روزنامه هیواد

طالبان د هېواد د تاریخی دښمنانو  په لمسونو له حکومت سره د سولې له خبرو ډډه کوی

دپاکستان، روسیې او ایران په څېر دسیمې اونړۍ دمغرضو ،مخربو ، تیری کوونکو او پاروونکو هېوادونو او دسولې ددښمنانوپه اشارو او لمسونو سره دهغوى ګوډاګی، تالې څټی اولاس پوڅی طالب مشران دې ته نه حاضریږی چې په افغانستان کې دتلپاتې سولې لپاره له افغان حکومت سره دسولې دخبرو پرټغر کښېنى طالبان غواړی په دې کارسره په افغانستان کې دسولې له راوستلو سره په مخالفت کې له خپلو یادو سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتی اوپوځی بادارانو څخه زیات مالی اوپوځی امتیازات ترلاسه کړی او پرمټ یې په افغانستان کې دمېشتو امریکایی پوځیانو او افغان ځواکونو د وژلو او داسې نورو تباهیو دسرته رسولو لپاره دخپلو یادو بادارانو شومو اوناوړو پلانونو ته دعمل جامه ور واغوندى، نوځکه پرخپل وطن اوسولې مین افغانان اونور سوله دوست اوبشردوست خلک دسعودی عربستان په جده کې دافغانستان دسولې په اړه دامریکا ،اماراتو، سعودی عربستان ،افغانستان اوپاکستان دپنځه اړخېزې غونډې په بهیر کې داځل هم دافغان حکومت له پلاوی سره  دطالبانو دپلان شویو خبرو ترسره کېدو ته دشک په سترګه ګوری اوسیاسی شنونکی ، څارونکی اونور کارپوهان نه یوازې له افغان حکومت سره دطالبانود پلان شویو خبرو په سرته رسېدو باور نه لری، بلکې دسولې په اړه آن دهغوى د ژمنو پلی کېدو ته هم دشک په سترګه ګورى او طالبان د تېر په څېر دخپلو روسی ،پاکستانی او ایرانی بادارانو په بې شرمانه لمسونو او اشارو سره دسولې پرځاى د افغانستان او امریکایی پوځیانواونورو کورنیو اتباعو دوژلو اوداسې نورو فجیعو اوشنیعو عملونو سرته رسولوته نور هم زور ورکړى، لکه چې دافغانستان جمهور رییس محمداشرف غنی دسعودی عربستان په جده کې دافغانستا ن دسولې په اړه دجوړیدونکى غونډې له امله ددغه ستراسلامی هېواد له پاچاه او د حرمینو شریفینو دخام سلمان بن عبدالعزیز له مرستې څخه دمننې دڅرګندولو په ترڅ کې له هغه څخه هیله وکړه چې  دسیمې له نورو هېوادونو سره دهمغږۍ له مخې پرپاکستان فشار راوړی چې طالبان له افغان حکومت سره دسولې دخبرو پرټغر کښېنوى او په دې برخه کې له روغ نیت څخه کار واخلی.

د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غنی د کلونو کلونو د جګړو ځپلو او د سولې د ارمانجنو افغانانود سترې غوښتنې په توګه په هېواد کې د تلپاتې سولې لوړ هدف ته درسېدلو لپاره د سعودی عربستان په جده کې د افغانستان ،سعودی عربستان ، متحدو عربی اماراتو، طالبانو او پاکستان دپلاویو دپنځه هر اړخیزې جوړیدونکې غونډې په تړاو د دغه ستر اسلامی هېواد سعودی عربستان له پاچاه  او د حرمینو شریفینو له خادم سلمان بن عبدالعزیز سره تلېفونی خبرې وکړې او د افغان سولې په اړه یې دده له  پیرزوینې اونېکو احساساتو مننه وکړه ،ولسمشر محمد اشرف غنی هیله وکړه چې دافغان سولې په اړه په جده کې د جوړېدونکې غونډې پر برخه والو فشارونه واچوی او دې ته یې وهڅوی ،چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته حاضر شی چې پر افغانستان تپل شوې جګړې ته د پاى ټکې کېښودل شی. په غبرګون کې یې دسعودی عربستان پاچاه هم ژمنه وکړه چې د افغان سولې په اړه به دراتلونکې جوړېدونکې غونډې پنځه واړه برخه وال پلاوی او غړی وهڅوم چې پر افغانستان د روانو تپل شویو جګړو دپاى ته رسولو لپاره کار وکړی او طالبان اړ کړی چې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پر ټغر کښېنی. په دې اړه دخپروشویو رپوټو پربنسټ دافغانستان دسولې دعالی شورا مرستیال مولوی عطاالرحمن سلیم هم دا هیله او تمه کړې چې دافغان سولې په اړه د سعودی عربستان د جدې په ښارکې جوړېدونکې غونډه به مثبتې پایلې راونغاړی او د یادې غونډې ټول اړخونه دې د افغانستان دتلپاتې سولې په اړه درغنده اوټاکونکو پرېکړو لپاره پوره او بشپړې موافقې ته ورسېږی. دغه راز دافغان سولې ارمانجن خلک هم په ډېرې بې صبرۍ سره دې ته لارې څاری چې د جدې په ښار کې د سولې په اړه دغه غونډه مثبتې پایلې راونغاړی. نه داچې دافغانستان دسولې په اړه دمتحدو عربی اماراتو د ابوظبی د غونډې په شان طالبان د افغان حکومت له ورغلی پلاوی سره له خبرو ډډه وکړی او د سولې په نسبت جنګ جګړو ته ترجیح ورکړی،ده دریځ په کور د ننه او دسیمې او نړۍ دهېوادونو  په کچه سختې نیوکې، غوسې او غبرګونونه راوپارول له افغان حکومت سره د سولې له خبرو څخه دطالبانو ډډه کول  یز یوه ستره تېروتنه وبلله او افغان حکومت او امریکا یې دې ته اړ کړل چې په هېواد کې د طالبانو د ځپلو لپاره هوایی او مځکنیو بریدونو ته نور هم زور ورکړی او له دې لارې یې یا دسولې خبروته اړکړی اویایې بیخی له منځه یوسی. په هر حال افغان حکومت او ولس دواړه د هر هېواد او هر هغه ارګان هڅې چې د افغان سولې لپاره یې کوی، ستایی او ترې ملاتړ کوی، لکه څرنګه چې په هېواد کې زور زیاتى او جګړې له ناوړو پایلو پرته بل څه نه لری، نو اړتیا ده، چې سوله وشی، سوله د افغانانو اسلامی او ملی هیله اوغوښتنه ده، طالبان دې د دې لپاره ځان تیار کړی، ځکه اوس د نورو هېوادونو په چارو کې لا سوهنه د جګړې دوام او له جګړو او ورانیو د ګټو تر لاسه کولو مهال پاى ته رسېدلى او ځاى یې د ګډو ګټو دپاللو لپاره ګډ کار او هڅو نیولى دى. پاکستان، چې د طالب جګړه پر مخ وړی، باید دې پروسې ته ځان تیارکړی او له ناوړی نیته ډډه وکړی. په دې کې هم د پاکستان او هم د سیمې او نړۍ ګټه ده، چې ترهګری له منځه لاړه شی او پر ځاى یې د اقتصادی همکاریو او پرمختګ لپاره ګډ کار وشی.

شاولی قرار شینوارى

ممکن است شما دوست داشته باشید