روزنامه هیواد

طالبان په افغانستان کې د سولې د خبرو او اوربند اختیار نه لری

که څه هم د مکار پاکستان او روسیې په څېر د طالبانو استخباراتی او پوځی باداران په ظاهر کې په افغانستان کې د سولې له راتلو سره د مرستې تشې نارې سورې او پوچې  ډندورې وهی، خو له ډېره بده مرغه به باطن کې بیا خپلو ګوډاګیو ،تالی څټو، لاس پوڅو او روزل شویو طالبانو ته دا اجازه نه ورکوی چې سولې ته د رسېدو لپاره د یوازینۍ لنډې لارې په توګه له یوې خوا تر ټولو لومړی په افغانستان کې سراسری اوربند اعلام کړی او وروسته بیا له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړی اوله دې لارې د افغانانو د یوې سترې غوښتنې په توګه په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره پر افغانستان د سیمې او نړۍ د نیواکګرو، زبېښاکګرو او ښکېلاکګرو ځواکونو له خوا د څه د پاسه څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو ته د پای ټکی کېږدی او په بایله کې یې د بشر د ډېر ستر او ګډ دښمن په توګه په پاکستان کې ترهګر او د هغوی ځالې له منځه یوسی او له خاورو سره یې خاورې کړی. ټولو ته غوره مالومه ده،چې طالبان د پاکستانی ملېشو او استخباراتی شبکې ( آی اس آی) روزل شوی جاسوسان او ګوډاګیان دی، ترڅو چې پاکستان خپلو ګوداګیو طالبانو ته اجازه ورنه کړی، هېڅکله به په افغانستان کې اوربند اعلام نه کړی او نه به هم له افغان حکومت سره د سولې بین الافغانی مذاکرات وکړی او نه به هم د افغانانو ارمانجنه هیله چې تلپاتې او باعزته سوله ده خپله تنده ماته کړی . افغان حکومت د چین په کوربه توب د راتلونکو بین الافغانی مذاکراتو او همدارنګه د افغانستان د سولې په اړه د داسې نورو ملی، سیمه ییزو او نړیوالو غونډو، جرګو او کنفرانسونو لپاره سولې ته د رسېدو لپاره په درېیو برخو او اوو مادو کې یوه جامع  هراړخیزه او اغېزمنه طرحه جوړه کړې،چې له مخې یې طالبان تر ټولو لومړی باید په ازمایشی توګه په افغانستان کې یو میاشتینی اوربند اعلام کړی او ورپسې دې د افغان حکومت پر رهبرۍ اومالکیت د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره پوره چمتووالی او تیاری ونیسی او ورسره جوخت دې د طالبانو روزونکی، تولیدوونکی او وسله وال کوونکی هېواد پاکستان د افغانستان د سولې په اړه خپل صداقت په اثبات ورسوی. پاکستان که په ریښتیا د افغانانو لپاره د تلپاتې سولې په تکل کې وی، نو لومړی دې له افغان حکومت او امریکا سره هغو ژمنو ته د عمل جامه ور واغوندی، چې په نړیوالو غونډو کې یې په ډېرې بې شرمۍ او سپین سترګی سره کوی او په  ډېرې مکارۍ سره وایی چې په افغانستان کې د سولې لپاره ژمن یو او په افغانستان کې سوله په پاکستان کې د سولې په مانا ده … نو هله به په افغانستان کې د سولې مړاوی رېژېدلی ګلان بېرته پر غوړېدو راشی او د پاکستان د روزل شویو ګوډاګیو طالبانو، جاسوسانو، ایجنټانو او نورو وحشی صفتو ترهګرو تور ټغر د تل لپاره له افغانستانه ټول شی. دا چې طالبان د پاکستان جاسوسان، ګوډاګیان او پېرودل شوی اجیران دی، له دغو پاکستانی بادارانو سره له سلامشورې او اجازې پرته له یوې خوا په افغانستان کې اوربند نه شی اعلامولای او له بلې خوا له افغان حکومت سره د سولې د خبرو واک او اختیار نه لری، نو پر دې بنسټ افغان حکومت له امریکا سره د پوره همغږۍ له مخې ترټولو لومړی باید د طالبانو پر ټولو بادارانو زیاتو فشارونو له راوړلو څخه کار واخلی او پر مټ یې پاکستان دې ته اړکړی چې خپل ګوډاګی طالبان تر ټولو لومړی په افغانستان کې سراسری سولې او بیا له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته وهڅوی، له دې پرته به په هېواد کې سوله ناشونې وی او افغانان به تل د پاکستان له ګوډاګیو طالبانو سره د خونړیو جګړو په اورونو کې سوځېږی.

شاولی قرار شینواری

ممکن است شما دوست داشته باشید