روزنامه هیواد

(( طالبان غواړی خپل مشران افغانستان ته انتقال کړی ))

د ملی امنیت سرپرست ضیا سراج وایی: طالبان د پاکستان په ملاتړ هڅه کوی ،چې د هېواد ځینې ولایتونه په خپل کنټرول کې راولی او خپل مشرتابه افغانستان ته را انتقال کړی.ضیا سراج دا څرګندونې د سه شنبې په ورځ د ولسی جرګې په استجوابیه غونډه کې کړی دی.ده پر کندوز د طالبانو د وړمې شپې بریدونو ته په اشارې سره وویل، چې طالبانو د همدې موخې لپاره خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.سراج ټینګار وکړ چې طالبان سولې ته اراده نه لری او غواړی چې د ځواک له لارې واک ترلاسه کړی.سراج د کابل او ننګرهار تېرو بریدونو کې د طالبانو لاس ښکیل وباله او زیاته یې کړه ، چې دغه ډله لاهم له نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لری.بله خوا د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی هم په همدې غونډه کې ویلی، چې طالبانو د تیر کال د همدې مودې په پرتله خپل بریدونه زیات کړی او دا زیاتوالی تر پنځلسو سلنې رسیږی.دفاع وزارت هم ویلی، چې طالبانو په تیره اوونۍ کې د هېوادونو پر بېلابېلو برخو کې له ۶۳۰ زیات بریدونه کړی دی.افغان لوی درستیز بسم الله وزیر، مسعود اندرابی او ضیا سراج ولسی جرګې ته د ځواب ویلو لپاره ور بلل شوی و.دوی داسې حال کې ولسی جرګې ته ورغوښتل کېږی چې په تېرو څو اوونیو کې هېواد کې د تاوتریخوالی کچه زیاته شوې او طالبانو خپل بریدونه زیات کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید