روزنامه هیواد

طالب سرچینه: د کابل پوهنتون برید د پېښور د مدرسې د برید غچ و

 طالب سرچینه وایی، چې پر کابل پوهنتون د وړمې ورځې برید په پېښور کې د افغان طالبانو پر مهمې مدرسې د برید په غچ کې شوې ده.سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط تاند ته ویلی، تېره اوونۍ په پېښور کې د (زبیر) په نامه د افغان طالبانو پر مرکزی مدرسه له بریده وروسته د افغان طالبانو د پېښور شورا د دغه ښار د تاج آباد په سیمه کې د کوچیانو جومات ترڅنګ د فقیرمحمد دروېش په کور کې بیړنۍ غونډه جوړه کړه.د سرچینې پر وینا: د پېښور شورا مشر قیوم ذاکر او ملاشیرین اخوند غونډې ته وویل، چې (( پر مولوی رحیم الله حقانی او زبیر مدرسه برید په پاکستان کې دننه پر افغان طالبانو د بریدونو د لړۍ یو خطرناک برید او د خطر زنګ دی او باید غچ یې واخلو.))ده همداراز وویل: (( پر طالبانو د دې بریدونو ځواب باید سمدستی د کابل، مزارشریف یا هرات پر پوهنتونونو په برید سره ورکړل شی او د برید پړه به په داعش کې زموږ ارتباطی کړۍ په غاړه واخلی.))سرچینه همداراز وایی، دې غونډې ته د سراج الدین حقانی ورور عبدالعزیز حقانی وویل: (( په کابل او نورو ښارونو کې باید وېره او ترهه ایجادو کړو ،چې عام خلک د دولت پر وړاندې راپورته شی او خلک د طالبانو د بیا راتګ هرکلی ته تیار شی.))داعش، چې ځان ته د اسلامی دولت د خراسان څانګه وایی، د کابل د حملې مسوولیت په غاړه واخیست. دې ډلې تېره اوونۍ د کابل په لوېدیځ کې پر تعلیمی مرکز د برید مسوولیت هم منلی و.په پېښور کې پر مدرسې له بریده وروسته د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال باجوه د ټپیانو د لیدو لپاره د پېښور لیډی ریډنګ روغتون ته لاړ.د کابل پوهنتون په حمله کې ۲۲ کسان شهیدان شوی او ۲۲ نور ژوبل دی. د پېښې ځای ته تللی خبریالان وایی، چې د یوه وژل شوی ترهګر په جېب کې د طالبانو په وېنو لژند بیرغ یې لیدلی دی ،خو د دې ثابتول ښایی آسانه نه وی .په همدې حال کې د کابل پوهنتون محصلانو د پوهنتون پر دېوالونو لیکلی، چې حکومت دې په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې سمدستی ودروی.

ممکن است شما دوست داشته باشید