روزنامه هیواد

طالبان ولې د سولې لپاره چمتوالی نه شی نیولی؟

په داسې حال کې ،چې په ملی او نړیواله کچه د افغان حکومت له خوا له طالبانو سره د سولې لپاره د اعلام شوی مرکچی پلاوی ملاتړ او ننګه کېږی، خو طالبان بیا پرې نیوکه لری او وایی، چې ګنې دا پلاوی ټول شموله نه دی!؟ دا د تعجب خبره او د سولې له خبرو د ډډې کولو لپاره پلمه ده، په اصل کې د افغان حکومت له خوا د سولې لپاره وروستی مرکچی پلاوی ټول شموله دی او په کې د هر قشر کسان شامل دی، له همدې امله یې په ملی او نړیواله کچه ملاتړ شوی دی، امریکا، ملګرو ملتونو، اروپایی ټولنې او دغه راز ګڼو هېوادونو د دغه پلاوی هرکلی کړی دی، اروپایی ټولنې یوځل بیا په اعلامیه کې د افغان حکومت د مرکچی‌ پلاوی په اړه د افغان سیاسی مشرانو د هوکړې هرکلی کړی، او دا یې د بین الافغانی‌ خبرو پیل او په کور دننه د سیاسی بحران ختمولو لپاره مهم ګام بللی دی. ‌د یادې ټولنې په اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې د سولې خبرو ته کلکه ژمنتیا ښکاره کړی، تاوتریخوالی کم کړی‌ او د دوحې د هوکړې پر اساس د اوربند پر موضوع معناداره خبرې وکړی. په اعلامیه کې راغلی،‌ اوس چې د بندیانو د خلاصون برخه کې پرمختګ شوی او د حکومت لخوا مرکچی پلاوی هم اعلام شوی نو د بین الافغانی خبرو ځنډولو لپاره نور هېڅ دلیل نشته. اروپایی ټولنې پر طالبانو غږ کړی چې د حکومت مرکچی پلاوی درناوی وکړی او رغنده خبرې ورسره وکړی. یاده ټولنه وایی،‌ که څه هم د طالبانو پلاوی ټولشموله نه دی،‌ خو افغان حکومت دې ورسره ګډ کار وکړی. اروپایی ټولنه د طالبانو پر پلاوی په داسې حال کې نیوکه کوی، چې ټول شموله نه، چې طالبانو د سولې له خبرو د ډډې په پلمه د افغان حکومت پر پلاوی نیوکه کړې وه، خو خپله د طالبانو مرکچی پلاوی ټول شموله نه دی او ښځې په هېڅ صورت په کې نشته، حال داچې د افغان حکومت له خوا په دغه پلاوی کې د ټولو قشرونو استازی او خپله د ښځو ، مدنی ټولنې، رسنیو، بې طرفه خلکو، ګوندونو او سیاسی اړخونو استازی په کې شامل دی،خو د طالبانو مرکچی پلاوی له دغه راز ټولو ارزښتونو سره په ټکر کې او له بېلابېلو قشرونو او ستازیو خالی دی،نو هغوی ته هېڅ بله پلمه نه ده پاتې چې، ګنې د سولې له خبرو پرې ډډه وکړی او یا دې د افغان حکومت پر پلاوی نیوکه وکړی. په اصل کې هغوی د سولې لپاره خپلواکی نه لری او د افغانانو د دښمن تر واک او اختیار لاندې دی، طالبان په دغه راز حالت کې په هېڅ توګه د سولې لپاره تصمیم نه شی نیولی، خو دا مسئله هم نه شی یادولی، نو هغوی پلمې لټوی او نن یوه پلمه، سبا بله او بله ورځ بیا بله پلمه کوی! غوره ده، چې د هغوی تر شا پر ولاړو لوریو نړیوال فشارونه نور هم زیات شی، چې طالبان پرېږدی، چې د سولې لپاره تصمیم ونیسی. له بده مرغه د سولې د خبرو لپاره په دغه مهم فرصت کې طالبان پر افغان ځواکونو پرله پسې بریدونه کوی او دغه راز حالت د سولې لپاره نه یوازې فرصتونه ننګوی، بلکې د طالبانو د بندیانو د ازادۍ پیل شوې لړۍ هم له خطر سره مخ کوی! که طالبان د سولې په ځای جګړې ته ترجیح ورکوی، نو افغان حکومت به یې وځپی او د هغوی د بندیانو د ازادۍ پلان به هم لغوه کړی. دغه حالت د طالبانو پر زیان دی، طالبان باید له دغه زیانه خپله ځان لرې وساتی. د هغوی هر ډول برید غندو او باید نور د جګړې فرهنګ له منځه یوسی! ځکه دا د هغوی له ټولو ژمنو سرغړونه او لوی جنایت دی، چې په هېڅ توګه په اسلام او بشریت کې جواز نه لری!

ممکن است شما دوست داشته باشید