روزنامه هیواد
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

طالبان په قصدی توګه خبریالان په نښه کوی

د بشری حقونو د څار نړیوال سازمان وایی، چې طالبان په قصدی توګه خبریالان او د ښځو په ګډون د رسنیو کارکوونکی په نښه کوی.ددې سازمان په تازه راپور کې راغلی، په دوحه کې د سولې خبرو له پیل سره هممهاله د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او دې چارې د تلپاتې او عادلانه سولې په برخه کې د دوی اندېښنې لا ډېرې کړې دی.په راپور کې راغلی، د دوی څېړنې ښیی ،چې طالبانو تر خپل نفوذ لاندې سیمو او ښارونو کې خبریالانو ته بېلابېل ګواښونه کړی او دا چاره د دې لامل شوې، چې یو شمېر خبریالان له هېواده تېښتی او یو شمېر نور د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شی.د آسیا لپاره د بشری حقونو د څار ډلې مسوولې پاتریشیا ګوسمن ویلی، چې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی دا څپه په داسې حال کې پیل شوې ، چې ښکېل اړخونه د سولې لپاره پر خبرو بوخت دی.د بشر حقونو څار سازمان د طالبانو له مشرتابه غوښتی، چې په افغانستان کې د خبریالانو، د هغوی د کورنیو او ښځینه خبریالانو پر وړاندې ګواښونه پای ته ورسوی او د هغوی خوندیتوب دې باوری کړی.دې سازمان همدارنګه له ملګرو ملتونو او د افغانستان په سوله کې له ښکېلو هېوادونو غوښتی ،چې د طالبانو پر مشرتابه فشار راوړی، ترڅو د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د دې سازمان غوښتنې ومنی او د خپلواکو رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب لپاره له خپله اړخه اقدامات وکړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید