روزنامه هیواد

طالبان ملی ارزښتونه او بنسټونه له منځه وړی

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلامیه : په خواشینۍ سره چې د افغانستان د خلکو او بیان آزادۍ دښمنانو دهراوت غږ راډیو ټول وسایل غلا کړی او ودانۍ یې له منځه وړې ده.څه د پاسه ۱۳ کاله کېږی ،چې دهراوت غږ راډیو د روزګان په دهراوود ولسوالۍ کې خپل فعالیت په خپلواک ډول ترسره کاوه او همدارنګه په خپرونو کې یې توازن رعایتاوه. د سیمې د خلکو په وینا د دغې رسنۍ ټول وسایل وسله والو طالبانو وړی او د دې ترڅنګ ودانۍ یې هم ویجاړه کړې ده. وسله وال طالبان نه یواځې د هېواد وګړی وژنی؛ بلکې ارزښتونه او بنسټونه یې هم له منځه وړی. طالبانو شاوخوا دوه لسیزې وړاندې هم د هېواد د وګړو غږ چوپ کړی و او اوس هم غواړی، چې په خپل تاریک فکر سره د افغانستان د خلکو لویه لاسته راوړنه (د بیان آزادی) له منځه یوسی؛ خو د هېواد رښتینې بچی به هېڅکله دا اجازه ورنه کړی.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دا کړنه غندی او له ملی امنیتی ځواکونو غواړی چې د پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاری.

ممکن است شما دوست داشته باشید