روزنامه هیواد

طالبان: موږ او امریکایانو په ګډه چاى او کولچې وخوړلې

د طالبانو یوه مرکچی اېن بی سی نیوز خبری اژانس ته ویلی، چې طالبانو او امریکایانو سره خبرې کړې او په ګډه یې په یوه هوټل کې چاى او کولچې وخوړلې.

د طالبانو سرچینې وایی،‌ چې له امریکایانو سره خبرې یې په افغانستان، قطر او متحدو عرب اماراتو کې شوې دی. د طالبانو یوه مرکچی ویلی، چې په خبرو کې پنځو امریکایانو برخه لرله.‌

د قطر د خبرو یوه برخه وال طالب اېن بی سی نیوز ته ویلی، له امریکایانو سره زموږ خبرې ډېرې په دوستانه فضا کې وشوې.

طالب مرکچیانو غوښتنه کړې چې هویت یې پټ وساتل شی او د روسیې، چین او عربی هېوادونو استخبارات یې په هکله معلومات ترلاسه نه کړی.

د افغانستان د حکومت په شمول د افغان ټولنې بېلابېلو قشرونو په وار وار له طالبانو څخه غوښتنه کړې چې له افغان حکومت سره دې

د سولې خبرې وکړی، خو طالبانو دا غوښتنې رد کړې او کوښښ یې کړى چې نېغ په نېغه له امریکایانو سره خبرې وکړی.‌طالبانو څه موده وړاندې د هلمند د سولې د ولسی حرکت په شمول د سولې غوښتنې او د سولې لپاره د افغان فعالانو لاریونونه د امریکایانو پروژې بللې وې، خو اوس نه معلومېږی چې هغوى پخپله له امریکایانو سره په خبرو کې څه غواړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید