روزنامه هیواد

طالبان په ولسواکۍ او دموکراتیکو ارزښتونو باور نه ‌لری

اجرائىه رییس د سوىس په داووس ښار کې و‌وىل، وسله وال طالبان په ولسواکۍ او دموکراتىکو ارزښتونو باور نه‌لری.اوزیاته یې کړه، د طالبانو پىاوړتىا د روسىې، اىران او د منځنۍ آسىا د نورو هېوادونو په زىان ده.ښاغلی عبدالله زىاته کړه، چې طالبان ىوازې د تاوترىخوالی او ترهګرۍ پر مټ خپل اهداف تعقىبوی.د ښاغلی عبدالله پر وىنا له همدې کبله له طالبانو څخه هر ډول ملاتړ به د سىمې او نړۍ د هېوادونو په ګټه نه‌وی.عبدالله چې د داووس نړىوال اقتصادی کنفرانس په څنډه کې د سولې او پخلاىنې په نامه غونډې ته وىنا کوله ووىل: ىو شمېر هېوادونه ښایی په سىمه کې د امرىکا له سىاستونو سره مخالفت ولری او ىو څه متفاوت چلند وکړی.نوموړی همدارنګه په پاکستان کې د وسله‌والو طالبانو د پټنځاىونو موجودىت د افغان سولې پر وړاندې ىو لوى خنډ وباله.اجرائىه رییس په‌دې وىنا کې په مشخصه توګه د طالبانو د کوم ملاتړی هېواد نوم ىاد نه‌کړ، خو تر دې مخکې روسىه او اىران د طالبانو د پلاوو کوربانه و او داسې راپورونه هم شته چې مسکو او تهران په ىو ډول د دې ډلې ملاتړ کوی، خو روسىې او اىران دواړو د طالبانو د ملاتړ ادعاوې رد کړې او ټىنګار کوی ، چې له دې ډلې سره‌ ىې د تماسونو هدف د سولې خبرو ته د دوى هڅول دی.اجرائىه رییس د داووس اقتصادی کنفرانس په څنډه کې ووىل: افغان حکومت په‌دې شرط چې د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې وساتل شی، د سولې هڅو ته ژمن دى.ښاغلی عبدالله همدارنګه ووىل: ښایی طالبان فکر وکړی ، چې خلک ورسره لېوالتىا لری، خو نوموړی ټىنګار وکړ چې داسې نه‌ده.ده ووىل: ((که داسې مېکانىزم وجود ولری ، چې د خلکو ىوه لوىه برخه د طالبانو په څېر د ژوند کولو بڼه انتخابوی، نو راځئ په اړه‌ىې خبرې وکړو. دا به څنګه معلوموو؟ ځکه دوى داسې فکر کوی ، چې خلکو ته د طالبانو په څېر ژوند غوره دى، خو اىا خلک هم فکر کوی ، چې د طالبانو په بڼه ژوند ورته بهتره دى؟))ښاغلی عبدالله د طالبانو په اړه دا څرګندونې په‌داسې حال کې کوی ، چې د افغان سولې لپاره د امرىکا د بهرنىو چارو د وزارت ځانګړى استازى زلمى خلىلزاد په قطر کې د طالبانو سره په خبرو اترو بوخت دى.دوى په تېرو څو ورځو کې خبرې کړی او د چهارشنبې په ورځ ‌ىې هم دا مذاکرات دوام درلود. زلمی خلىلزاد تر اوسه څلور ځلې له طالب استازو سره لىدنې کړې دی، خو تر دې مهاله ‌ىې خپل اصلی اهداف چې د افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره د طالبانو چمتو کول او د اوربند اعلانول دی، نه‌دی تر لاسه کړی.طالبانو په وار وار ټىنګار کړى ، چې امرىکا دې په خبرو کې له افغانستانه د خپلو سرتېرو د اىستلو نېټه وټاکی، څه موده مخکې داسې راپورونه خپاره شول، چې د امرىکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړی له افغانستانه اووه زره امرىکایی پوځیان وباسی، خو تر اوسه په رسمی توګه له افغانستانه د امرىکایی پوځیانو د وتلو هېڅ پرېکړه ىا مهالوېش نه‌دى اعلام شوى.امرىکا دا مهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۴ زره سرتېری لری.

ممکن است شما دوست داشته باشید