روزنامه هیواد

طالبان د سولې هېڅ واک او اختیار نه لری

تېره اوونۍ د مکار او درواغجن پاکستان په رسمی بلنه ملاعبدالغنی برادر د طالبانو له ۱۲کسیز پلاوی سره د افغانستان د سولې لپاره له پاکستانی لوړ پوړو ملکی او پوځی چارواکیو سره کتلی وو او  د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د خبرو پر بیا پیلېدو یې ټینګار کړی، چې افغان حکومت او نور سوله غوښتونکی او بې پرې بنسټونه د افغان حکومت له فعال ګډون پرته دغه ډول خپلسرې خبرې بیخی بې ګټې بولی او له پاکستانه یې په کلکه غوښتنه وکړه چې د طالبانو او نورو ترهګرو ملاتړکوونکی هېواد دې تر ټولو لومړی د سیمې او نړۍ ثبات ته د سترګواښ په توګه په پاکستان کې د طالبانو او نورو ترهګرو د مشرانو ځپلو او د هغوی د څلویښت زرو استخباراتی مدرسو، روزنځایونو او پټنځایونو ړنګولو ته ودانګی او په افغانستان کې دې د خونړیو جګړو زیاتو نا امنیو او غمیزو د سترې زېږندې په توګه د خپلو روزل شویو ګوډاګیو طالبانو او نورو وحشی صفتو ترورېستی ډلو د بېرحمانه او وحشیانه ځانمرګیو بریدونو، بمی چاودنواو نورو ورانکارو فعالیتونو او تباهیو تور ټغر له افغانستانه ټول کړی . د افغانستان د جمهور رییس ویاند صدیق صدیقی هم په دې لړکې له خپلسرو پاکستانی چارواکیو سره د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خپلسرې خبرې ناکامې ګڼلې او له پاکستانه یې جدی غوښتنه کړې، چې طالبان دې ته چمتو کړی چې په افغانستان کې د تلپاتې او با عزته سولې لپاره له افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړی، ځکه د سولې په خبرو کې د افغان حکومت ونډه اړینه ده او د دوی په نشتون کې سوله ناشونی کار دی. پاکستان او نور مغرض هېوادونه که ریښتیا په افغانستان کې د سولې غوښتونکی وی او هدف یې د سولې راتلل وی، نو لومړی دې  خپل ګوډاګی ‌طالبان او روزل شوی جاسوسان دې ته اړ کړی چې په افغانستان کې سراسری اوربند اعلام کړی او بیا دې له افغان حکومت سره د سولې د خبرو پرټغرکینی . دغه راز د افغانستان د ملی امنیت شورا رییس حمدالله محب هم د افغان حکومت په نشتون کې د سولې لپاره له طالبانو سره د امریکا خپلسرې خبرې ناکامې بللې او په غبرګون کې یې ویلی، چې طالبان د پاکستان جاسوسان او ګوډاګیان دی، هېڅکله به دوی ته دا واک او اجازه ورنه کړی چې په افغانستان کې خونړۍ جګړې ته ادامه ورکړی. افغان حکومت د سولې لپاره قوی اراده  او پلان لری، په افغانستان کې به د سولې لپاره په هر قېمت چې وی، وسله وال طالبان او نورې تر هګرې او مخالفې ډلې دې ته حاضروی چې د سولې خبرو په سر کې اوربند ته ځای ورکړی او وروسته د سولې لپاره بین الافغانی خبرې پیل شی، له دې لارې به پر افغانستان  څلوېښت کلنو تپل شویو خونړیو جګړو ته د تل لپاره پای ومومی او  خلک به په آرامه خپله سا  وکاږی.

شاولی قرار شینواری

ممکن است شما دوست داشته باشید