورځ مسلمانانو ته ښیی چې د ظلم ، بې عدالتۍ او نارواوو پر وړاندې مبارزه وشی.همداشان مبارزه او دژوند لاره د رسول الله مبارک له اهل بىتو څخه زده کړی ، د کربلا د قىام تارىخی درس او روښانه پىغام دى.دحق غوښتنې ، د رښتىنې مبارزې او اسلامی اخوت له پاره.هېوادوال دپاک خداى(ج)له دربار څخه هیله کوی چې د کربلا د حماسې دشهىدانوپه څېرد اسلام د سپېڅلی دىن دلارې د شهىدانو روح دې تل ښاد او جنت فردوس دې ور په نصىب کړی او د دوى له برکت څخه دې رب العزت زموږ په گران هېواد سرلوړی  افغانستان کې روانه جگړه ، چې په هر نوم دوام لرې اود افغانانو دمرگ ژوبلې او په هېواد کې دنورو تباهىو لامل گرځی پاى ته ورسوی او د ټولو افغانانو ترمنځ دې د ورورولی ، اتفاق،ىووالی او ملی وحدت نېکمرغه فضا رامنځته کړی ، ترڅو چې ىوه نىکمرغه همىشنۍ او تلپاتې سوله او بشپړه هوساىنه د ټولو پتمنواو مظلومو افغانانو په برخه شی اوله دې وروسته هم پاک زړی افغانان نور د پردىو د شوموهدفونو او کرغېړنو دسىسو ښکار نه شی، بلکې په خپل خواږه پلرنی ټاټوبی گران افغانستان کې په خپلواکه توگه په بې سارې نېکمرغه هوساىنه او سوکالۍ کې په بشپړه خوښۍ او خوشحالۍ دژوند چارې سمبالې او پرمخ بوزی  او د پاک خداى (ج) له ورکړی خواږه ژوند څخه په سمه توگه خوند واخلی او هم دپاک الله (ج)عبادت په سمه طرىقه ادا کړی.

ش ، شاهىن

ممکن است شما دوست داشته باشید